شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د نورستان اسطورې، پنځمه برخه

د نورستان اسطورې، پنځمه برخه

ليکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

د ګيښ رب النوع دعوه درلوده چې نر غويه يې خوسکۍ زيږولی دی

ګيښ زړوره و، موني رب النوع هوښيار و، ګيښ نر غويه درلود او موني يوه ښځه غوا درلوده، د ګيښ له غويه سره د موني غوا په ځړ ځای کې دوه خوسکي وزيږول، ګيښ ادعا وکړه چې له دوی څخه يو د هغه نر غويه زيږولی او بل يې د موني له غوا څخه پیدا شوی دی.

موني فوراً د ګيښ ادعا رد کړه او ويي ويل:

نر غويه هېڅکله زېږون نه کوي، خو ګيښ قانع کېدونکی نه و او په خپله ادعا ولاړ و او ويل يې چې له دې دوه خوسکيانو څخه يو يې د ده غويه زېږولی دی. دا چې له يو بل سره جوړ نه راتلل، د خپلې دعوې د حل په موخه يې بشري قضاوت ته مخ کړ، ټولو ګيښ ته وويل چې غويه هېڅکله زېږون نه دی کړی او نه به يې وکړي او دواړه خوسکيان د موني د غوا دي. ګيښ بیا هم دا قضاوت رد کړ او په خپله خبره ولاړ و، په پايله کې يې د دې دعوې د فیصلې لپاره د ګېدړې لوری ونيوه. ګېدړې په خوښي ومنله چې فیصله وکړي او دواړو لورو ته يې د دعوې د پرېکړې د اوريدلو ځای تعين کړ، دواړو لورو ته يې وويل چې په ټاکلي وخت ټاکلي ځای ته حاضر شي او دا به خپله هم په ټاکلي وخت ټاکلي ځای ته حاضر شي چې په دې اړه پرېکړه وکړي. ټول په ټاکلي وخت حاضر شول، خو د ګېدړ درک نه و، ټول په طمع وو، تر دې چې ګېدړ ډېر ناوخته مجلس ته حاضر شو. ګيښ په غصه شو او له انتظار پرته له ګېدړ څخه یې وپوښتل: ولی ناوخته راغلې؟

ګېدړ وېرېدلی و، لړزېده او ځواب يې ورکړ: د لارې په اوږدو کې سيند اور اخيستی و، تر هغې چې مې اور په خپل پشمي لباس مړ کاوه، ناوخته شو.

ګيښ د ګېدړ پلمه ونه منله او ويې ويل: څنګه کېدای شي چې سيند اور واخلي او دا څنګه کېدای شي چې ته يې په خپلې پشمي کرتۍ مړ کړې؟

ګېدړ: په ارامۍ سره ځواب ورکړ: که يو نر غويه خوسکی زېږولی شي، سيند هم اور اخيستی شي او زه هم کولای شم، په خپلې پشمي لباس اور مړ کړم. د ګېدړ په استدلال ګېښ غلی شو.

يادونه: په پخواني نورستان کې ګيښ د جګړې رب النوع و، موني په ارباب الانواعو کې په هوښيارۍ مشهور و.

د نورستان په اسطورو کې د سېمرغ یادونه او تاریخي مخینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب