چهارشنبه, دسمبر 17, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد واخان دهلېز د ۱۲۰ کیلومتره سړک ۷۰٪ کار بشپړ شوی

د واخان دهلېز د ۱۲۰ کیلومتره سړک ۷۰٪ کار بشپړ شوی

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۶ مه) د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د واخان دهلېز د ۱۲۰ کیلومتره سړک د جغل‌اچونې چارې تر دې دمه ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، هڅې روانې دي چې د جغل‌اچونې پړاو د راتلونکي لمریز کال تر پایه بشپړ شي او له هغې وروسته به د پروژې اساسي رغنیزې چارې پيل شي.

د وزارت ویاند نورالهادي عادل ویلي دي: «په بدخشان کې د واخان پروژه چې د چین تر پولې پورې ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، زموږ د وزارت له لوري په دوو پړاوونو کې عملي کېږي او له نېکه مرغه تر اوسه یې ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.»

نوموړي زیاته کړې چې د پروژې له بشپړېدو سره به د افغان سوداګرو لپاره د سوداګرۍ اسانتیاوې ډېرې شي او د واخان دهلېز د افغانستان او چین دواړو لپاره ګډ اقتصادي ارزښت لري.

هغه همداراز وویل چې د چین سفیر پخوا هم د دې پروژې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار کړی او دا یې د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بللې ده.

نورالهادي عادل زیاتوي: «کله چې د دې پروژې د جغل‌اچونې پړاو بشپړ شي، نو اساسي رغنیزې چارې به پيل شي او له بشپړېدو سره به افغانستان د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام واخلي.»

د یادونې وړ ده چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سوداګرۍ له ټکني کېدو وروسته، د واخان اقتصادي دهلېز پروژه کولای شي له پاکستان سره د سوداګرۍ یو مهم بدیل وګرځي او د افغانستان په اقتصادي وده کې اساسي رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...