جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونههرات کې د یوه موټر او رینجر په ټکر کې د ۵...

هرات کې د یوه موټر او رینجر په ټکر کې د ۵ تنو مرګ ژوبله

تاند (شنبه، د قوس ۴ مه) د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د یوه موټر او یوه دولتي رینجر د جنګیدو له امله ۳ تنه وژل شوي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ په خپله اېکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې لیکلي چې یاده پېښه دوه ټپیان هم لري چې یو تن یې د رینجر موټر چلوونکی دي.

ویل شوي چې دغه پېښه پرون ورځ شوې ده.

د طالبانو به اعلامیه کې د پېښې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

په ورته پېښو کې ډېر ځله د ملامتۍ ګوته د دولتي رینجرو طالب چلوونکو ته نیول کیږي او دوی تورنیږي چې د جمهوري نظام د رینجر چلوونکو په شان پر عامو موټر چلوونکو ځان لوړ بولي او ترافیکي اصول نه مراعتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب