Homeخبرونهد پاکستان په کراچۍ ښار کې مرګونې اورلګیدنه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مرګونې اورلګیدنه

تاند (شنبه، د قوس ۴ مه) د پاکستان د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې، یو سوداګریز مرکز اور اخیستی چې لږ تر لږه ۱۰ تنه یې وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

ځایي پولیس چارواکي وایي چې دا پېښه د راشد منهاس په نوم سیمه کې شوې او تر ۵۰ پورې دوکانونه هم پکې سوزیدلي.

د سیمې خلکو بیا پر پولیسو  او د اور وژنې پر عملې نیوکې کړي او ویلي، تر ناوخته په اور وژلو نه دي بریالي شوي.

کراچۍ ښار، د پاکستان له تر ټولو لویو تجارتي ښارونو څخه دی چې وخت په وخت داسې پېښې پکې رامنځته کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...