Homeخبرونهد پاکستان په بلوچستان کې د نیږدې ۳ نیم زرو ښوونځیو تړل...

د پاکستان په بلوچستان کې د نیږدې ۳ نیم زرو ښوونځیو تړل کېدل

تاند (یکشنبه، د قوس ۲۶مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکي وایي چې په دغه ایالت کې ۳۴۰۰ ښوونځي یوازې له دې امله تړل شوي چې ښوونکي یې نه لرل.

د دغه ایالت د ښوونې وزیر قادر بخش بلوڅ ویلي چې پر دې سربېره زرګونه نور ښوونځي هم په کافي اندازه ښوونکي نه لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، په شاوخوا ۱۶ نیم زرو دولتي ښوونځیو کې ۵۷۰۰ ښوونځي یوازې یو- یو ښوونکی لري.

هغه د ښوونکو د کمښت اصلي ستونزه په دغه ایالت کې دندو ته د ښوونکو لږه لېوالتیا ګڼلې ده.

له دې سره، د بلوڅانو د حقونو یو شمېر فعالان د پاکستان حکومت او په خاص ډول پنجابي سیاستوال تورنوي چې د دغه هېواد امکانات یې خپل ایالت پورې محدود کړي او په ځانګړي ډول د پښتنو او بلوڅانو حقونه تروړي.

د دوی په وینا، پاکستان له ښوونځیو او ډېرو نورو لومړنیو حقونو د دوی له بې برخې ساتلو سره غواړي چې تل د پنجاب تر کنټرول لاندې وي.

2 COMMENTS

  1. همت وکړی خپل ځان او اینده نسل له تیارو او جهالت څخه وژغوری د کافر پنجاب په مقابل کښې قوی مبارزه وکړی او هغه کوډاکیان هم په دار وزړوی چی خپل شخصی نفع لپاره د پنجاب غلامی کوی او خپل نسل تباهی ته ټیل وهی لکه د انګریز بچی انور کاکړ

  2. سلامونه،
    د انګریز د هیرامڼډهی ،لاهورۍ دروازې هرموني، د بلوڅخوا او پختونخوا د راتلونکو نسلونو روښانتیا اوعلمي پرمختګونه ،په همداسې بهانو ، ښوونکي نسته! ، یا څوک ثبت نام نه کوي( د پیښور پوهنتون پښتو اکاډیمۍ څانګې ته) ،؛ او یا د ترهګرو ډلو په ګمارلو سره( آرمی سکول قتل عام !)؛ پر باچاخان پوهنتون برید؛ د کویټې پر اډووکیټانو او پولیسانو وژنې ؛په جومات کې دپېښور د پولیس والاوو وژنې ………
    او تر ټولو مهمه د افغانستان د نجونو متوسطه، لیسه ؛پوهنتون او کاري پوهنو باندې بیمانا او غیر انساني؛غیر اسلامي ، غیر افغاني بندیزونه او جهل ته ټیل وهل لکه د ابو جهل او ابولهب منافقت نه دی نو څه دي؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...