جمعه, اپریل 26, 2024
Home+توري، ستوري / عزت الله شمسزی

توري، ستوري / عزت الله شمسزی

عزت الله شمسزی ||

د ښاغلي مصطفی سالک نوې چاپ شوې شعري ټولګه (توري، ستوري) مې په داسې ورځ ترلاسه کړه چې په کابل کې ډېر ساړه وو. له یوې خوا واورې اورېدې او له بلې خوا د توري ستوري تلوسې مې په زړه کې لمبې کولې چې ژر کور ته ورسېږم او د ښاغلي سالک له نویو شاعرانه رجحاناتو او تمایلاتو نه ځان خبر کړم. د نورو شعري ټولګو پر خلاف مې توري ستوري له لومړي غزل نه پيل کړه. دوه درې غزلونه مې ولوستل، لومړنی احساس مې داو چې ګوندې د سالک د زړه د وارداتو انداز او د بیان شکل بدل شوی، خو کله چې ورو ورو د کتاب منځ او د سالک د فکرونو او تجربو ژورو ته ننوتم، پوی شوم چې لا دسمندر په غاړه کې يم، ژورو ته يې چې يو عالم مرغلرې په کې پرتې دي نه يم کوز شوی.

سالک په توري، ستوري کې د خپلو نورو ټولګو په شان خپل اسلوب او تفکري انداز ساتلی، له ژوند سره روان تصویرونه، تجربې او احساسات یې په داسې ژبه بيان کړي چې د هر شعر تر شا یې د یوه سپېڅلي انسان د زړه درزا احساس کېږي. که توري ستوري په غور سره ولوستل شي نو د پسرلي د نسیم نرمې وږمې، د توپاني موسم رعد و برق او د سوځنده ګرمۍ د شدت انځورونه ټول په کې موندلی شو. هغه څه چې په دې ټولګه کې ماته ډېر په زړه پورې دی، هغه دحقیقي جذباتو او نفسیاتو بیان دی. سالک نفسیاتي مسألې دیوه ذهني معالج په سترګو نه، بلکې د احساس په سترګو ګوري او بیا له همدې نفسیاتي مسألې نه رازېږېدلې اغېزې او تجربې داسې شاعرانه کوي چې د ظاهري ښکلا ترڅنګ باطني محاسن هم په کې موندلی شو.
په ګلونو کې لمبې مې هېرې نه دي
لا د کلي لوپټې مې هېرې نه دي

شعر پوهان په دې اند دي چې شعر په غیر عادی ژبه د احساس او جذبې بیان دی، د ښاغلي سالک دغه غزل سر ترپایه د احساس له همداسې متحرکو تصویرونو، جذبو، تجربو او د زړه له خبرو ډک دی. په ګلونو او لوپټو کې هغه لمبې چې لمس کېدلای نه شي خو شاعر د بصري حس په وسیله احساس کړي په ډېره هنري توګه یادې شوي. دګلونو او لوپټو په دغه بیت کې د شاعر جمالیاتي مطالعه او د ښکلا پنځونې ځواک هم معلومېږي چې څنګه طبیعت کې پرتو ښکلاو ته له یوه او بل سره شاعرانه تړاو ورکوي او بیا ترې یوه نوې ښکلا پنځوي

په توري ستوري کې د نفسیاتو د بیان ښې بېلګې زیاتي دي. مګر، هغه څه چې د لوستونکي پام ځان ته وراړوي، هغه یو څو زړور بیتونه دي چې دخوشحال بابا په څېر په کې د وخت، چاپیریال، دود او دستور له وېرې پرته په ښکاره ناره شوې چې ګواکې خوله یې ورکړې ده:

زه د هغې جینۍ لالی پاتې یم
ملګرو ځکه خو زلمی پاتې یم.
وایي چې ډېرې جینکۍ دي په کې
سالکه زه چې ستا کلام ګورم
ویل دې زه به تاوانېږم پر تا
جرګې خو داسې فیصله ونه کړه.

ځینې مسائل چې ښاغلي سالک په جرأت سره بیان کړي، طبیعي دي او د ټولنیزو علومو له مخې انسان له فطرتي پدیدو او پېښو څخه نه شي تښتېدلی. دغه اظهارات چې سالک يې کوي ښایي د ډېرو شاعرانو زړونه یې وغواړي. مګر یا به یې د ظاهري ریا له مخې نه کوي او یا به د ټولنې د دود دستور له ویرې د زړه خبره دومره مغلقه کوي چې معنا یې فقط له ده سره وي. سالک په دې مجموعه کې د نفسیاتو د بیان لپاره دوه نوي کارونه کړي؛ یو خو یې خپل نفسیات او تجربې په ډاډه زړه او پرته له کومې ویرې بيان کړي، بل يې ژبه دومره ساده او انځورونه دومره ښکلي او راڼه دي چې ما غوندې انسان ترې په يوه ځل لوستوخوند او الهام دواړه اخیستلی شي. دا لاندې بیتونه وګورئ، داسې روان دي لکه سالک چې زموږ مخې ته ناست دی، له چا سره محاوره کوي او موږ یې اورو او وینو:

ما خو دې هېچا ته کیسه ونه کړه
خو تا تر اوسه راته ښه ونه کړه
ستوري به څه راته کیسې کوي اوس
هغې زموږ کلي کې شپه ونه کړه
شاعرې ماته خو الهام ونه شو
نن دې څه ښکلې زمزمه ونه کړه
شک مې پیدا شو په شوخۍ دغزل
چا د پخوا غوندې لمبه ونه کړه
زما په تریخ ژوند کې به څه پاتې شي
یوه خبره دې خوږه ونه کړه
او یا هم:
غلې شوې څومره عجیبه دې وکړه
ګرانې دخپل زړګي کیسه دې وکړه
اوس دې چې توان دی نو خبرې کوه
چې ډارېدمه ترې هغه دې وکړه …….. تر پایه ټول غزل

یوه موضوع چې یادول یې اړین دي، دا ده چې ښاغلی سالک په پښتو سربېره نړیوالو ادبیاتو کې هم د ژورې مطالعې خاوند دی. زما په نظر، د دې مجموعي د ژبې ساده کول یو شعوري کار دی. سالک نوي ترکیبونه، محاورې، تشبیهات او مدعا مثل ټول په دومره هنري ژبه په شعر کې کاروي چې لوستونکی ډېر وخت فکر کولو ته نه اړباسي. د نړیوالو اپروچ اوس مهال دا دی چې لوستونکي یا اورېدونکي ته باید د وخت د کمي له امله نېغ په نېغه، صریحه او ښکاره (straight forward ) خبره وشي. زه نه پوهېږم چې په شعر کې دې نظریې ته څومره ځای شته، ځکه ځينې شعر پوهان په دې اند دي چې که شعر یو څه مبهم نه وي نو ښکلا به یې کمه وي، ددوی په اند که مبهم وي هر لوستونکی یې ښایي د خپل فکر او طبعې له مخې تفسیر او تحلیل کړي. د ښاغلي سالک پر دې شعري مجموعې په ټولیزه توګه دا اطلاق هم نه شي کېدلی چې له مخې یې د شعر ښاپیرۍ په حجاب کې نه دي راوستي. کله کله لوړ فلسفیانه فکرونه او صوفیانه خیالونه د راز په ژبه په دومره واضح انداز بیانوي چې د موضوع او کیفیت له لحاظه بېلابېلې ماناوې ترې اخیستلای شو:

خدای هم نه وینو نقاب کې زنده ګي ده
پښتنې ستا په حجاب کې زنده ګي ده
سرکشي مې ستا په غېږه کې ویده شي
لکه موج مې په دریاب کې زنده ګي ده
که مې ګورې ستا د شونډو تصور یم
لکه رنګ مې په ګلاب کې زنده ګي ده
—-
ماته ښکاره ده د شبنم او دګلاب فلسفه
زما په غېږه کې بس ستا د غوړېدو کیسه ده
ته نظریه په محبت کې د تعمیر نه لرې
تاته خو زړونه ماتول هم د بنګړو کیسه ده

په دغه غزل کې چې ښایي هر څوک ترې بېل بېل تعبیر واخلي، په حجاب کې ښکلا د شرق د فلسفیانو د ښکلاپېژندنې هغې نظریې ته اشاره ده چې ددوی په نظر که حسن په حجاب کې وي نو ارزښت یې زیات دی.

یوه نیوکه چې په ځانګړي ډول د ښاغلي نورالحبیب نثار له خوا په یو شمېر ځوانو شاعرانو کېدله هغه دا وه چې په مضمون او محتوا کې دومره ورک شي چې د شعر موسیقیت ترې هېر شي. د ښاغلي سالک دتوري ستوري ټولګې په زیاترو غزلونو کې شوخي، مستي او موسیقي له ورایه ښکاري او له تصویرونو مالامال دی چې یوه بېلګه به یې وړاندې کړو:

ستا قدمونه ټوله لار شرنګوي
زما په زړه کې هر یو تار شرنګوي
په دسمالونو دې بنګړي وتړه
دا خو فتنه شوه دا خو ښار شرنګوي
دغه شاعر خپلې سندرې سره
یوه جینۍ لکه ستار شرنګوي.

او یا هم دا غزل چې له موسیقۍ سره سره ښکلي تشبیهات هم لري:

اشتیاق په سرو ګلونو کې موسکی شو
پېغلتوب یې باغي کېږي پسرلی شو
کوم داغلي زړه قیامت شپېلۍ وهله
زړه مې جګ له هدیرې لکه ریدی شو.

د جانان په غېږه کې د سرکشیو ویده کېدل، په ګلونو کې د اشتیاق موسکا، د زړه او ریدي ترمنځ مناسبه تشبیه او ورته د مناسبې زمینې برابرول، د ګلاب او د شبنم فلسفه، په محبت کې دتعمیر نظریه او نور ټول هغه څه دي چې زیات بحث ورباندې کېدلی شي. د سالک له ځینو شعرونو داسې ښکاري چې په لاشعور کې یې پرتې پېښې او انځورونه کله کله د آتشفشان غرونو په شان په فوران راځي، په خیال کې یې وده کوي او د شعر په جامه کې راوځي. دغه تصویرونه چې له یوه خاص موقعیت نه راوځي، په خاص حالت کې لیکل کېږي نو همداسې یو خاص خوند هم لري. “کلینت بروکس” او ” رابرت پن وارن” دواړه په همدې عقیده دي چې تجربې په خیال کې وده کوي او د انسان خیالونه له طبیعت او د هغه له شخصي تجربو نه سرچینه اخلي. سالک چې له کلي نه ښار ته راغلی شاعر دی، هغه څه یې چې د کوچنیوالي او زلمیتوب پر وخت په ذهن او لاشعور کې ذخیره کړي، هماغه د ژوند نایابه شېبو او پېښو یې نن د تجربې په شکل په خیال کې وده کړې اوپه شعرونو کې یې موږ ته وړاندې کړي دي.

په پای کې باید یادونه وکړم چې توري ستوري غزل لیکونکو او د غزل مینه والو ته ډېر څه لري. دکتاب ډیزاین، قطعه او صحافت کې هم ډېر کوښښ شوی چې تقریباً له غلطیو نه پاک دی. زه ښاغلي سالک ته ددې کتاب د چاپ مبارکي وایم او په دوو ښکلیو بیتونو به یې لیکنه پای ته ورسوم چې د ماضي ښکلي تصویرونه له موږ سره شریکوي:

د ارواګانو به نظر راشي
که زلمیتوب او پېښور راشي
زه په اخبار کې ستا غزل لولمه
او مرکې ته “قلندر” راشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب