Homeخبرونهد هرات په مرمرو د روضې شریفې د جومات د بیارغونې د...

د هرات په مرمرو د روضې شریفې د جومات د بیارغونې د چارو پيل

تاند (شنبه، د قوس ۴ مه) د بلخ په مرکز مزار شریف کې د روضې شریفې د مشهور جومات د بیارغونې چارې پيل شوې.

ځایي چارواکو ویلي چې دغه جومات د یوه ملي سواګر په ۱۰ میلیونه افغانیو رغول کیږي او موخه یې د روضې د تاریخي ابداتو خوندیتوب دی.

د دې پروژې یو شمېر انجینران د کارول کېدونکي باکیفیته تعمیراتي موادو خبر ورکوي. دوی وایي، په روضه شریفه کې د هرات ولایت مرمر کاشي کاروي، چې خورا ښه کیفیت او ددې جومات له معیار سره برابر ډيزاین لري.

د روضې شریفې د ریاست د مالوماتو له مخې؛ په یاد جامع جومات کې په یوه وخت د څه باندې اووه زره لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت لري.

دغه راز د دوی په خبره، له روضې څخه هره ورځ په اوسط ډول له ۷ زرو نه نیولې، تر ۱۰ زره پورې د بېلابېلو ولایتونو خلک او بهرني سیلانیان له یاد زیارت څخه لیدنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...