شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ټي ټي پي پر ضد د خپلو اقداماتو په اړه د...

د ټي ټي پي پر ضد د خپلو اقداماتو په اړه د طالبانو رسنیز کول

تاند (یکشنبه، د قوس ۲۶ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي چې د تېر یوه کال په لړ کې دوی په هېواد کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي‌ټي‌پي ۴۰ غړي نیولي دي.

هغه د دغو کسانو د هویت او په ټي ټي پي کې د موقف د سطحې په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې د افغانستان په خاوره کې د نورو هېوادونو خلاف فعالیت کوونکي به نیسي.

دغه طالب ویاند دا هم ویلي چې نیول شوي کسان له دوی سره بندیان دي.

متین قانع په دې اړه چې دغه پاکستاني طالبان به پاکستان ته وسپارل شي، کنه څه نه دي ویلي.

له څه مودې راهیسې پاکستان په پرله پسې ډول د کابل له واکمنو طالب چارواکو غواړي چې د پاکستاني طالبانو غړي ونیسي او دوی ته وسپاري.

د طالبانو د رژیم چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعاوې رد کړي، خو د پاکستاني چارواکو د غوښتنو په اړه له مشخص دریځ ښودلو پرته یې ویلي چې د دغه هېواد پر غوښتنو غور کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد د کابل د طالب رژیم او پاکستان تر منځ د اړیکو د سختې ترېنګلتیا خبر ورکړ او له دواړو لوریو یې په خبرو د اړیکو د ترمیم غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب