امام غزالي د اسلامي نړۍ له لویو فیلسوفانو او پوهانو څخه دی. نوموړي ډېر اثار لیکلي دي چې هر اثر یې د اسلامي نړۍ له اړینو اثارو څخه دی. د کمیت او کیفیت له مخې یې یو مهم اثر احیاالعلوم الدین دی، د دې اثر غورچاڼ (کېمیای سعادت) دی.کېمیای سعادت د احیاالعلوم الدین برخې دي. دا کار په خپل وخت کې امام غزالي ځکه کړی و چې احیاالعلوم الدین ډېر لوی اثر و او په کېمیای سعادت کې یې له همدې اثر څخه اړینې برخې اخیستې دي. د احیاالعلوم الدین ټولې برخې خورا اړینې دي، خو د وخت او زمان غوښتنې، د وخت د خلکو لپاره مهم مسایل او ځینې نورو مهمو خبرو له امله دا اثر له احیاالعلوم الدین څخه غوره شوې برخه ده. ما د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منتخبات ترتیب او تنظم کړه او کتاب یې چاپ شو. کتاب ډېر بحثونه لري او هر بحث یې د انسانانو د لارښوونې لپاره دی چې زه یې د کتاب د څو مخونو د متن د لوستلو وروسته یوازې په ځان پېژندنې بحث کوم. مولانا جلال الدین محمد بلخي له شعرونو څخه دې پایلې ته رسېږو چې د امام غزالي مطالعه یې درلوده، په شعرونو کې یې د ځان پېژندنې په اړه خبرې شته، همدارنګه د اقبال په شعرونو کې هم د خودي مفهوم لیدل کېږي او اسرار خودي او رموز بېخودي یې د ځان پېژندنې په تړاو خبرې لري او همدارنګه د پښتو ژبې مفکر لیکوال او شاعر ګل پاچا الفت هم د پورته پوهانو په نقش قدم تللی دی. د ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دي، نو له همدې امله که چا ځان وپېژنده، هغه الله تعالی وپېژنده.
په کېمیای سعادت کې ځان پېژندنه
غزالي په ځان پېژندنه کې په باطن ټینګار کوي، وایي چې یو د انسان ظاهر دی، دې ته کالبد یا ډانچه وايي، رحمان بابا وايي (بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی). انسان د ګنده او له بوی ناکه خټې څخه جوړ شوی دی، روح یې ارزښت لري، که روح جوړ شي، په ټول بدن ښه مشـري کولای شي. ظاهر په سترګو ښکاري او باطن په ظاهري سترګو نه ښکاري، بلکې باطني بینايي غواړي، زړه د باطني بیایي اصلي محور دی او د زړه پواسطه د انسان باطن جوړیدای شي. امام صاحب وايي: یو د زړه ساختمان دی یا هغه جوړښت دی چې په سترګو ښکاری او بل د زړه باطن دی. زړه د نړۍ ټول انسانان لري، خو د هر چا د زړه باطن جوړ نه وي او یا زړه خو حیوانات هم لري چې په سترګو ښکاري، خو د انسان له زړه سره یې توپير په باطن کې دی.
غزالي وايي: د انسان ټول بهرنی او دنننی جوړښت د یو هېواد حیثیت لري، زړه د دې هېواد پاچا او رییس جمهور دی، رییس جمهور په ټول هېواد مشـري کوي، ښه او پیاوړی رییس جمهور پیاوړې او ښه مشري کوي او بې کاره او ناکاره رییس جمهور به په خپلو کارونو کې ناکامه وي. فکر، عقل او دماغ د همدې هېواد د لومړي وزیر دنده په غاړه لري، د پاچا ټولې خبرې مني او بیا یې د هېواد نورو لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کوي، که پاچا سم هدایت وکړي، نو د وزیر لخوا هم سمه لارښوونه د لاس لاندې چارواکو ته کېږي.
د هېواد نور ټول کار کوونکي د بدن عضوې دي، لکه لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، پوزه او داسې نور، که په لاسونو د خیر او د شر کارونه کوو، لارښوونه یې له زړه څخه کېږي، که په پښو جماعت ته نه، بلکې خرابو ځایونو ته ځو بیا هم امر یې له زړه څخه کېږي، که په سترګو ګناه کوو، په غوږونو غیبت اورو او د داسې نورو کړنو لارښوونه له زړه څخه کېږي، ښه زړه د ښه او پرمختللي هېواد استازیتوب کوي او خراب زړه د خراب هېواد. عبثیاتو زړه ته دام ایښی وي چې په خپل نیرنګ کې یې ونیسـي، هغه زړه چې د کار نه وي، ډېر ژر په عبثیاتو اخته کېږي او هغه چې د الله تعالی معرفت تر لاسه کړي، کله هم په داسې دامونو کې نه نیول کېږي. کله چې زړه غواړي اصلي او حقیقي ښکار وکړي، نو معرفت حاصلوي او بیا دا زړه د ځان پیژندنې لپاره سمه لاره غوره کوي.
د انسان ظاهري پنځه حواسه (غوږونه، سترګې، پزه، حس کول او ذایقه) او باطني حواس (تخیل، تفکر، حفظ، تذکر او توهم) د زړه تر فرمان لاندې دي، که زړه پیاوړی او ښه وي، ټول حواس سم کارونه کوي او که زړه ناسم وي، نو ناسم کارونه کوي.
امام غزالي وايي: د چا چې زړه جوړ شو، نو د ځان پېژندلو په مفهوم پوهېږي او کولای شي چې د بدن له ټولو عضوو څخه سمه ګټه واخلي، نننۍ ټولې ستونزې په دې کې دي چې د ځان پېژندنې له مفهومه خبر نه یو.
د نړۍ ټول انسانان بهرني او دننني رغښتونه لري، خو دا چې له دې رغښتونو څه ډول ګټه واخلي، په دې لږ خلک پوهېږي. لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، فکر، احساس، خیال، اخلاق او داسې نور داخلي او خارجي توکي، ټول انسانان لري، خو د هغو خلکو زړونه جوړ دي چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه وي او له خپلو ټولو عضوو څخه سمه ګټه واخلي.
امن چیرته دی
عدالت چیرې دی
انصاف څنګه رعایت کیږی؟
انسانی کرامت څه ډول مفهوم لری؟
عظمت په څه کې دی؟
له ارحم الراحمین ذات سره اړیکی څنګه عملی کیدای شی؟
هو! دکتور هاشمی انسان یو دوه بعدی موجود دی یو بعد یې مادی اوبل باطنی یا معنوی دی.
لنډه داچې انسان په خپل صفت پېژندل کیږی الله ج فرمایی:
افمن یهدی الی الحق احق ان ېتبع امن لایهدی
ستا لیکنه علمی او فلسفی اړخ لری.
د ډاکټر صاحب د پورته لیکنی څخه په مننی سره د یو څو ټکو د بیان اجازه خو به لرم؟
ما څو څلویښت کلونه مخکی د ” کیمیای سعادت ” کتاب لوستی دی.
مرحوم غزالی د اوسنی ایران د شرقی سیمی ( توس ، چی د مشهد په شل کیلو متری کی پروت دی) بچی ؤ. مورنی او پلرنی ژبه ئی فارسی وه چی البته په عربی ژبه کی ئی هم خاص تبحر درلود او خپل آثار ئی په عربی ژبه لیکلی دی ( د احیاء علوم الدین په شمول چی څلور ټوکه دی ) . غزالی خپلی مورنی ژبی ته د خدمت یا د غیر عربو ( فارسی ویونکو مینه والو ) د تنویر او پوهاوی په منظور خپل فقط همدا یو کتاب ( کیمیای سعادت ) په فارسی ژبه لیکلی دی چی البته دا کتاب په حقیقت کی د احیاء علوم الدین یو لنډیز او تلخیص دی.
فارسی متن ئی ( د سبک له نظره ) ډیر خوږ او معتدل او سلیس دی.
که څه هم له فلسفی – کلامی اړخه ئی بیان ډیر پوخ دی خو سره لدی د کتاب عنوان ئی لږ غوندی اغراق آمیز انتخاب کړیدی، ممکن د هر کتاب د لیکونکی مینه دا وی چی د خپل کتاب عنوان ئی یوه شاعرانه ذائقه ولری.
بله دا چی غزالی یوازنی مسلمان عالم دی چی په ۱۹۸۰ کال کی ئی د یونسکو لخوا د زیږندنی ۸۰۰ مه کلیزه ولمانځل سوه.
امام غزالی که «کیمیای سعادت» نوشته فتوا صادر میکند که رازی، ابن سینا و فارابی محکوم به مرگند به خاطر اینکه معتقدند که جهان بوده بوده است. خوب اگر جهان «بوده بوده است» و جهان دیرینه است پس تکلیف صانع چه میشود؟ تکلیف الله چه میشود؟ غزالی میگوید که اینها ادامهدهنده دین مجوسند. در آنجایی هم که نوروز و مهرگان را رد میکند بر این بنیاد است. یا تمام احترامی که به غزالی دارم، وی موسس افراط و افراطیت در دین اسلام است.