جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد سپڅېلو رازونو شاعر / اسدالله غضنفر

د سپڅېلو رازونو شاعر / اسدالله غضنفر

د روان کال ( ۱۳۹۰) د کب په پنځمه نېټه په جلال اباد کې د مصطفی سالک د شعرونو د درېیمی ټولګې (توري ستورٍي) مخکتنه وه. زه وروستی ویناوال وم. تر ما دمخه چې څو کسانو خپلې لیکنې او ویناوې واورولې، کابو ټولو د کتاب په بیتونو کې  بېل بېل انتخاب کړی و. زما په خیال د شاعرۍ د ښه کتاب یوه نخښه دا ده چې مختلف لوستونکي پکې متفاوت بیتونه انتخابوي او ایکې یو لوستونکی هم چې دغسې کتاب بل وخت ګوري، ممکن نور بیتونه پکې خوښ کړي.

ما توري ستوري تر غونډې کابو دوه میاشتې دمخه لوستی و. په دې موده کې مې نور بیتونه هېر شوي او صرف یو بیت مې په حافظه کې پاتې و. دغه بیت چې بل ویناوال ورته اشاره ونه کړه، دا دی:

  دا د وحدت خبره تشه شاعري هم نه ده

 ګنې نو ولې په هر مخ کې پټېدله جینۍ

 دلته شوې خبره اوسنۍ نه ده، ډېرو شاعرانو کړې ده خو سالک چې خپل انداز او د خپل وخت انداز ورته موندلی، خوند یې راکړی دی او په حافظه کې مې پاتې شوې ده.

 د دې خبرې ابتدا له افلاطونه کیږي. د افلاطون په نظر که حقيقت د حواسو په ذريعه پېژندل کېدلاى؛ نوبيزو به هم معرفت درلود، خو داسې نه ده. له ظاهري او محسوسې دنيا ورها خوا داسې کليات او قوانين شته چې د حواسو په ذريعه يې نه پېژنو؛ مگرعقل يې منلى شي او هغه مُثُل (Ideas) دي.

 يو خاص انسان مري؛ خو د انسان (مثال) پاتېدونى دى. دغه دايره چې زه يې باسم ، دا به ورکه شي ؛ مگرد دايرې (مثال) به تل وي. (مثال) خارجي شى نه دى ، چې په حواسو يې وپېژنو؛ بلکې په فکر يې پېژنو. که هغه ټول محسوس شيان، چې يو (مثال) يې نمايده گي کوي، ختم شي، (مثال) به يې بیا هم په خپل ځاى پاتې وي. هر مثلث يوازې يو ناقص مثلث دى، چې يو وخت له منځه ځي؛ ځکه خونسبتاً غير واقعي دى ؛ مگر د مثلث  عام  او اصلي شکل او يا په بله ژبه، د مثلث (مثال) بشپړ او تلپا تې دى . يو نېک عمل تر يوه وخته وي؛ خو د نېکۍ حقيقت (مثال) همېشه پاتېږي. لکه څنگه چې ښکلى شى زموږ حواسوته واقعي ښکاري؛ دغسې (ښکلا) زموږ د فکرلپاره واقعي ده. د يوه شي بشپړ شکل، د يوه شي عمومي بڼه او په يوه شي باندې واکمن قوانين، دا درې واړه مفهومه د افلاطون د (مثال) په معنا کې وينو. د افلاطون په نظر (مثالونه ) ثابت حقايق دي او دا محسوس شيان د هغو د سيوريو او عکسونو حيثيت لري. موږ حقايق نه زده کوو؛ بلکې را يادوو يې. کله چې تر اوسني ژوند دمخه وخت خاطرې  په ذهن کې رابيدارې شي؛ نو گومان کوو نوي څه مو زده کړي دي.

 پلوتینوس چې مونږ یې فلوطین هم بولو، تر افلاطون پنځه، شپږ پیړۍ وروسته په اسکندریه کې اوسېده. دغه حکیم د افلاطون له خبرو ډیر متاثر و. افلاطون تر ډیره حده سیاسي مفکر دی او نورې خبرې چې یې هم کړې دي لوی مقصد یې دا دی چې په خپله سیاسي فلسفه کې استفاده ورنه وکړي خو فلوطین د هغه له سیاسي نظریو سره کار نه لري. ده ته افلاطون عارف ښکاري او ( د مقدسو رازونو څښتن ) یې بولي.

 فلوطین  وویل چې اول اصل ، یو او احد دی. موږ د هغه په باره کې هیڅ نه پوهېږو. دی نوم نه لري. بهتره ده عدم یې وبولو، ځکه وجود د کثرت نخښه ده او دی واحد دی.  دی د هستۍ خالق دی. دی په هر څه کې شته ، د هر څه ابتدا له ده شوې ده. دی (ښه) دی او دی (ښکلی) دی. مونږ (انسانان) مخکې هورې و. زموږ اصلي وطن هلته دی.

 د فلوطین له زمانې کابو درې پیړۍ وروسته چې اسلام راغی او په مختلفو ملکونو کې خپور شو، مسلمانو عارفانو او عارفو شاعرانو د یوناني حکیمانو په نظریو سربېره، د قرآن کریم د آدم علیه السلام  له قصې، چې وایي  آدم  یو وخت په جنت کې و او له اصل سره وصل و، او دغه راز د پیغمبر ( ص) له دې قوله چې خدای ښکلی دی او ښکلا یې خوښه ده، او داسې نورو خبرو الهام واخیست او خورا ښکلې عارفانه نظریه یې جوړه کړه.

 د بلخ مولانا، جلال الدین محمد وایي:

ما به فلک بوده ایم یار ملک بوده ایم   

باز همان جا رویم جمله که آن شهر ماست

خوشحال خټک وایي:

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم

چې له ډېرې پیداییه ناپدید شه

دا هم د خوشحال خټک وینا ده:

خدای پخپله په ښه مخ باندې میین دی

خدای یې واخله چې له ښکلیو یې پرهېز شي

 مولانا جامي فرمایي:

هر آنکو عاشق خوبان مهروست 

بداند یا نداند عاشق اوست

 رحمان بابا فرمایي:

نورهاله د محمد و پيدا شـــوى

چې نه عرش و، نه کرسي وه ، نه سما 

 سعدي وایي:

ندانمت به حقیقت که در جهان به که مانی

جهان و هر چه در او هست صورتند و تو جانی

حمید مومند وایي:

د حمید بلهوسي ناکسي نه ده

لټوي په خپله ورکه پسې هر مخ

 دغسې خبرې په ادبی اثارو کې په مخلتفو بڼو لیدلای شو چې د یوناني فلسفې اغیزې پکې څرګندې دي. په پخوانو کتابونو کې لولو چې د عربو او عجمو په وطنونو کې به ځینو صوفیانو د دې لپاره د ښکلیو کسانو ننداره کوله چې د مجاز په پوړیو د حقیقت بام ته ځانونه ورسوي. د خوشحال خټک په دې بیت کې دغه صوفیانه دود ته اشاره وینو:

 د ښکلیو د جمال په ننداره کې ما خدای بیاموند

 لږ نه دي له مجازه  حقیقت ته رسېدلي

 سالک صاحب چې وایي چې نجلۍ په هر مخ کې وه، منظور یې د ( اصل) او هستۍ تر منځ وحدت ته اشاره ده.

د ښکلا په باره کې تر ټولو مشهوره خبره چې ګواکې له ارسطو پیل شوې ده، دا ده چې په اجزاوو کې یې تناسب وي. که د شل کلن پښې د ماشوم د پښو غوندې وي، بدرنګي یې بولو،ځکه تناسب پکې نشته. د نولسمې پیړۍ د لومړۍ نیمې نامتو مفکر فردریک هګل د ښکلا د تناسب په نظریې باندې یوه ډیره مهمه خبره زیاته کړه. ده وویل چې ښکلا به هغه وخت لا زیاته شي چې د متضادو اړخونو له تناسبه رغېدلې وي. د هګل د دې خبرې د ثبوت لپاره یو ډیر ښه مثال زموږ عرفاني ادبیات دي چې له ازلي معشوق او خاورین حسن سره مینه پکې یو ځای کېږي. عرفاني غزل زموږ په ادبیاتو کې  د مجاز او حقیقت، د جسم و روح او د ګناه او ثواب د یو ځای کېدو لپاره تر ټولو کامیاب قالب دی.څرنګه چې انسان د متضادو او متناقضو تمایلاتو لرونکی دی نو له دغسې شعره او دغسې ښکلا ډېر خوند اخلو.

 د خیر، حقیقت او ښکلا ارزښتونه له پخوا راهیسې  تر نورو اقدارو لوړ او متعال بلل شوي دي. په هغه هنري اثر کې  چې د متضادو اړخونو له وحدته زېږي، په ښکلا سربېره د خیر او حقیقت جلوې هم وینو. څرنګه چې دغسې اثر یو اړخیز نه دی نو حقیقت ته ورنږدې دی او څرنګه چې متضاد اړخونه یې سره پخلا کړي دي نو خیر پکې دی. انسانان مختلفې ګټې ، غوښتنې، ارزوګانې او عقیدې لري. د لوی هنر څښتنان معمولا داسې څه وایي چې مختلفو تمایلاتو ته د منلو وي. دغسې چلند که له یوې خوا د دوی د هنر ستایونکي زیاتوي، له بلې خوا د خلکو د زغم له زیاتېدو او د لید له پراخېدو سره مرسته کوي. همدا وجه ده چې عرفاني ادب چې د متفاوتو او متضادو تمایلاتو رانغاړونکی ادب دی او په کثرت کې یې وحدت راوستی دی، تر ننه پورې لوستونکي او خوښوونکي لري.

 د مصطفی سالک په بیت کې د متضادو اړخونو د یو ځای کولو کامیابه هڅه لیدلای شو. دلته نجلۍ د فلوطین د اصل او واحد یا د افلاطون د مثال ( ایډیه) ځای ناستې ده خو له بلې خوا نجلۍ خارجي واقعیت لري، په حواسو پیژندل کېږي او ممکن بیخي مشخص کس ته اشاره وي. نو ویلای شو چې په دې بیت کې د مادې او معنا، د محسوس او نامحسوس، د صورت او سیرت او د جسم او روح د یو ځای کولو هڅه وینو.

 د بیت په لومړۍ مصرعه کې لولو چې  د وحدت خبره یوازې شاعري نه ده، یعنې حقیقت هم پکې شته. د وحدت د نظریې دغسې یادونه د دې نظریې منکران هم، د خبرې اورېدلو او په دویمه مصرع کې د دغه فکر په ګټه د شوي استدلال منلو ته تیاروي . دغه بیت د دوو متفاوتو لارو پیروان سره نږدې کوي او یو داسې دریځ ورته جوړوي چې دواړه پکې درېدلای شي.

 د سالک صاحب په بیت کې یو بل جالب تناسب چې له تناقضه زیږي ، هم شته. په لومړۍ مصرعه کې لولو چې د وحدت خبره یوازې ذوقي اړخ نه لري خو په دویمه مصرعه کې چې د دې خبرې د سپیناوي لپاره کوم دلیل راوړل کېږي، هغه کاملا ذوقي دی. منظور دا چې د ذوق او استدلال تر منځ هم توپیر نشته او دا ټول کثرتونه د وحدت بېلې بېلې جلوې دي.

مصطفی سالک د خپل وخت د اکثرو شاعرانو په نسبت عرفان ته مایل ښکاري. تصوف په تېرو زمانو کې د خلکو سره نږدې کولو، د قومي، مذهبي او طبقاتي اختلافونو کمولو، د پیرانو په لنګرونو کې  د وږیو مړولو ، د ذهن ارامولو او  د زغم پیدا کولو ته پکار شوی دی. په اوسنۍ زمانه کې خلکو له لوږې سره د مقابلې او د سیاسي حقونو د اخیستلو لپاره نورې لارې موندلي دي او د انسانانو تر منځ برابري په عمومي اصل بدله شوې ده. اوسنی شاعر که پخواني عرفاني نظام ته پوره وفادار پاتې شي، د نوي عصر روحي، اجتماعي او فردي غوښتنو ته به ډېر څه ونه لري؛ خو که د سالک صاحب ملګری شي او د پخواني عرفاني ادب د سمبولیزم د تکرار په ځای په دغو سمبولونو کې نوښت راولي او انتخاب پکې وکړي او دغه راز له تصوف څخه کټ مټ هغه توقع ونه لري لکه پخوانو چې لرله، نو عرفاني ادب ته به نوې جلوې وبخښي او لوستونکي به یې د نوي عصر د سپېڅلیو رازونو څښتن وبولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب