پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې د رسا ټلوېزیون مسؤل مدیر او یو خبریال له زندانه...

کابل کې د رسا ټلوېزیون مسؤل مدیر او یو خبریال له زندانه ازاد شول

تاند ( سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۵مه) د افغانستان د خبریالانو مرکز (A.F.J.C) وايي، په کابل کې د رسا ټلوېزیون مسؤل مدیر غلام محی الدین صاحب زاده او د همدې ټلوېزیون خبریال جهادمل حبیبي تر ۱۰ میاشتني بند وروسته ازاد شوي دي.

دغه مرکز پر خپله ویب پاڼه د یو شمېر سرچینو په حواله لیکلپ چې، یاد کسان پرون (دوشنبه) مازیګر شاوخوا څلور بجې ازاد او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

تر اوسه طالب مسوولانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د همدې مرکز د معلوماتو پر اساس، صاحب زاده او حبیبي د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په پای کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د تبلیغاتو په تور ونیول شول او د روان کال په پیل کې په ۱۰ میاشتې بند محکوم شول.

د طالبانو د حکومت له واکمنېدو را وروسته لسګونه خبریالانو زنداني او لسګونه نور د طالبانو له وېرې له هېواده ووتل او نورو هېوادونو ته یې پناه یوړه.

اوس هم لسګونه افغان خبریالان پاکستان کې نورو هېوادونو ته د تګ په انتظار سخت حالت تېروي خو له وېرې وطن ته نه راځي.

افغان خبریالان وایي، طالبانو پر رسنیو او خبریالانو د ژوند ساحه تنګه کړې او عادي کار ته نه پرېښودل کېږي.

لسګونه خبریالان اوس هم د هېواد په داخل کې بې روزګاره او د بېوزلۍ له امله سخت ژوند لري،خو د رسنیزو محدودیتونو له امله دنده نشي ترلاسه کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...