شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+کار او ټولنيز ثبات | محب الله آرمل

کار او ټولنيز ثبات | محب الله آرمل

د جاپان د خلکو مشهور متل دی چې (د کبانو مېلمستيا مه راته کوه بلکې د کبانو د نيولو چل را وښيه.) چاپان هغه هېواد دی چې د کبانو د نيولو چل يې زده کړی، په ځان بسيا، خلک يې باسواده او په صنعتي او اقتصادي اساس د نړۍ د هېوادونو په سر کې ولاړ دی او موږ لا هم له دنيا غواړو چې مېلمستياوې راته وکړي، سړکونه راته پاخه کړي، معدنونه مو استخراج او اوبه مو مديريت کړي.

موږ وايو چې د ورغوي تڼاکه ملغلره ده يانې د کار او زخمت په اساس ژوبل شوی لاس د نېکمرغي نښانه ده بلخوا کار په انساني جامعه کې هغه نعمت دی چې ټولنه له مصيبتونو ژغوري، وزګار وګړي له بېلاري پرته بل څه کولی شي؟ کار هغه انرژي ده چې په کارولو يې ستايې فکرونه ظاهري بڼه تر لاسه کوي، يا په بل ډول کار هغه انرژي ده چې فکر ته جسم ورکوي.

کار مختلف ډولونه لري، لکه کورني کارونه، فکري او مغزي کار، انټرنيټي کار، آزاد کار… مګر موږ يې په تر ټولو ساده ډول چې فزيکي کار يې بلل شو بحث کوو. هغه کار چې افغانان يې په خپل هېواد کې نه لري او نورې دنيا ته پسې روان دي، دلته د مناسب معاش په مقابل کې کار کم دی او د افغانانو اړتياوې نشي پورې کولی.

د انړۍ اکثره هېوادونه د کارګرو له کمبود سره مخ دي، دې برخه کې بيا هم جاپان هغه هېواد دی چې مشران يې په خلکو غږ کوي چې زيات اولادونه و زيږوي ځکه دوی د ځوانانو انرژي ته اړتيا لري، په دغه هېواد کې چې اکثره خلک د ځوانۍ تر عمر لوړ دي ښه کار نه شي کولای.

تاريخ راته وايي چې د اروپا د پرمختګ يوه لويه وجه د کارګرو کمبود وو، اروپايانو کارګر لږ لرل او کار يې ډير و چې همدې ستونز د عجيبو او غريبو صنعتي وسايلو په توليد بريالي کړل، موږ بيا هغه بدمرغه يو چې په هېواد کې په هغه کچه کار نه لرو چې اړتيا ورته لرو.

ځينې کسان استدلال کوي چې که يو څو وغواړي کار وکړي، نو خامخا د کولو څه شته چې وخت ورباندې تېر کړي، دا استدلال سم دی، يانې تر خوشي کېناستو د کرتو چيچل ښه دي. خو غم دا دی چې افغانان داسې کار ته اړتيا لري چې نغده او محسوس ګټه په لاس ترې ورشي.

افغانان لسيزې کيږي چې خپل هېواد کې له بېکاري سر ټکوي او وايي چې کار نشته، ايران او نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د سر په قېمت د کوم هدف لپاره روان دي؟

څوک په رضا له ملکه نه ځي

يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه

زه فکر کوم چې د افغانانو په حق کې د نېلسن مانډيلا هغه وينا ډېره دقيقه ده چې وايي: (لوږ په خيرات نه بلکې په انصاف ورکيږي.) نړۍ له افغانانو سره لسيزې کيږي چې دا بې انصافي کوي، د پرمختګ لارې يې ورباندې بندې کړې خپل منځي جګړې يې پرې وتپلې او کرايي جنګيالي يې ترې جوړ کړل مګر هېڅ داسې څه يې ور نکړل چې په ژوند کې يې بدلون راشي، افغانستان ته په تېر لسيزو کې په خروارو وسلې راغلې مصرف شوې جوړونکو کمپنيو او تجارانو يې له همدې بېوزله افغانانو ميليادونه ډالر ټول کړل خو د دوی يوازينۍ کار دا دی چې افغانانو ته د خپلې پزې جوړولو لپاره کوم دانه مرسته راوليږي اوبس.

فلهذا د افغانانو د لوږې محوه کول يوازې د کار په مرسته امکان لري، زموږ هېواد له بېکارۍ داسې حالت کې دی چې د نړۍ د کاروان په پای کې مزل کوي، له يوې خوا دا وطن کار ته اړتيا لري او له بلې خوا د دې وطن ځوانان همېش شکايت لري چې کار نشته. ښه ستونزه چېرې؟

ستونزه په حکومتونو کې وه او ده، پر ځای د دې چې د خپل هېواد وګړي بوخت کړي، څوک په کار، څو په زده کړو، څوک په تجارت او پانګونه او څوک په نورو مسايلو دوی ايله نمايشونه وکړل، هر ځای يې خام بنسټونه کېنول، جمهوريت پر ځای د دې چې کارخونې او د اوبو بندونه جوړې کړي پيسې يې په دولتي ودانيو، په زورواکو، په بهرنيو شرکتونو په وارداتو … ولګولې، خلکو چې کار نه درلود اړ شول چې د دغسې يوه حکومت را چپه کول کار وبولي.

اوس چې کوم کار شته پر ځای د دې چې اهل کار ته وسپارل شي يوازې خپلو يارانو ته پکې لومړيتوب ورکول کيږي او عام خلک لاهم وزګار پاتيږي چې ممکن يو وخت بيا همدغه وزګار کسان د لوی جنجال لامل شي، مهاتماګاندي وايي (هر څه چې په زور تر لاسه کړې په زور به يې ساتې او که د زور نه و په همغه لحظه د له لاسه وځي) انسان د پنر خاصيت لري تر څو چې فشار پرې شته زغمي يې خو چې خوشی د کړ په ټول توان الوزي.

که غواړو د افغانانو کابو ټولو ستونزو ته رسيدګي وشي دوه بنسټونه بايد تر نورو لومړيتوب ولري، يو زدکړې او بل کار.

کار د ژوند تېرولو تر ټولو ښه وسيله هم ده، هغوی چې په کار دي ژوند ښه ورباندې تېريږي، هغوی چې کار نه لري له زياتو رواني بېماريو سره لاس و ګرېوان دي، د حضرت عمر رض دا وينا ډېره مشهور ده چې (د وزګار سړي مغز د شيطان کور وي.) ارواپوهنه د کار ډېرې نورې ګټې هم په ګوته کوي چې ځينو ته به يې لنډه اشاره وکړو:

– کار مو نفس باور مو پياوړی کوي.

– له بېلاري مو ژغوري.

 – له مالي پلوه مو په ځان بسياکوي.

 – ښه نوم او شخصيت درکوي.

 – خلاقيت ته مو وده ورکوي.

– کار مو په وجود کې د خوشالي هورمون توليدوي يانې خوښ مو ساتې.

– کار له نورو سره د مرستې توان او احساس درکوي.

–  د کار په وسيله خپل ځان ته په ارزښت قايلېږئ.

– ستاسې هيلې د کار په وسيله پوره کيږي.

– خپلې وړتياوې يوازې د کار په مرسته اثباتولی شئ.

– کار مرسته درسره کوي چې له ژوند خوند واخلئ.

– کار ستاسې تمرکز ته رشد ورکوي، نوې نوې نظريې او لارې مو پر مخ پرانيزي.

او دغسې نورې ښګڼې چې ممکن زموږ نه وي ور پام شوی په کار کې شته، نو که بل څوک ستاسې د کار غم نه خوري خپله هڅه وکړئ چې ځانته ګټوره بوختيا پيدا کړئ.

 که افغانانو ته په خپل وطن کې د کار زمينه مساعده د افغانستان اساسي ثبات ته لار هواريږي، د وطن پرمختګ او دايمي امن، د وطن سيال کېدل د کار په مرسته ممکن دي، د استاد اسدالله غضنفر خبره ده چې ((وطن د وينو په تويولو نه بلکې د خولو په تويولو جوړيږي.))

حکومت او نړيوالو بنسټونه، رسنۍ او نور تاثير ګزاره اشخاص کولای شي په خلکو کې د کار انګيزه اېجاد کړي، حکمتونه مکلفيت لري د وګړو کار غمه وخوري، پانګوال و هڅوي چې پانګونه وکړي تر څو د کار زمينه پراخه شي.

حکايت دی چې، پيغبمر ص ته چا خبر راوړ چې په مدينه کې يو کس زيات فقير او غريب دی دومره غريب چې د سهار و بېګا نه لري، پيغمبر ص ورته وويل چې ماته يې راولئ، سړی لاړو او بېوزله کس يې پغمبر ص ته راوست.

پغمبر ص ورته وويل چې په کور کې هر توکی لرې ما ته يې راوړه هېڅ هم پريږده آن که هغه ډير کوچني توکي هم وي.

فقیر لاړو يوه کاسه او يوه ټوټه فرش يې راوړل، پيغمبر ص دغه دوه شيان ليلام کړل چې بالاخره يوه کس په دوه درهمه واخستل، دغه دوه درهمه پيغمبر ص بېوزله کس ته ونيول او ورته و يې ويل چې په يوه درهم د خپلې کورنۍ لپاره خواړه واخلي او په بل درهم يو تبر، بېوزلي کس څه وخت پس تبر راوړ، پيغمبر ص ورته وويل چې اوس لاړ په ځنګل يې وچې ونې وهه او په بازار کې يې پلوره، يوازې غټ لرګي نه بلکې هر وچ خاښ راټولوه، ده همداسې وکړل، پڼځلس ورځې پس چې مالي وضعيت يې ښه شوی وو د پيغمبر ص حضور ته راغی، پيغمبر ص ورته وويل : کار کول او مزدوري اخستل ستا لپاره د خيرات تر اخستو بهتره دي، نه دا چې د قيامت په ورځ دې د خيرات شرمونکي نښه په مخ کې ښکاريږي.

البته دا يادونه هم اړينه ده چې تر منفرد کار ګډ کار ښه نتيجه لري، هغوی چې په کور کې ګڼ دي که يو بل ته لاس ورکړي کولی شي ځانته د کار زمينه خپله برابره کړي کړي، په دې اړوند د هنري فورډ خبره د غور وړ ده (همغږي پيل دی، يو بل ته لاس ورکول پرمختګ دی او له يوبل سره کار کول يا ګډ کار کول بريا ده.)

پای ۲۰۲۳-۱۲-۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب