دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د امریکا د خبرداري په تړاو د حکمتیار ضد و...

طالبانو ته د امریکا د خبرداري په تړاو د حکمتیار ضد و نقیضې ادعاوې

تاند (جمعه، د قوس ۱۷ مه) د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه، خو ضدو نقیضو څرګندونو کې ادعا کړې چې امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو رژیم ته د ټولګډونه حکومت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي چې که دا غوښته یې زر ونه منل شي، له مخالفانو به یې ملاتړ وکړي..

 حکمتیار خپلو یو شمېر بهر مېشتو پلویانو سره په یوه پرلیکه ناسته کې ویلي چې د افغانستان په تړاو د امریکا «لهجه» بدله شوې او «دریځونو» کې یې هم بدلون راغلی دی.

د هغه په خبره، امریکا طالبانو ته ګواښ کړی که شرایط یې و نه منل شي د دوی د مخالفینو ملاتړ به پیل کړي.

هغه امریکا، روسیې او ناروې کې د طالب ضد څېرو وروستیو غونډو ته په اشارې ویلي، داسې ښکاري چې د دې ټولو تر شا څه شته او امریکا د یوې نوې لوبې په لټه کې ده.

 حکمتیار د خپلو دغو ادعاوو په اړه په ورته مهال له دوو اصطلحاتو کار اخیستی.

هغه یو ځل دا ډول خبرې «حقیقت» او بل ځل « افواهات» وګڼل او بیا یې په پرله پسې ډول د خپلو خبرو لپاره له «ویل کیږي» ټکي کار واخیست.

حکمتیار له طالبانو وغوښتل چې د امریکا د غوښتنو په اړه وضاحت ورکړي.

خپله هغه ونه ویل چې دا معلومات یې له کومه کړي او په کوم هدف دا خبرې په عام محضر کې رسنیز کوي.

ګلبدین حکمتیار چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کابل کې پاتې دی، د دوی د واکمنۍ په لومړیو وختونو کې یې په پرله پسې ډول د جمعې لمانځه د خطبو پر مهال د طالبانو د ملاتړ تر څنګ د دوی پر رژیم ضمني نیوکې کولې.

هغه اوس هم د طالبانو رژیم ته «د کابل حکومت» اصطلاح کارولې ده.

طالبانو بیا ظاهراً د همدغو نیوکو په غبرګون کې د هغه د جمعې ورځې پر امامت او خطبو بندیز لګولی او د نورو ګوندونو په شان یې د ده په مشرۍ ګوند هم لغوه کړی.

له دې سره، د ښاغلي حکمتیار اړوند «بریا» تلویزون لا هم فعال دی چې د هغه نظریات او ویناوې خپروي.

د ښاغلي حکمتیار څرګندونې په داسې مهال دي چې څه موده مخکې یې د ګوند د رهبرۍ غړي کریم امین د یوې مرکې پپه ترڅ کې د افغانستان د قضیې د حل لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په ګډه د یوې حل لارې پر جوړولو د هڅو خبر ورکړ.

امین دغه طرحه زر عملي کېدونکې او د افغانستان د ستونزې له حل سره مرستندویه ګڼلې وه.

یاده طرحه څه موده مخکې رسنیزه شوه چې اوغلو پکې د طالبانو رژیم سره د نړیوالې ټولنې د مشروط تعامل وړاندیز کړی و.

په دغه طرحه کې د طالبانو لخوا د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پيل، د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو، د نجونو د زده کړو او ښځو د حقونو پر ورکولو او د نړیوالو لخوا د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو ټینګار شوی و.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم د یوې وینا پر مهال له افغانستانه بهر د دوی د مخالفانو د وروستیو غونډو جوړېدو ته په اشارې وویل چې دا غونډې د دوی د رژیم د نسکورولو په موخه جوړیږي.

ستانکزي په ورته وخت کې دا غونډې بې پایلې او بې ګټې وګڼلې او جوړونکو ته یې په خطاب کې وویل چې افغانان ترې خوابدي دي او نور اعتبار نه ورباندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب