په افغاني ټولنه کې دا ډېره ترسترګو کېږي، چې موږ دې د نورو په کارونو کې ګوتې وهو، پرته له اړتیا ورسره بې ګټې بحث کوو، په ژوند او چارو کې یې مداخله کوو او کله کله خو یې پر شخصي حریم تېری کوو، نور موږ په یو ډول ربړوو، ضرر دې ور رسوو، په کار کې یې بې له اجازت کار ور ولرو، هغه به لا خبر نه وي، موږ به ورته اوږده پر پړه ور لیکلې وي، بسته کتاب خبرې به مو ورته پنډ کړې وي او په ټوله کې هغه څه چې مقابل لوری یې لا تمه نه لري، موږ به ورته لا دمخه په بې درېغه توګه ځان چمتو کړی وي، څو له غوږونو یې ور تېر کړو. هغه چې خپل ارزښتمن وخت ستاسې لپاره ځانګړی کړي او تاسې بیا ورته اوږده پرپړه پیل کړې وي، هغه د کلیوالو په خبره؛ له لاده – باده به یې وباسئ. هسې بې ضایه به یې له کار او ژوند ستړی کړئ.
ډېر کله داسې شوي دی، چې په افغاني ټولنه کې د خپلوۍ/خېښۍ په مسایلو کې دې هم یو کور په بل کور کې پرته له اجازت مداخله کړې وي، له ځانه دې یې پکې کار لرلی وي، هغه کار یې کړی وي، چې لا یې هم حق نه جوړېږي، بیا دا ډول اقداماتو منفي پایلې هم تر شا پرېښې وي، چې زیانونه یې هم اړولي او په ټوله کې به یې دوه زړونو ته خپګان ډالۍ کړی وي، دوه کورونه به یې د ویر په ټغر کېنولې وي، د بې باورۍ فضا به یې غوړولې وي او د انسانیت په جامه به تور داغ پاتې شوی وي؛ ځکه خو په ټینګار سره وایوو، چې د نورو په کارونو کې مداخله نه کول نیم ادب دی. په دې یوازې هغو پوهېږي، چې نور درک کوي، د وخت په ارزښت پوهېږي او د خپل ژوند مدیریت بریالی روان کړی وي.
له بده مرغه په پښتنی ټولنه کې دا یو دود ګرځېدلی، چې د نورو په کارونو کې دې لاس ووهل شي، هغه لا خبر هم نه وي، کار کې یې ګوتې وهل شوې وي، ډېری مهال خو یې آن خپله برخه د هغه په نه شتون کې ورته جلا شوې وي، بیا یې که خوښه وي او که نه، که رضایت پرې لري او که نه، ور ته بېله کړې یې وي، بس بیا د وچ او لوند کیسه ده، ټاس دی، هوا ته لوړ شو، چې هر شی درته راووت، قسمت پوڼۍ ده، خپله دې ده، بیا ګرځه، له چا یې غواړې، څنګه یې غواړې؟ ښه یې غواړې، بده یې غواړې، دا دا ډول فکرونه به درته روان سمندر ته خبرې کول ښکاري، بیبا یې که که غواړې، همدوی به درته ټنډه ګونځې کړې وي او درته به وایي
- پرېږده مړه؛ ظالمه دا څه نایده دې له ځانه جوړ کړی دی، خو موږ درته وېش کړی کنه، دې کې هم ته ناراضه یې.
بس ته نور مجبور یې، چې دا تریخ غوړپ وکړې او په خوله لاس کېږدې، ځان سره ووایې، (شیخ فریده، پټه خوله دې بهتري ده.) نور له ځایه پاڅې او د دوی له داسې واټن ونیسې، چې هغه د کلیوالو په اصطلاح بیا دې دوربین کې هم ونه ګوري.
ښه ده چې دا مسله لږه نوره هم روښانه کړو، یوه بېلګه ستاسې مخته ږدو.
ستاسې د کلي د مسجد د مازیګر مهال د جماعت لمونځ په (۰۳:۱۵) بجو ادا کېږي، یو کس ستاسې کلي ته څېرمه له یو بل کلی راغلی، له مازیګر جماعت ادا کولو وروسته ناڅاپه تم کېږي، بې درېغه خپله خوله را خلاصه کړي او ووايي:
- دا لمونځ تاسې وختي نه کوئ؟ موږ خو یې په درې نیمې کوو، تاسې یې څنګه یو پاو مخته کوئ، دا خو ډېر وختي دی.
د بل کلي د یو تن دا ډول خبرې کوربه کلی او په ټوله کې د مسجد ملا امام ښه نه تعبېروي او ملامت هم نه دي چې ښې یې تعبیرې کړې، ځکه دلته اصول په نظر کې نه دي نیول شوي، د تېر کلي او د دې کلي ترمنځ د جماعت د وختونو تفاوت د ملا امام کار دی، چې دا کار یې کړی، د املا امام دنده همدا ده، کار – روزګار یې همدا دی، هغه د کال څلور فصلونه، دولس میاشتې او وخت په وخت د خپل وخت د تغېرېدو دنده خپله مخې ته وړي، دا وخت نو باید نه باید مقتدي، نه مسافر او نه د بل کلي څخه راغلي مداخله وکړي، له دې بې اتفاقۍ او جداوالی منځته راځي، چې نه باید داسې وشي. د کلي امام پوه شه او خپل یې مسوولیت.
یوه بله بېلګه؛
تاسې حجره – دېره جوړوئ، یو کس راځي تاسې ته مشوره درکوي:
- داسې یې جوړه کړه، هغسې یې جوړه کړه، دا کار داسې وکړه او هغه کار هغسې وکړه، برنډه شپږ متره کړه، دننه خوني پنځه متره کړه، فرش پکې جوړوه، مرمر یې کړه، پلستر کوه یې مه، کاشیانې یې کړه، د انګړ منځ چمن کړه، او غاړو ته یې ونې نال کړه، دغه راز د انګړ لویه دروازه د کانیټنر والا جوړه کړه، هغه چې یو لوری کشېږي، په دې سره به دې تربوران یو ډول وربړوې.
دا وخت فکر وکړئ، تاسې ته چې دا کس مشوره درکوي، څوک دی؟ څه مو دی؟ خواخوږی مو دی که بدبین؟ تاسې ته یې چې مشوره درکوله، له تاسې یې لومړی اجازه اخیستې وه؟ یا تاسې ترې د مشورې غوښتنه کړې وه؟ یا هم مشوره یې په اورېدو ارزي؟ که ببولالې غږوي، په لوی لاس مو نفاق ته بیايي او که سم لیدلوری درکوي؟
دا هغه پوښتنې دي چې تر هر څه دمخه یې باید ځوابونه ولرئ.
ډېر کله داسې شوي دی، چې د نورو په کارونو کې دې پرته له اجازت مداخله شوې وي، بیا یې ناوړه پایلې هم منځته راغلې وي، ښه ده چې په دې اړه یوه بله روښانه بېلګه ستاسې مخته کېږدو.
که تاسې د کلي – ولس یو واده ته بلل شوي یاست، تاسې د یو کلیوال په توګه د کلیو د څو نورو ځوانانو سره یو ځای د واده کور والا سره د هغوی په حجره – دېره کې د مرستې په پار لستوڼي را بډ وهئ، ملا ورسره وتړئ او په فزیکی ډول ورسره اړینه همکاري کوئ، معنی دا چې د نارینه وو کار ورسره کوئ، لکه د خوړې پخولو لپاره پیاز تراش کوئ، یا هم بانجي رومیان مېده کوئ، یا د اخلي – پخلي ترڅنګ ورسره نوره اړینه مرسته کوئ، دا وخت دا کار تاسې د یو کلیوال سره د ښه نیت او مسلمانۍ په اساس کوئ، څو د ګاونډي هغه حق – حقوق چې پر تاسې یې لري، ځای پر ځای شي، خو اصلا تاسې لا خبر نه یاست چې دا ډول همکاري تاسې ته په بده تمامېږي، یا مو د زړه د ماتېدو لامل کېږي، دا وخت ناڅاپه د واده والا د کورنۍ څخه یو کس چې تره، تربور یا هم د کورنۍ یو بل غړی چې د لیک، لوست او د پوهاوي له قحط سره مخ دی او د جهالت هغه خویونه چې لري، را ووځي، تاسې ته یو ناڅاپه ووايي:
- هلکانو! تاسې پورته کېږئ، زموږ خپل کسان ښه ډېر دي، کارونه هغوی خپله کوي، تاسې ته حاجت نه شته.
دا وخت په دې خبرې سره تاسې د خجالت احساس هم کوئ او هم د ناپوهۍ رمباړې اورئ چې مقابل لوری یې وهي.
دلته څو خبرې دي؛ لومړی خو هېڅ پکار نه وه، چې د کور والا دې دومره د جهالت پړې غوڅ کړي او دا ډول سپک کار دې وکړي، خو له دې دا هم څرګندېږي، چې د نورو په کارونو کې پرته له اجازت مداخله کول اصلا بیا دا ډول ستونزې ایجادوي.
دا ډول کار ستاسې ذهن ته څو ډوله فکرونه در ولي؛
- فکر به کوئ، کېدی شي، دا کار د ټولې کورنۍ په خوښه شوی وي، دا بدمخی یې ورته را مخې ته کړ.
- کېدی شي، د دوی به دا رواج وي، خو بیا هم دا خو هېڅ ښه کار نه دی، ته ورسره ښه کوه، دوی بد.
- موږ خو ولاکه بد کار هم کړی وي، خو د خېر کار مو کاوه، هغه را ته بد تمام شو.
- نن سبا داسې وخت دی، چا سره چې ښه کوې، بد به هرو مرو ګورې، پښتو کې متل دی، (ښه مه کوه، بد نه شته.)
- په پای کې به دوه زړي کېږئ او په دې متل به خپله اقرار کوئ، (چې نه کار، هلته څه کار؟)
نو د دې لپاره چې په ژوند کې د نورو پر وړاندې ځواب ورکوونکې و اوسو او لږ تر لږه له نیمايي ادب څخه برخمن شو؛ بیا ښه ده چې د نورو په کارونو کې پرته له اجازت مداخله ونه کړو، که غواړو نورو سره دې همکار شئ، زړه دې خامخا درد احساسوي، او د پورته حالت څخه هم ځان بچ ساتل غواړئ، بیا ښه ده چې ور ته د همکارۍ ست وکړئ، دا وخت خپله پوهېږئ، چې کار ته لاس کړئ، که د سکوت درېځ غوره کړئ.
هر کار چې کوئ، ښه ده چې لومړی یې په اړه ښه غور وکړئ، بیا وروسته هغه لوری انتخاب کړئ، چې تاسې ته غوره ښکاري، هم به مو حیثیت خوندي وي او هم به مو د نیمايي ادب امتیاز خپل کړی وي.