دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهبایډن: له افغانستانه د ګواښونو د کنټرول لپاره مو دغه هېواد نه...

بایډن: له افغانستانه د ګواښونو د کنټرول لپاره مو دغه هېواد نه بهر ځواکونه ګومارلي

تاند (جمعه، د قوس ۱۷ مه)د  امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي چې له افغانستانه د احتمالي ګواښونو د کنټرول لپاره یې له دغه هېواده بهر ځواکونه ګومارلي.

نوموړي د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي چې امریکایي ځواکونه په سیمه کې له افغانستانه “احتمالي ګواښونو” ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو دي.

د بایډن په لیک کې راغلي: « امریکایي ځواکونه له افغانستانه بهر ګمارل شوي چې له افغانستانه د امریکا خاورې او ګټو ته احتمالي پېښېدونکو ګواښونو ته ځواب ورکړي.»

د متحدو ایالتونو ولسمشر د خپلو دغو ګومارلو ځواکونو ځای او نور معلومات نه دي په ډاګه کړي.

امریکا له طالبانو سره د سولې تړون څه باندې دوه کاله مخکې په قطر کې لاسلیک کړ او د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې په افغانستان کې د خپل سفارت سرپرستي هم د قطر هېواد ته وسپاره.

قطر امریکا متحده ایالتونو ته پوځي اډې او د طالبانو رژیم ته سیاسي دفتر هم ورکړی.

ګومان کیږي چې امریکایي ځواکونه به له همدغه هېواده د افغانستان وضعیت څاري.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت دیپلوماتان هم خپلې چارې له قطره مخته وړي او د دغه هېواد لپاره د زیاتو نورو هېوادونو دیپلوماتان هم په قطر کې دي.

د طالبانو چارواکو وخت په وخت پاکستان تورن کړی چې د افغانستان فضا ته یې د امریکایي الوتکو د څارونکو پروازونو لاره ورکړې ده.

طالب چارواکو د افغانستان له خاورې ټولو هېوادونو ته د خطرونو پېښیدل بې اساسه ګڼلي، خو د بایډن تازه خبرو ته یې غبرګون نه دی ښودلی.

بایډن یادې څرګندونې له هغې وروسته کوي چې څه باندې یو کال مخکې یې د کابل په شېرپور سیمه کې د یوه ډرون برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب