شنبه, جولای 27, 2024
Home+د نورستان اسطورې| ژباړن سیداصغر هاشمي

د نورستان اسطورې| ژباړن سیداصغر هاشمي

د نورستان په اسطورو کې د سېمرغ شتون

درېیمه برخه

[۳]

لیکوال: سمیع الله تازه

د فلکوریکو ادبیاتو د يو انساني ډلې د ليد، فکر، مادي او معنوي ژوند ډول، لوری او هویت بیانوي او هغه کېدای شي يو ملت او يو قوم وي، ادبیات که له يوې خوا په يو څرګند وخت کې د يوې بشـري کتلې د فکر د ډول استازیتوب کوي، په همدې ډول کولای شي پخواني ادبي غنا نسل په نسل انتقال کړي. ادبیات هغه وخت غني کېږي چې بشري نسلونه د پخوانيو اثارو او افکارو ساتنه وکړي او نوي او غوره شيان له هغه سره زيات کړي. دا طبیعي ده چې ځينې ادبي پېښې د انتقال په جريان کې له ذهنونو وځي او يا يې بڼه بدلېږي او يا هم د پاملرنې تر ټولو په لوړ ځای کې ځای پر ځای کېږي او د تل لپاره په ذهنونو کې پاتې کېږي.

د پخواني اريانا فرهنګ د ويدي او اوستايي تمدنونو په کتبي اثارو کې ساتل شوي دي چې د ډېرو فکري سوژو لرونکي دي چې دې ډله خلکو له ځانه د يادګار په ډول پريښي دي، د دې دوو تمدنونو د مفاهيمو يوه برخه د وخت په تېرېدو له ذهنونو څخه وتلي دي او ځينې کلتوري سوژې يې په بېلا بېلو اريايي قومونو کې اوس هم ژوندي دي او اوس هم ليدل کېږي. دلته د دې موضوع پلټنه کوو چې د سيمرغ سوژه څه ده او څه ډول د بېلا بېلو موضوعاتو د بیان لپاره د پاملرنې وړ وګرځېده، په همدې ډول غواړم ووايم چې دا سوژه اوس هم په بېلابېلو اريايي قومونو کې اوريدل کېږي.

سېمرغ په شاهنامه کې د داستان له کرکټرونو څخه دی چې په نوې بڼه اسلامي ادبیاتو ته هم لېږدول شوې ده او ګڼ شمېر ليکوالو د خپلو فلسفي افکارو د بیان لپاره له سېمرغ څخه د سېمبول په توګه ګټه اخيستې ده. فردوسي له هغې څخه يوازې د خپل داستان د تقويي لپاره ګټه پورته نه کړه، بلکې هغه یې د فارسي ـ دري ادبیاتو په اډانه کې ځای او تل پاتې کړ. په هغه ډول چې د هېواد نامتو تاريخ لېکونکی مرحوم کهزاد ليکلي دي:

هغه داستانونه چې په شاهنامه کې نقل شوي دي، د ويدونو او اوستا کيسې نقلوي چې د هغې ټوله نيمه برخه داستاني، نيمه اسطوروي او نيمه تاريخي دي.

له دې وړاندې چې د نورستان خلکو په اسطورو کې د سېمرغ مفهوم روښانه کولو په لټه کې شو او له شاهين يا عقاب سره چې په اريايي افسانو کې د هغه يادونه شوې ده، د سیمرغ توپير واضیح کړو، لومړی په پخواني اريانا کې د سیمرغ تصور او شتون د بحث لاندې نيسو. په اريايي اسطورو کې د سيمرغ شتون لرغونو دورو ته رسېږي، خو سېمرغ چې د شاهنامې په داستان کې مهمه ونډه لري، ځای يې د البرز غر ښودل شوی دی. سيمرغ په (هوښیار پوه) په اسطوره کې ښودل شوی دی چې په پټو رازونو خبرېږي، زال یې لویوي، د خپل وزر لاندې يې ملاتړ کوي او له اسفنديار سره د جګړې پر مهال له رستم سره مرسته کوي. په پخوانيو اثارو کې، په ځانګړي ډول په اوستا کې ويل کېږي چې سيمرغ يو الوتونکی دی چې لوی وزرونه لري، د روغتيا بخښونکې ونې (هرویسپ تخمک) چې د ټولو بوټو تخم لرونکی دی، په سر ځاله لري. په اوستا کې د سيمرغ کلمه د مرغوسين په ډول راغلی دی چې لومړی جز يې مرغه او دویم جز يې د (سين) په شکل دی چې مستشرقين دا کلمه د شاهين او عقاب ژباړه ګڼي.

پور داود ليکي:

په اوستا کې سیمرغ د (سئين) په ډول راغلی دی چې سين مرو بلل شوی دی، د سين الوتونکی د یشت په متنونو کې د مرغوسين له کلمې سره مخ کېږو چې مستشرقينو دا کلمه د شاهين او عقاب په مانا ژباړلې ده.

د فارسي ـ دري ژبې د سيمرغ لغت هماغه د اوستا (سئين) دی چې موخه ترې لوی ښکاري مرغه دی.

د شاهنامې په داستان کې سيمرغ د البرز په غره ځاله درلوده، زال يې وروزه ـ وپاله او لوی یې کړ. په شاهنامه کې د سيمرغ ځاله د البرز د غره په سر ده، خو په اوستا کې د روغتيا بخښوونکې ونې په سر ځاله لري.

په شاهنامه کې د سيمرغ اسطوره د (زال) په زېږېدلو پيلېږي، سام د زال پلار و، زوی یې له سپینو ويښتو سره زيږيدلی او هغه يې اهريمني او شوم ماشوم باله، ماشوم د البرز غره ته وړي چې له منځه ولاړ شي، سيمرغ د هغې مينې له امله چې الله تعالی يې په زړه کې پيدا کړې وه، زال خپلې ځالې ته وړي او له خپلو بچيانو سره يې لویوي، سام د هغه خوب په لټه کې دی چې ليدلی یې وه، د خپل زوی په لټولو پسې د البرز غره ته د سيمرغ ځالې ته ځي، سيمرغ زال خپل پلار (سام) ته سپاري، زال له پخوا څخه تکړه او لوی شوی وي.

سيمرغ له زال سره د خدای پامانۍ پر مهال د خپل وزر يوه بڼکه وشکوله او هغه ته يې ورکړه چې د ستونزې پر مهال هر کله چې هغه بڼکه په اور کې واچوي، سيمرغ به يې له بوی څخه خبر شي او مرستې ته به یې راشي. په شاهنامه کې راغلي دي چې سيمرغ له زال سره دوه ځل مرسته کړې ده، یو وار د رستم د زېږېدنې پر مهال ستونزه را منځته شوې وه او سيمرغ ورته د حل لاره وموندله او ستونزه يې حل کړه او بل ځل د اسفنديار او رستم تر منځ د جګړې پر مهال چې رستم په هغه ډول چې سيمرغ هغه ته ور زده کړي و، اسفنديار ته ماتې ورکړه او د رستم زخمونه د سيمرغ لخوا تداوي شول.

سيمرغ په شاهنامه کې يزداني او اهريمني دوه قوارې لري، د سيمرغ يزداني قواره د زال په داستان کې روښانه شوې ده چې د زال روزنه تر سره کوي، اهريمني سيمرغ د اژدها (ښامار) مرغه په شکل دی چې د اسفنديار په هفت خوان داستان کې روښانه کېږي او د هغې استعداد برعکس دی چې يزداني سيمرغ يې لري. روښانه ده چې په شاهنامه کې د سيمرغ مادي وجود تبارز کوي، خو په حقیقت کې هغه له يو تصور او فکر څخه ډېر نه دی چې کولای شو هغه طبيعي صفات وګڼو. د څېړونکو په وينا سيمرغ د اوستايي تمدن يزدان او فرښتې ته ورته دی چې د زال له طريقه له نړۍ سره اړيکه پيدا کوي او په مادي ډول شتون نه لري. زما په اند د شاهنامې داستان د پاللو په موخه د سيمرغ ټاکنه په باوري ډول کومه ناڅاپي پېښه نه وه او نه ده. په لومړنيو ټولنو کې د طبيعت د هر نادر او غصباناک ځواک لپاره يو رب النوع شتون درلود؛ څرنګه چې د توفانونو، زلزلو، لمر، سپوږمۍ، ستورو او نورو لپاره يو يو رب النوع شتون درلود. په اريايي ټولنو کې د نورو طبیعي پدېدو تر څنګ د غرونو د لوړ قامت او لوړو څوکو ته د درناوي او پالنې اراده شتون درلود، سيمرغ یا عقاب چې د الوتونکو پاچا ګڼل کېږي او ډېر وخت د غرونو په لوړو څوکو کې ځالې جوړوي، د غرونو لويوالی او قوت ته د درناوي او تکريم په موخه د سېمبول په ډول وټاکل شو. په هغه ډول چې وينو يوناينانو د اريانا د پخوانيو اوسېدونکو څخه په نقل د هندوکش لوړ غر د (يويايي ری سنا) د سيمرغ له پرواز څخه هسک غر په ډول تعريف کړی دی.

دا خپله د اريايي وګړو د باور څرګندونه کوي چې د هندوکش د غره په عظمت او هسک قامت يې لاره، د بېلګې په توګه موږ اوس هم په نورستان کې داسې بېلګې لرو، ځکه چې له اسلام څخه وړاندې د دې سيمو اوسېدونکو داسې فکر درلود چې د هر غره لوړه څوکه د يوه ځواکمن پیري د اوسېدو ځای دی چې په اسانۍ سره کولای شي د انسانانو په برخلیک کې لاسوهنه وکړي او یا د ستونزې سره د مخ کېدو پر مهال د انسانانو مرستې ته حاضر شي.

په شاهنامه کې زال د دې پر ځای چې د بلخ په څوکو کې خوشي شي، د البرز د غره تر څنګ يې پرېږدي او سيمرغ هغه خپلې ځالې ته وړي او روزي یې کوي، دا په دې مانا ده چې اريايانو په غرونو باور درلود او د سيمرغ ځواک او د لوړ پرواز تر سره کول یې د غرونو رب النوع یا سېمبول ګڼه.

په لومړنيو ټولنو کې کله کله يو شی له داسې لوري رب النوع ګڼل کېده چې هغه يې د يو بل حقیقت استازی ګڼه، په پخواني مصر کې حيوانات او الوتونکي د هغوی د حيواني صفتونو له امله نه پالل کېدل، خو هغوی ته یې د انساني ځواک يا د هغې برعکس اعمالو له امله درناوی کېده.

دا چې د سيمرغ يا شاهين په کړنو کې مبالغه يا خيال پردازي شوې ده، دا د دې حقیقت ښودونکی دی چې د اريايانو په اند سيمرغ د غرونو وکيل دی او دا استعداد او مهرباني په حقیقت کې د غرونو د رب النوع امر دی چې سيمرغ د هغه استازیتوب کوي.

د سيمرغ په وسيله د رستم پالنه او له هېڅ ډول ستونزې او بنديز پرته پلار ته د هغه سپارل او له هغه سره د ډېرې مرستې په موخه هغه ته د خپل وزر ورکول او دمګړۍ د هغې مرستې ته رسېدل، خپله د هغه فوق العاده کړنو او مهربانيو بېلګه ده چې يوازې له رب النوع څخه يې طمع کېدای شي او د لومړنيو ټولنو وګړو يوازې له رب النوع څخه د دې ډول کړنو طمع کوله. دا چې سيمرغ خپله د غره وکيل و او یا د غرونو د استازیتوب له امله ورته درنښت کېده، د يو واضیح اصل په توګه په هېڅ ځای کې نه دی بیان شوی؛ بلکه دا حقیقت د يوې ګونګې کنايي او اشارې په ډول د سيمرغ په کړنو او مهربانيو کې چې د انسانانو په استازیتوب يې له زال سره تر سره کړی، منعکس شوی دی، نو پر دې بنسټ دا خپله د دې څرګندونه کوي چې اريايي قومونو سيمرغ د هغه مهربانيو پر بنسټ چې له انسانانو سره يې تر سره کړی دی، د غرونو د رب النوع وکيل ګاڼه او په بېلا بېلو اسطورو کې يې هغه په بېلا بېلو ډولونو فعال او حاضر تصوير کړی دی. له همدې ځایه دی چې مرحوم کهزاد په دې اړه ليکي:

د البرز د غره سيمرغ عادي سيمرغ نه دی، هغه د افغانستان د غرونو وکيل او د دې غرونو د ځواک او توانايي وکيل و او د لکړې (امسا) د معجرې په ډول د سام په تربیه کولو او ساتلو بوخت و.

په شاهنامه کې د سيمرغ د شتون وروسته، هغه اسلامي منظومو او منثور اثارو ته لاره پيدا کړه او د عنقا په نوم وپېژندل شو چې ځای يې د قاف غرونه بلل شوي دي. په ډېرو اثارو کې د سيمرغ او عنقا د ګډون علت د هغوی الوتونکي توب او افسانوي والی دی، دواړه لوړې الوتنې تر سره کوي او د ځواکمنو الوتونکو په ډول تصور شوی دی، په داسې حال کې چې عنقا د عرب جاهلو اسطورو او سيمرغ اريايي اسطورو ته اړوند بلل کېږي چې دواړه بېلا بېل غوښتونکي او خوښونکي لري.

څرنګه چې وويل شول سيمرغ يوه اريايي زړه سوژه ده، هغه کرکټر چې فردوسي په خپل داستان کې سيمرغ ته ورکړی دی، نه يوازې دا چې هغه يې تل پاتې کړی، بلکې د زمانې په اوږدو کې دې سوژې د ژوند بېلا بېلو اړخونو، لکه فرهنګي پدېدو، اسطورو، افسانو او آن عرفاني مسايلو ته لاره پيدا کړې ده او ځان ته يې پراخه سيمه او ژوره برخه پیدا کړې ده.

د نورستان د خلکو په شفاهي ادبیاتو کې د سيمرغ مفهوم پراخ شتون درلود او په بېلا بېلو ډولونو يې بېلا بېلو اسطورو او افسانو ته لاره پيدا کړې ده. حیرانونکې نه ده، که د نورستان د خلکو په شفاهي ادبياتو کې پخواني اريايي فکرونه او سوژې په پريمانه ډول موندل کېږي، د نورستان د خلکو فرهنګ د هېواد د زوړ تمدن يواځينۍ پاتې شونې دي او له هغې څخه برحقه استازیتوب کوي چې په داستانانو کې د سيمرغ تصور له همدې ډلې څخه دی او دا خپله غوره ده چې د سيمرغ د تصور ريښه له شاهنامې څخه ډېره پخوانۍ ده، نو د نورستان د خلکو په اسطورو کې سمیرغ او داسې نور مسایل له شاهنامې څخه ريښه نه ده اخیستې، بلکې په اندو اريايي ګډ فرهنګ کې پخوانۍ مخينه لري.  دې ته په پاملرنه چې نورستانيان د وينې پر بنسټ د هيواد يو بومي اريايي قوم دی، حيرانونکې نه ده چې د پخواني اريانا او له اسلام څخه وړاندې نورستان تر منځ نژدې او ډېرې ګډې خواوې لري. په نورستاني اسطورو او افسانو کې د شاهين او عقاب له ګڼ شمېر سوژو سره مخ کېږو چې د هغې ټولو ځانګړتياوو او نښو لرونکی دی چې په اريايي شاهنامه کې د سيمرغه په قواره او کړنو کې ليدل کېږي. په نورستاني اسطورو کې عقاب يا شاهين هغه لوی او خارق العاده کارونه تر سره کوي چې په اوسنۍ نړۍ کې ناممکن دی او په ځانګړي ډول د يو الوتونکي لپاره ډېره ناشونې ده. د سیمرغ او عقاب له وسې هم ډېر لوړ دی، په همدې ډول د هغې پايلې هم پوره غير عادي ښوول شوي دي. هغه تخيل او فضا چې په يادو اسطورو کې حاکمه ده، ښايي چې دا تخيلات زاړه مذهبي ريښې ولري او د وخت په تېريدلو اوبدل شوي او ځواکمن شوي وي. د عقاب کرکټر په ډېر ځواکمن ډول د داستان پر روح مسلط وي چې اوريدونکی یې په اړه هېڅ ډول شک نه مني، د اسطورې په پيل کې د عقاب کړنې د تخيل (خيال) په ډول دي، خو پايلې يې د انسانانو اوسني ژوند ته ډېر نژدې ورته والی لري. په دې مانا چې د الوهيت له مقام څخه د انسان مقام ته ټيټ شوی دی، خو په دوام کې يې په انساني ټولنه کې بیا هم ځانګړی نوم او ځای خپل کړی دی. دلته يو څو نورستاني داستانونو ته اشاره کوو چې په هغه کې د عقاب کړنې تشريح کېږي، چې لوستونکي له اسلام څخه وړاندې نورستان او پخوانې اريانا کې د سيمرغ د کړنو تر منځ ورته والی پيدا کړي.

جورج رابرتسن له اسلام څخه وړاندې یې د نورستان په اړه معلومات تر لاسه کړې و، د نورستان د شرقي سيمو د اوسېدونکو څخه نقلوي:

يو وخت موني رب النوع له دې امله چې په افسانه کې څرګنده نه شي، په دوزخ کې ولوېد، يو عقاب حاضر شو چې هغه بېرته ځمکې ته راوړي، خو موني د عقاب د داسې کړنو په تر سره کولو شک درلود. په هر حال عقاب موني په خپل يو وزر کښېناوه او د تعادل د ساتلو په موخه يې په بل وزر تېږه کېښوده او پورته شو، د ځمکې په لور يې حرکت پيل کړ او موني يې (ديوه ګرام) کلي ته راوړ.

د نورستان اسطورې| ژباړن سیداصغر هاشمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب