شنبه, جولای 27, 2024
Home+د نورستان په اسطورو کې د سېمرغ یادونه او تاریخي مخینه

د نورستان په اسطورو کې د سېمرغ یادونه او تاریخي مخینه

څلورمه برخه

[۴]

لیکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

د واما د کلي خلکو په افسانو کې راغلي دي:

يوه نجلۍ چې پروکام نومیده، له يوې نرۍ غاړې يې د تېرېدو هوډ کاوه، هلته عقاب په خپل وزر ووهله او نجلۍ لا واده کړی نه وه چې حامله شوه، نجلۍ د ځان خلاصون په موخه ډېر دليلونه وویل، خو د کلي خلکو ونه منله او هغه يې ملامتوله او هغه يې د ناجايزه حامله مېرمنو ډلې ته واستوله، پروکام هلته ولادت وکړ او دوه کوچنيان يې نړۍ ته راوړل.

د يو کال له تېرېدلو وروسته له خپلو کوچنيانو سره يو ځای خپل کور ته راغله، ياد ماشومان لا اووه کلن و چې دښمنانو د واما په کلي برید وکړ، هغه دوه ماشومانو هم تيرو کمان (غشي) په اوږه کړل او له نورو جنګياليو سره د جګړې میدان ته ولاړل. هر غشی چې د هغوی له کمان څخه وته، په دښمن لږېده او هغه يې په ځمکه ګوزاروه او په دې ډول هغې دوه ماشومانو څلور زره دښمنانو ته ماتې ورکړه.

په همدې ډول د ديموتا اسطورې په يوه برخه کې چې د نیشيي ګرام کلي په خلکو کې د ټولو عامو او خاصو خلکو په خوله ده راغلي دي چې د کلي د نامتو سړي يواځينۍ لور چې تر اوسه يې واده کړی نه و، يو ځل يوازې د خپل پلار بانډې (دېرې) ته روانه وه. عقاب يې په اوږه کښېناست او له دې پېښې وروسته نجلۍ حمل واخیست، د موضوع له رسوا کېدو وروسته نجلۍ هڅه کوله، هغه څه چې پېښ شوي دي، خپل مور او پلار ته تشـريح کړي او هغوی ته قناعت ورکړي، خو پلار يې اماده نه و چې پېښه د يو حقیقت په ډول ومني.

د کلي شورا پرېکړه وکړه چې نجلۍ دې د ولادت تر وخت له کلي څخه بېرون ولیږل شي او د حامله مېرمنو ځانګړي ځای ته ولاړه شي.

د يو څه وخت له تېرېدو ورسته نجلۍ ولادت تر سره کړ، زوی يې پيدا شو چې نوم يې ورته (ديمو) کېښود او په درې ورځو کې يا په بله وينا په اووه ورځو کې يې د خبرو لپاره خوله خلاصه کړه، له خپلې مور څخه يې تیرو کمان (غشي) وغوښت او ويې ويل: په هر ځای کې چې زما غشی ولويد په هماغه ځای کې راته کور جوړ کړئ. ماشوم غشی پورته لور ته خوشې کړ او د کلي په يوه سيمه کې غشي ولوید او هلت یې ورته کور جوړ کړ. په وروسته پېښو او هغې ته اړوند نورو داستانونو کې ليدل کېږي چې له هغه څخه نه مړ کېدونکی شخص جوړ شو، تر دې چې په يو ځای کې ووژل شو او د رب النوعيت پړاو ته لوړ شو او خلکو د هغه په نوم قرباني کوله.

 د وايګل کلي اوسېدونکو په يوه بله اسطوره کې مو ولوستل چې يوښ يا ديو ( د شر او بدۍ رب النوع) هر کال د کلي يو اوسېدونکی په دې پلمه د قربانۍ په ډول اخیسته چې د کلي خلکو ته به پسرلی راوړي. خلک د ديو له کړنو څخه په تنګ شول او د يتيم هلک په رهبرۍ د (د خير او نيکۍ) رب النوع په لټون پسې له کلي څخه وويل چې د ياد ديو له شر څخه ځان وژغوري. لټوونکي کسان پرته له دې چې پوه شي د ديو په لومه کې ولويدل، يتيم هلک د هغه لارښونو د دقیق عملي کولو په مرسته چې خور يې ور زده کړي و، یوه ډله خلک د ديو له شره وژغورل.  له هغې څخه وروسته لټوونکي د رب النوع له موندلو څخه ناهيلي شول، په دې وخت کې (سون نینگڅه ـ son niŋcǝ) طلايي الوتونکي چې (د هماغه سيمرغ ډول دی) پيدا شو، د يتيم هلک په اوږه کښېناست او د کلي خلکو ته يې ښکاره کړ چې دا هماغه رب النوع دی چې دوی يې پلټنه کوي. په پایله کې هغه الوتونکی د (دۍ) په نوم د خلکو د ملاتړ په موخه د شر رب النوع سره د جګړې مېدان ته ننوته، ديو يې له منځه يوړه، دۍ او ديو له شر څخه د خلکو د ژغورنې لامل شول، له هغې څخه وروسته د وايګل په دره کې (دۍ) د (نينګڅه) د رب النوع په نوم ياديده او ورته قرباني تر سره کېده.

د بېلګې په ډول د ماندي رب النوع (موني يا ماني رب النوع) چې د پارون په دره کې يې ډېر شهرت درلود او کله کله په اسطورو کې د نر عقاب په ډول څرګند شوی دی.

د نورستان په ځينو مذهبي اساطيرو کې ارباب الانواع د زور او قدرت لرلو سره سره کله کله له ښکرونو او يا وزرو سره مجسم شوي دي.

د واما کلي د (سايه ګرام) سيمې په يوه حکايت کې راغلي دي چې د (اچڼو واما) خلکو ايندر کوڼ (د ايندر رب النوع بڼ) ونيوه او په خپلو منځونو کې يې وويشه او يو ښه سړي له دې باغ څخه برخه وانخيسته، کله چې خلکو له هغه پوښتنه وکړه چې ولې له بڼ څخه برخه نه اخلي؟ د بڼ يوې برخې ته يې اشاره وکړه او ويې ويل: که د بڼ هغه برخه چا نه وي اخيستي، غواړي هغه خپل ملکيت وګرځوم. په دې وخت کې يو عقاب د بڼ تر څنګ د غره په څنډه کښېناست، د (اچڼو) خلکو زرګونه غشي د عقاب پر لور ګذار کړل، خو د (ايندر د لطف له امله) غشي ټول خطا لاړل او عقاب روغ پاتې شو. دغې عقاب د غره يوه څنډه درې وارې په خپل وزر ووهل او د غره تېږې يې د (اچڼو) د خلکو په لور وغورځولې، په دې ډول د (اچڼو) ټول وګړي ووژل شول، خو يوازې هغه ښه (متواضع) سړی ژوندی پاتې شو او يوازې هغه لاس يې چې په هغې يې د باغ څنډې ته اشاره کړې وه، قطع شو.

هغه تباهي چې په وروستي داستان کې ياد شو، د ايندر رب النوع امر او صلاحيت و چې د بڼ مالک ياد شوی دی، خو هغه کړنه چې عقاب يا سيمرغ يې په خپل ځواک تر سره کوي، په حقیقت کې هغه ايندر رب النوع دی چې د عقاب په شکل ظاهر شوی دی. ويل کېږې چې د (ایندر اما ـ  Indr amā) عبادت ځای چې د واما په کلي کې موقيعت لري او د ايندر رب النوع کور بلل کېږي، د قيمتي توکو له ډلې د سرو زرو الوتونکي پکې شتون لري. (۱۴)

د دې پېښې د نوعيت په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو کولی شو حدس ووهو چې دا موجود هماغه عقاب يا سيمرغ دی چې د مجسمې په جوړلو يې درنښت تر سره شوی دی.

د پورته توضيحاتو روښانه کول کولای شي په اريايي اسطورو او د نورستان  خلکو په افسانو او اسطورو کې د سيمرغ د پدېدي تړون روښانه کړي. په نورستانیانو کې د سيمرغ سوژه د عقاب او طلايي الوتونکي په ډول راغلې ده، خو کومې کړنې يې چې تر سره کړي دي، د هغې له امله سيمرغ لوی او خارق العاده بلل کېږي. په دې مانا چې د هغه سيمرغ مانا چې په نورستاني افسانو کې د عقاب يا طلايي الوتونکي په نوم ياد شوی دی، يزداني څهره يې درلوده او خلکو ته يې خير رساوه. که په نورستاني اسطورو کې غور وکړو، د سيمرغ د سوژې په اړه به يو څه مشترکاتو سره مخ شو چې په اريايي او نورستاني اسطورو کې موجود دي چې دلته ورته لنډه اشاره کوو.

۱. د سيمرغ يزداني څهره لرل: که څه هم په اريايي اسطورو کې سيمرغ يزداني او د هغې برعکس څهره لري، خو په نورستاني اسطورو کې سيمرغ ډېر يا خو ټوله يزداني څهره لري.

۲. که د ځواک موضوع ته پاملرنه وکړو، نو په شاهنامه کې سيمرغ زال خپلې ځالې ته وړي او هلته يې تربيه کوي او له هغه سره مرسته تر سره کوي، په نورستاني اسطورو کې سيمرغ د خپل وزر په مرسته غر له ځايه بیلوي او موني يې له دوزخ څخه وويسته او د وايګل خلک يې د ديو له شر څخه وژغورل.

۳. که د سيمرغ وزر په شاهنامه کې جادو پيدا کوي. نو په نورستاني اسطورو کې عقاب د يوې نجلۍ په اوږه له ناستې څخه وروسته په هغې سحر او جادو تر سره کېږي.

۴. هماغه ډول چې په شاهنامه کې يادونه شوې ده، سيمرغ د غرونو له سره په يو وار صحنې ته رازي. په نورستاني افسانو کې هم عقاب يا طلايي الوتونکی د غرونو له څوکو او له ځنګلونو څخه په يو وار صحنې ته داخلېږي.

۵. د اسطورو په دواړو ګروپونو کې سيمرغ او شاهين خارق العاده کړنې تر سره کوي.

۶. که چېرې سيمرغ له زال سره مرسته کړې او د هغې د ژغورنې لامل شوی دي، په نورستاني اسطورو کې عقاب له دوزخ څخه د موني(رب النوع) د ژغورنې او د يوښ (د شر رب النوع) په وژنه له ديو څخه د کلي خلکو ژغورنې لامل شوی دی.

۷. په شاهنامه کې سيمرغ په خيالي ډول د زال روزنه تر سره کوي او د يو زورور او ځواکمن انسانان په ډول يې عيني جهان ته واردوي او په پېښو کې د يو ځواکمن انسان په ډول تبارز کوي. په نورستاني اسطورو کې هم همدا ډول دی، عقاب د يوې باکره نجلۍ په اوږه کښيني، نجلې حمل اخلي او يو هلک زېږوي چې په ټولنه کې د زال په څېر د يو ځواکمن او لوی انسان په شکل را څرګندېږي.

۸. په شاهنامه کې هېڅکله د سيمرغ څهره او ښکلا ته پاملرنه نه ده شوې، بلکې لویوالی او زال ته يې د لوی خدمت تر سره کولو ته پاملرنه کېږي. په نورستاني اسطورو کې هېڅکله د عقاب څهرې او ښکلا ته پاملرنه نه ده شوې، بلکې کړنې او کردار يې د پاملرنې وړ و، په پايله کې د عقاب نيکو او ګټورو کارونو ته د درنښت په موخه کله کله د (سون نينګڅه) (د سرو زرو عقاب) په نوم ياد شوی دی او توصيف يې شوی دی.

دا تعريف يې د طلايي والي له امله نه دی شوی، د درنښت او معنوي تکريم لپاره يې تر سره کېږي. لکه په ديني اسطورو کې يمرا رب النوع د (سون موک) په نوم طلايي مخ يمرا باندې تعريف شوی دی.

۹. په شاهنامه کې د سيمرغ د سوژې او په نورستاني اسطورو کې د عقاب سوژې له پرتلنې څخه دا څرګندېږي، که چېرې د سيمرغ ټاکنه د يو مهربانه، ځواکمن او جادويي الوتونکي په ډول اريايي فرهنګ او مذهب کې ريښه لري، دا په دې مانا ده چې اريايانو د غرونو رب النوع باندې باور درلود او د دې رب النوع د واک او مهربانۍ د تمثيل لپاره يې سيمرغ د لوړو غرونو په سر الوتنه کوي او ځاله جوړوي، ټول هغه صفتونه چې دوی یې د غرونو رب النوع ته اړوند بلي، هغه يې سيمرغ ته منسوب کړی دی. په همدې ډول د سيمرغ ټولې کړنې د يو الوتونکي له توان څخه پورته د يو ځواکمن او مهربانه رب النوع په کچه دی چې په انسانانو مهربانه دی. څرنګه چې په مېتولوژي يا د نورستان په پخواني اسطورو کې د ارباب الانواعو په اړه له دې ډول توصیفونو او تعريفونو سره ډېر مخ کېږو.

د پورته ورته والي په پام کې نيولو سره کولای شو پایله تر لاسه کړو چې د سيمرغ نظر په پخواني اريانا کې شتون درلود، په همدې لید او فکر د نورستان  خلکو په افسانو او اسطورو کې نه يوازې دا چې شتون لري، بلکې په بېلا بېلو افسانو کې بېلا بېل کرکټرونه لري او آن د يو مهربان او حقیقي رب النوع په څهره کې څرګند شوی دی.

د نورستان اسطورې| ژباړن سیداصغر هاشمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب