جمعه, مې 3, 2024
Home+وم ځوان چې شوم بوډا| حيات ژوند

وم ځوان چې شوم بوډا| حيات ژوند

سږ کال مې له مور څخه نهه کال مشر شوم. که دروغ یا مبالغه درته ښکاري، مه یې لولئ. همدا جمله چې دا اوس اوس یې لیکم، وروستۍ جمله یې وګڼئ. خبره ختمه! خو رښتیا خبره دا ده، چې سږ کال مې له مور څخه ان ښايي تر نهو کالو زیات مشر شوی یم، زه اوس امسا رااخلم او خپل انډول پرې جوړوم. کله کله له مور سره په ټوکه وایم، چې باید زما د مشرتوب درناوی وکړي، بالښت راته سم کړي، د څښاک اوبه راته مخکې کېږدي. مور مې په دې خبره شونډې بوڅې کړي او په دې خاطر چې دا تر ما زیات ځان زهیر وښيي، زما امسا واخلي او د تګ پر وخت يې پر ځمکه وټکوي. هسې خو مور هم امسا ته اړمنه ده؛ خو د هغې روح زما تر روح څه ژوندی دی. د مور پنځوس کلنۍ کې نږدې اته ویشت کلن ځوان وم، د پنځوس کلنۍ په لومړیو ورځو کې يې خونې ته ورغلم، غوښتل مې پر زنګون یې سر ولګوم او لکه څنګه چې یې په خېټه کې ویده وم او لا دې نړۍ ته نه وم راغلی، هماغسې يې څنګ ته ځان غونډ ویده کړم او که وشي، راويښ نه شم.

په لومړیو میاشتو کې پر ځان نه پوهېدم چې عمر مې ژر ژر تېرېږي، ان په لومړیو دوو درېیو میاشتو کې پر ځان نه وم خبر؛ خو اصلاً ما په یوه شواروز کې لس ورځې اړولې او همداسې مې په یوه کال کې لس کاله ژوند کاوه. کله مې چې د عمر لنډېدو ته پام شو، په لومړیو کې بې سارې خوښۍ په مخه کړم، ځکه چې د خپلې مور هومره کېدم او هغه ارمان ګویا زما په دننه کې لا څپې وهلې، چې په کوچنیتوب کې به مې چې کله مور منګی اوږې ته کړ، ما به ورته ویل، چې که زه هم لوی شم، ډېر زیات به تکړه شم؛ خو اوس پوهېږم، چې انسان په ماشومتوب کې تکړه وي او په لویېدو سره ورځ تر بلې زهيرېږي.

څه باندې اته ویشت کلن وم، چې یوه ورځ د ټولو ورځو پر خلاف کور ته په ټکنده غرمه راستون شوم. له نږدې یو نیم ساعت ګړندي پلي مزل وروسته چې کور ته ورسېدم، مور دروازه پرانیسته، په څېره يې خړ ګرد پروت و. بې سلام و کلامه خپلې خونې ته نېغ پورته شوم، د خونې کړکۍ مې چې کوڅې ته پرې وه، په کوڅه او کوڅې ته په نږدې سړک خلک یوې خوا او بلې خوا ته لالهانده تلل راتلل، ترمنځ يې کارغان هم پر لاره روان وو، ځینې کارغان د ګاونډي او ځینې هم زما د خونې پر بام ناست وو، «کاغ، کاغ» نارې يې کولې. لویې پنجې يې درلودې، ما په هيښ انداز هر یوه ته کتل، لارویانو به څنګ ترې کاوه، لاره به یې ورکوله او لا نه پوهېدم، چې له وېرې لاره ورکوي.

مور مې خونې ته راغله، زه کړکۍ ته لا ولاړ وم، په څېره يې ګرد نور هم زورور شوی و، شونډو يې پهاړ نیولی و او په نیولي غږ يې وویل: «کارغان ساعت وړاندې دروازې ته ولاړ وو، د کوڅې ټول نارینه یې خپلې ځالې ته احضار کړي دي.» ما چې له کړکۍ مخ رااړولی و، د مور مخې ته مې کلک ولاړ وم، مور زما تر اوږو رارسېده. مور وویل: «کارغانو پر دروازې په زوره ټونګه وهله، لکه مښوکې یې له پولادو جوړې وي.» ما چې لا هم له کوڅې د کارغانو ښکالو اورېده، کارغانو ته د لارې ورکولو پر لامل مې چې لږ مخکې مې هسې په ذهن کې تېر شوی و، نور هم پوخ شو.

هغه غرمه چې کور ته تر یو نیم ساعت پلي مزل وروسته راستون شوی وم او په خپله خونه کې ناست وم، دروازه مو را وټکېده، د دړې په پرانیستلو دیارلس کارغان راته مخې ته نېغ ودرېدل، په قهرجن غږ يې وویل، چې پر یوه بجه باید د دوی د امیر ځالې ته چې د ولاړو اوبو د ډنډ پر غاړه په یوې دنګې وچې ونه کې جوړه شوې ده، ورشم. ما وغوښتل، چې دروازه ورپسې پورې کړم او لکه یو څوک چې سپی کورې کوي، هماغسې يې کورې کړم؛ خو د دریارلسو کارغانو، کلکو مښوکو او هغه هیبت چې ما لیدلی، چې په کوڅه کې پلیو ترې لاره بېلوله، ځان مې غلی کړ. ماسپښين مې ځان حاضر کړ او له ما سره سره په سلګونو کسانو ځانونونه رسولي وو. د دوی ترمنځ یو هغه تر نورو کارغانو لوړ د ونې په یوه ډنډر ناست و او دواړو اړخونو ته یې یو یو بل کارغه هم په نېغه سینه ناست ولاړ و. دواړو کارغانو په غبرګو غږونو وویل، چې موږ یو امیر لرو او د هغه په خبره کې «نه» ویل بغاوت دی او هر باغي د سزا وړ.

ما له ځان سره سوچ وکړ، چې موږ یو نه، په لسهاوو، ان په زرهاوو امیران لرو. هر هغه څه چې وېره زېږوي او هر هغه څه چې موږ ورته اړ یو، پخپله یو امیر او باچا دی. زما د کار خاوند ذاتاً یو امیر زېږېدلی، لمر چې ورته له ډېره درناوي پښې نه غځوم، پخپله یو امیر دی، زما په جېب کې څو منل شوي کاغذونه چې پيسې يې بولي، تر ټولو لوی باچا او امیران دی او که یوه ورځ دا باچا له ما لاره بېله کړي او د کوم بل چا پر لور رهي شي، زه یوه بل امیر ته اړمن کېږم او هغه امیر چې زما له ذاته او که ريښه یې وپلټو، د کارغه له ذاته به راووځي، پخپله یو خونکار امیر دی. د هغو دیارلسو کارغانو ترمنځ یو بل هم چې څوارلسم کېده، دیار لسو هغو ته امیر و، چې که له امره یې سرغړونه کړې وای او ما ته نه وای راغلي، د دوی مړي به اوس ښايي د همدغه ډنډ غاړې ته پراته او مېږیان به پرې ورټول وو، هغه وخت به مېږتانه امیران وای او تر ټولو زورو مېږتون به د امیرانو امیر.

نورو کارغانو د خپل امیر وینا ته د تایید په توګه «کاغ، کاغ» وکړ او له وزرو څخه یې یوه بڼکه په مښوکه را وایسته او زموږ پر لور یې وغورځوله. ما له ځان سره د دوی دا سېمبولیک کار وشانه او وګومان مې وکړ، چې که خبره یې ونه منل شي، همداسې به مو لرې وغورځوي او دا چې هر بڼکه تر دې وروسته ژوندۍ نه وه او اجنبي څیز و، همداسې به مو له خپلې خاورې سره پردي کړي. امیر کارغه همدا خبره وکړه او د دوو نورو کارغانو په بدرګې د ونې سر ته وخوت. له هماغه ځایه په لوړ غږ چې انګازه يې زما مور هم په کور کې اورېدلې وه، نارې کړې: «نن همدومره! والسلام!»

موږ تر هغې وروسته هره ورځ هماغه ځای ته چې په لومړۍ ورځ يې غوښتي و، وربلل کېدو او ځینې په زوره له کوڅې څخه هماغه مکان ته کشول کېدل، چې نه به ورتل. دوی هر یوه به په رسېدو سره ډډو ته لاسونه نیولي وو. هغوی دیارلس اوس اوو کسانو ته راکم شوي وو؛ خو د ورځ په اوښتو دومره هیبتناک کېدل، چې ځان يې تر هر امیر او ان تر «اعظم امیر» غښتلي بلل.

په دویمه ورځ د کلي کوڅې ګڼ کسان د امیر کارغه حضور ته حاضر شول، نورو کارغانو موږ ته د امیر له راکوزېدو مخکې ویلي و، چې د امیر په راتلو باید تعظیم وکړو. امیر ته مو تعظیم وکړ. امیر په ډنډر ناست او دوه کارغان یې د ساتنې په پار اړخونو ته ولاړ. د امیر په غاړه کې د غاټولو د ګولونو یوه غاړه کۍ اچول شوې وه، دوو اړخونو ته یې نورو کارغانو په یوه غږ وویل: «امیر، زموږ معظم الشان امیر، د یوه بل کلي اوسېدونکي هم نن خپل بیعت ته راکاږلي دي.» او بیا له څه ځنډ وروسته پخپله امیر په هیبتناک غږ چیغې کړې: «انس او جن په سجدې!» لکه یو نامريي ځواک، ښايي وېره، چې زموږ سرونه ټيټ کړي وي، مخ په امیر په زنګونونو ناست وو، ټنډې مو په خاورو لګولې وې. ما د خاورو بوی حس کړ، په وینې لتاړ ځای مې سجده کړې وه، زما له سجدې د وینې بوی راته. په همدې وخت کې غږ وشو: «ستاسې کار، هره ورځ د ماسپښين یوه بجه همدلته راتګ دی، که څوک ځنډمن شول یا یې ناغیړي پيل کړه؛ نو پایله یې څه ده؟» د کيڼ اړخ کارغه امیر ته وکتل، په سترګو يې ترې اجازه واخیسته او ويې ویل: «هغه څه چې نن سهار پر پنځو بجو له خوبولي ځوان سره وشول.»

زموږ ترمنځ یو بل کس چې خدای خبر د کارغه له ذاته و که د کارغانو د هیبت د زیاتولو مرستندوی، وویل چې نن سهار همدلته یو کس د بغاوت په جرم په پولادینو مښوکو څيرې او د خارو ساکن شو. ما چې د سجدې په پر مهال د وینو بوی حس کړی و، په زړه کې مې د هغه سړي په خبره باور راغی او ورپسې مې ځان ولیده، چې پر خاورو رغړم، یو کارغه مې پر سترګو ټونګې وهي او باسي یې، ګڼ نور مې پر سینه، پښو او لاسونو ناست دی او هر یو زما له وجوده د خپل وجود دوزخ ته غوښه ننباسي. وروسته زما له وجوده په مښوکو غوښه شکوي او پر ځمکې يې غورځوي.

په هماغه ورځ سره له دې چې هر ورځ ورتګ حتمي شوی و، امیر کارغه وویل: «یوازې تاسې زما تابعدار نه يئ، شا ته مو وګورئ، ګڼ جنیات هم ما ته په تعظیم پراته دي، تر تاسې ډېر وفادار!» موږ ټول مخ واړاوه، شا ته یوازې کلی، خوړ، د صبر یو ونه او بوټي ښکارېدل. ما خپل کور ته وکتل، ګومان مې وکړ، چې مور راګوري؛ خو نه مې لیدله، کټ مټ لکه جنیات مو چې نه لیدل. امیر بیا وویل: «ومو لیدل چې لا هم په تعظیم پراته دي؟» زموږ سهارنۍ پېښه، په وینې لتاړ ځمکه او وینې بوی ذهن ته راغی او په یوه غږ مو وویل: «هو، خود!» امیر زیاته کړه، چې باید تورې جامې واغوندو او پر ځان ګوتې وهل یعنې پر سینګار بندیز لګېدلی دی. هغه د خپل کار د توجیه لپاره وویل، چې د دوی غور نیکه زموږ لپاره قرباني ورکړې او انس او جن باید د هغه د قربانۍ درناوی وکړي او د هغه په غمرازۍ ماتم.

اوس څه باندې درې کاله اوښتي، ما ته دېرش هغه، موږ هره ورځ یوه بجه، د کال څلور فصله، د ولاړو اوبو ډنډ غاړې ته ورځو. هره ورځ تعظیم تکراروو، امیر کارغه وايي، چې په دې سره د ده ګټه نه؛ بلکې زموږ ګټه ده او ورسره زموږ نفس پرېمنځل کېږي. امیر کارغه پرون پر لمدو خټو تعظیم ته اړ ایستلو، ټنډې مو په خټو لمدې شوې او په استهزا يې وویل: «ستاسو په ټنډه مهر ستاسې د زړونو د مهر ښکارندويي کوي. زړونه مو لا نه دي صفا، موږ د دې خاورې اصلي بچیان یو. زموږ مشر نيکه لومړی کس وو چې ستاسو هابيل ته يې ځمکه وکيندله او د ښخېدو چل يې ورته وښوده چې جسد يې د ځمکې پر سر بوې ونه کړي؛ نو موږ هماغه کسان او هماغه نسل يو، موږ له هماغه مهاله په ښخولو کي ماهران يو. موږ قرباني ورکړې، نیکه ستاسې لپاره پر خپل ژوند داو ولګاوه، داسې چې د وجود ذره او ټوټه يې هم چا ونه شوای موندلی. ووايئ چې موږ د تعظیم وړ یو، که نه؟» موږ ته چې د دوی د خبرو تایید په عادت اوښتی و، په یو غږ وویل: «هو، خود!»

لږ مخکې مې مور په اوږه وټپولم، راته يې وویل، چې د تګ وخت دې شوی دی. دا چې زما په دننه کې د «تګ» کلمه تل له ژوندانه سره د مخې ښې په مانا راتله، ما ګومان وکړ، چې مور د مرګ د پرښتې په جامه راغلې او راته وايي، چې ستا آب‌ودانه په دې دنیا ختمه ده. ما د تېرو دېرشو کالو هر ماسپښين رایاد شو، هغه صحنه مې هم سترګو ته راغله، چې زه یې په زور سلام اچولو ته اړ ایستلم او هغه صحنه مې هم ولوسته، چې په ما په یې د پردۍ ژبې څو کلمات سر په سر کړل او راته وویل، چې ته باید زموږ په ذات کې راګډ شې؛ خو زه چې دننه ټول انکار انکار وم؛ ظاهراً یوازې په دې خاطر، یوازې په دې خاطر چې پر ما ژوند ګران و، ما غوښتل وپایېږم او د توت ونې سیوري لاندې دمه وکړم او د توت هر ښاخ د رباب یوه تار وګڼم او د ژوندانه موسېقي بې انګازې نه کړم. ما مور ته وویل: «ته به تر کومه ځایه راسره ځې؟ هلته دې کارغان هم نه پرېږدي، وايي چې ته په ګناه ککړه يې، سراسر ګناه يې، پخپله ګناه يې؟» مور زما په خبره وپوهېده، دا راسره کېناسته، په غېږ پورې يې ونیولم: «زویه! ماسپښين دی، د کارغانو وطن درته ښييم. په تا دې هېڅ نه کېږي…» رایاد مې شو. شېبه وروسته مې شا ته راوکتل، کوڅه شا ته پاتې وه، په خوړ اوښتم، جوپې جوپې خلک د ډنډ غاړې ته راټولېدل، د ټولو وږې درنې وې، د سر وېښتان یې سپين اوښتي وو، مخونو يې ګونځې کړې وې، ماشوم په خپل عمر سپین‌سری شوی و، د لوی په خپل عمر او ونې د سر وېښتان تک سپین اوښتي وو او د تنکي زلمي په خپل عمر او ونې. هر یوه لکړه په لاس کې نیولې وه، ملاوې يې کړوپې شوې وې، ګویا درانه پېټي يې په شا کړي وي. د ډنډ غاړې ته لا نه وم رسېدلی، کور ته مې وکتل، مور په کړکۍ کې ولاړه وه، ما ګومان وکړ، چې زما عمر تر مور نه دی زیات، اوس زما او د هغې عمر یو له بل سره سیالي کوي، هغه له ما څو چنده بوډۍ ښکارېده. ډنډ ته په رسېدو په ولاړو اوبو کې مې خپل تصویر ته وکتل، ومې لیدل، چې تر مور زه په کلونو کلونو مشر یم؛ د سر وېښتان، وروځې، ږیره او ان د سینې وېښتان سپين اوښتي دي، د سترګو کونجونو، ټنډه او د پزې دواړو اړخونو ته مې مخ ژورې ګونځې کړې دي.

 د سړخونې ژوندون| حیات ژوند

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب