یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Homeخبرونهد روغتیا وزیر: د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځینه ډاکترانې کمې...

د روغتیا وزیر: د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ښځینه ډاکترانې کمې دي

تاند (شنبه، د قوس ۴ مه) د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وايي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر کم دی.

ښاغلي عباد، چې اروزګان ولایت ته تللی و، په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر لږ دی.

اروزګان، پکتیکا او زابل په ځانګړي ډول هغه ولایتونه دي چې د ښځینه ډاکترانو، نرسانو، او قابلو شمېر پکې په نشت حساب دی.

د عامې روغتیا وزیر، چې د نجونو د تعلیم پر ارزښت پوهیږي، همداراز وویل:«د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د افغانستان د ښځینه ډاکترانو د کموالي ستونزه حل کړي او له همدې کبله یې ۲۰۰ ښځینه کارکوونکې د لوړتخصص پروګرام ته معرفي کړي دي.»

ده زیاته کړه:«اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې هم په افغانستان کې د نرسانو او قابلو د روزنې په برخه کې ډېر پروګرامونه اجرا کړي دي.»

ښاغلي قلندر په دې اړه څه ونه ویل چې که د نجونو ښوونځي بند وي نو څنګه به نور ښځینه روغتیايي کدرونه روزل کېږي.

د ډېرو نظرخاوندانو په باور طالبانو د نجونو د تعلیم په مخنیوي افغانستان ته داسې ګوزار ورکړی چې جبران یې ډیرو کلونو ته اړتیا لري.

د طالبانو اکثره غړي د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار پلویتوب کوي خو د دوی په منځ کې د دنیا له چارو یو شمېر بې خبره ملایان اجازه نه ورکوي چې نجونې تعلیم وکړي او افغانستان په پښو ودریږي.

6 COMMENTS

  1. تاسو بی غیرتو ځه پروا ده که ښځۍ مو ناروغه ښی د پنجابی ډاکتر لاندیې څملوی د افغانستان مظلوم ولس په خویندو او میندو د تعلیم دروازی بندی کړی دې بیا وایې چی ښځینه ډاکترانې کمی دې دا خبر خینزیر هیبت ته وکړه چې لږ نور هم خوشحاله شې د هغه بی ننګه ښځه خو پنجابیان هم بلاربوی او هم لنګوې بیایې حرامونی افغانستان ته را لیږې

  2. په مدرسو کې ښځینه ملایانې هم وروزئ چې د ښځینه ډاکترانو کمبود د تعویذ ، دم او دعا په وسیله سرته ورسوی .
    د ملا هبټ په نظر علم خو مباح دی .

  3. استغفرالله، محمد صلی الله علیه وسلم بشریت ته د انسان او په تیره بیا د ښځو حقوق ور وپیژندل. د ام المؤمنین سیده عایشه الصدیقه نکاح له رسول ص سره په ٩ کلنې کې ندي سوي. د زواج او نکاح عقد په ١٣ کلنې کې تر سره سوي. د الله ج، انبیاوو، او ملایکو لعنت دي په تا مرتد ، زندیق او خبیث شي. او بل دا چې د عربو عرف په هغه وخت کې همداسې وو. ستا په نسل او اصلیت کې خامخا کړچ سته چې داسې غول خوري.
    د ټانډ د چلوونکي جرګه ملګرو نه په کلکه غوښتنه کوم چې دا ملعون بلاک کړي.

  4. دا له سره د نړیوال یرغلګر په قطر کې داسي تړون لاسلیک کړی سي توره تیاره جوړه کړۍ څه مو سي خوښه وي هغه کوۍ . موږ د تاسي ملغوزو نصوارو او زکات روپۍ تل درلیږو 😡☹️😭

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب