یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د ژوند پلان| ژباړه او زیاتونه: سلګۍ حمید

د ژوند پلان| ژباړه او زیاتونه: سلګۍ حمید

 (Life plan/life planning)

  1. د ژوند لپاره پلان څه شی دی؟
  2. د ژوند لپاره پلان درلودلو پنځه ګټې.
  3. د ژوند لپاره پلان څنګه جوړ کړو: ګام په ګام لارښود یې.
  4. د ژوند لپاره پلان جوړولو پر مهال اساسي پوښتنې.
  5. د ژوند لپاره پلان کې 5 اساسی ساحې.
  6. د ژوند لپاره محاسبوي پلان څنګه جوړ کړو؟
  7. د ژوند لپاره د پلان خاکه (ټیمپلیټ) چې مونږ سره په پیل کولو کې مرسته کوي.
  8. د ژوند لپاره پلان کول تاسو سره مرسته کوي چې مثبت ژوند ته دوام ورکړئ.

موږ ټول په ژوند کې د ژوند لپاره هیلې لرو. مګر زموږ څخه څوک خپل اهداف ترلاسه کوي؟ ډیری وخت موږ د هغه څه په اړه فکر کوو یا خبرې کوو چې موږ یې غواړو، مګر موږ یې د ترلاسه کولو لپاره اقدام نه کوو. دا د دې له وجې نه چې موږ سست یوو. بلکې دا ځکه چې موږ نه پوهیږو له کوم ځایه، څنګه او چیرته یې پیل کړو او پلان ورته نه لرو.

په هرصورت، د ژوند لپاره پلان کول کولی شي د نقشې یا لارښود په توګه کار وکړي ترڅو د دې خوبونو واقعیتوب رامینځته کړي. د ژوند لپاره پلان کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي که:

تاسو ژوند د کنټرول څخه بهر احساس کوئ. تاسو د پریکړې کولو لپاره مبارزه کوئ. تاسو د ورکیدو احساس کوئ او د لارښوونې نشتوالی درک کوئ.

 دا ګام په ګام لارښود او د دودیز ژوند لپاره د پلان کولو خاکه (ټیمپلیټ) وکاروئ ترڅو تاسو سره د ژوند د پلان په پیل او عملي کېدلو کې مرسته وکړي.

  • د ژوند لپاره پلان څه شی دی؟

د ژوند لپاره پلان لارښود او د هغه څه یادونه ده چې تاسو غواړئ په خپل ژوند کې ترلاسه کړئ. دا تاسو سره ستاسو د خوبونو په حقیقت او ستاسو شخصي او مسلکي اهدافو پوره کولو کې مرسته کوي. هیڅ دلیل شتون نلري چې تاسو نشئ کولی خپلې موخې ترلاسه نکړئ، تر هغه چې تاسو په خپل هدف او ژوند لپاره په پلان کې ريښتينې وئ. ډیری وختونه هغه څه چې موږ وروسته ساتي د ناکامۍ ویره ده. د ژوند لپاره پلان کولی شي تاسو سره پدې ویره باندې بریالي کیدو او خپلو اهدافو ته رسیدو کې مرسته وکړي. دا اړینه نده چې په زړه پورې توضیحات وي. بلکې دا د عمومي لارښود په توګه کار کوي او باید د قناعت او انعطاف وړ وي. دا چې ژوند غیر متوقع دی نو ستاسو د ژوند لپاره پلان باید د غیر متوقع امکاناتو، بدلونونو او بحرانونو لپاره ځای او امادګي ولري.

  • د ژوند لپاره پلان درلودل پنځه ګټې.

د ارواپوه ایملي وان سوننبرګ لخوا په UCLA کې د قضایاو د مطالعې له زده کونکو وغوښتل چې د (روزانه پلان ژورنال) جوړ او وساتي. هر سهار، دوی د ورځې لپاره خپل ارادې او پلان ليکلو. سوننبرګ وموندله هغه زده کونکي چې خپلې موخې او پلان یې لیکلي دوی د هغو کسانو په پرتله چې هدف یې نه وو مشخص کړی او پلان یې نه لرلو 92٪ ځله ډېرڅه ترلاسه کړ او خپلو موخو ته رسېدلي دي. چې دا پایله د پلان کولو ځواک ثابتوي. راځئ چې د ژوند لپاره پلان کولو ګټو ته یو ډیر مفصل نظر واخلو، چې دا به ستاسو سره ستاسو د اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

  • د ژوند پلان تاسو سره ستاسو د خوبونو په حقیقت کې مرسته کوي د ژوند پلان تاسو ته ډاډ درکوي چې عملا” اقدام وکړئ او خپلې وېرې له منځه یوسي.
  • د ژوند لپاره پلان تاسو سره د لومړیتوب په ټاکلو او پېژندلو کې مرسته کوي. پدې توګه ، تاسو یوازې په هغه شیانو تمرکز کوئ چې تاسو ته د خپلو خوبونو په لور حرکت درکوئ.
  • د ژوند لپاره پلان تاسو سره د غوره تصمیمونو په نیولو کې مرسته کوي. ستاسو د اهدافو او ارزښتونو په پوهیدلو سره کولی شي ستاسو د پریکړې کولو پروسې ته ګټوره لارښوونه وکړي. دا د هغو پریکړو په کولو کې مرسته کوي چې ستاسو د مشخص شوي هدف سره سمون لري.
  • د ژوند لپاره پلان د اهدافو لیکل د دوې د تمرکز لپاره اړین دي. د خپل ژوند پلان په داسې ځای کې ځای په ځای کړئ چې تاسو یې لیدلی او تعقیبولی شئ او هره ورځ یې ولولئ تر څو په ښه توګه نظارت کړای شي او وهڅول شئ.
  • د ژوند لپاره پلان تاسو ته د ځواکمنتیا احساس درکوي. د ژوند لپاره پلان تاسو ته ستاسو په برخلیک د کنټرول احساس درکوي. دا تاسو ته یادونه او انرژي درکوي چې ستاسو د خوبونو ترلاسه کولو وړتیا ستاسو په لاس کې ده.

  • د ژوند لپاره پلان څنګه جوړ کړو: ګام په ګام لارښود یې.

د خپل ژوند د پلان جوړولو لپاره لاندې د اوه مرحلو پروسه “ګام په ګام لارښود” تعقیب کړئ.

د پیل کولو لپاره یو لید جوړ کړئ.

د ځان ارزونه ترسره کړئ.

خپل ژوند ته مو لومړیتوب ورکړئ.

خپل ارزښتونه وپیژنئ.

سمارټ (مؤثر، عاقلانه، دقیق) اهداف جوړ کړئ.

د عمل پلان طرحه کړئ.

د اړتیا سره سم تنظیم او تغير وکړئ.

  • د پیل کولو لپاره یو لید جوړ کړئ. د خپل خوب ژوند او هدف تصور کړئ. د امکان تر حده توضیحات يې مشخص کړئ. خپل ځان لا د مخه انځور کړئ او خپل لیدلوری او هدف ولیکئ.

ځان ته د الهام ورکولو لپاره لاندې پوښتنې له ځانه وپوښتئ او جواب کړئ.

تاسو څه وینئ؟ څه حس کوئ یا اورئ؟ کومه روښنايي وينئ؟ څه ډول ښکاري؟ ته له چا سره یې؟ خپلې ورځې او چارې څنګه تېروې؟ چیرته اوسیږې؟ تاسو څنګه احساس کوئ؟ ته څه کار کوې؟ تاسو څومره پیسې ګټۍ؟

کله چې یو ځل چې تاسو خپل لید لیکلی شئ، اوس نو د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسو یې د ترلاسه کولو لپاره اړتیا لرئ. د ګامونو لیست مو جوړ کړئ، لکه لومړی باید کوم کار وکړې، د نوي تصدیق ترلاسه کول یا د عاید یوې ټاکلې کچې ته رسیدل. هدف کره والی. خو! هڅه وکړئ ریښتیني اوسئ او په ورته وخت کې ، د لوی خوب لیدو څخه ځان مه ساتئ.

  • د ځان ارزونه ترسره کړئ. ستاسو د لاسته راوړنو او هدف ته د رسېدو لپاره د ځان ارزونه تاسو ته د ژوند د پلان لپاره د پیل ټکی په لاس درکوي. د خپلو بریاوو او ناکامیو معلومات وکړئ. هغه درسونه او تجربې وګورئ او ولولئ چې تاسو یې نه غواړئ تکرار کړئ. خپل قوتونه او کمزورتیاوې په ګوته کړئ. کله چې د خپل ځان ارزونه کوئ د خپل ژوند مختلفو برخو ته وګورئ، په شمول د: اړیکې، شخصي وده، مالیات، روغتیا او هره ساحه د اطمینان په کچه له یو څخه تر پنځو پورې درجه بندي کړئ. دا به تاسو سره ستاسو د ځواک او همدارنګه ستاسو د پرمختګ ساحې پیژندلو کې مرسته وکړي.
  • خپل ژوند ته مو لومړیتوب ورکړئ. اوس چې تاسو د ودې او پرمختګ لپاره خپل لید او ساحې لرئ، همدا ځان ته د لومړیتوب ورکولو وخت دی. تاسو اړتیا نلرئ پدې مرحله کې تفصيلي اهداف وټاکئ. د دې مرحلې هدف دا دی چې پریکړه وکړئ چې څه اړین دي باید ولرئ او څه ته اړتیا ده چې پریږدئ يې. ستاسو وخت قیمتي دی، باید په هیڅ قیمت یې ضایع نه کړئ. نو تاسو اړتیا لرئ چې په هوښیارۍ سره پانګه اچونه وکړئ هغه که د ژوند په هره برخه کې وي. ځان ته لومړیتوب ورکول به تاسو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
  • خپل ارزښتونه وپیژنئ. ستاسو تیر تحلیل کولی شي تاسو سره ستاسو د ارزښتونو په پیژندلو کې مرسته وکړي. کله چې تاسو تیرو پریکړو ته ګورئ، کولی شئ وګورئ چې هڅوونکي عوامل د دوی تر شا څه وو. د مثال په توګه، که ستاسو د مسلک لاره داسې یوه وي چې ستاسو عاید د وخت په تیریدو سره په ثابت ډول وده کوي، دا ښیي چې پیسې ستاسو یو د اصلي ارزښتونو څخه دي. مګر که تاسو د لږو پیسو په بدل کې ، په کار کې لږ مسؤلیتونه غوره کړي، دا پدې مانا ده چې تاسو شاید لږ فشار او ډیر وړیا وخت ته ارزښت ورکړی دی. پخوانۍ منفي تجربې هم موږ ته زموږ د ارزښتونو په اړه درس راکوي. هغه شیان راښایي چې موږ یې غواړو د بیا تجربه کولو څخه یې مخنیوی وکړو. ستاسو د ارزښتونو په پام کې نیولو سره به ارزښت پېژندنه تاسو سره د پریکړو په کولو کې مرسته وکړي چې ستاسو د خوبونو سره سم وي.
  • سمارټ (مؤثر، عاقلانه، دقیق) اهداف جوړ کړئ. یوځل چې تاسو خپل لیدلوری وپیژنئ او د خپلو لومړیتوبونو او ارزښتونو پیژندنه او معلومات مو وکړئ ، بل ګام د سمارټ اهدافو ټاکل دي. موخه دا ده چې منځني، لنډ مهاله او اوږد مهاله اهداف وټاکئ چې د لاسته راوړلو وړ وي. د خپل ژوند د ساحو لپاره مختلف اهداف وپیژنئ چې تاسو د خپل ځان په ارزونه کې ارزولی دي او ډاډ ترلاسه کړئ چې دوی ستاسو د لومړیتوبونو او ارزښتونو سره سمون لري. د اغیزمنو اهدافو د ټاکلو لپاره د SMART طریقه وکاروئ. سمارټ څخه هدف یعنې:

 مشخص: هر هدف باید مشخص وي. مثال: د “وزن له لاسه ورکولو” پرځای، ستاسو هدف باید “10 پونډه له لاسه ورکړئ”. یعنې معلوم وي.

د اندازه کولو وړ: تاسیس کړئ چې تاسو څنګه خپلې موخې اندازه کوئ.

د لاسته راوړلو وړ: ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو اهداف ریښتیني او د ترلاسه کولو امکان لري.

اړونده: هدف باید د اوږدمهاله لید سره تړاو ولري او ستاسو لومړیتوبونو سره مطابقت ولري.

د وخت محدودیت: د خپل هدف د بشپړولو لپاره یوه معلومه مګر د لاسته راوړلو وړ نیټه وټاکئ.

  • د عمل پلان طرحه کړئ. ستاسو د عمل پلان باید یو ګام په ګام پروسه توضیح کړي چې تاسو سره به ستاسو د منځنیو اهدافو لاس ته راوړلو کولو مرسته وکړي. هغه ورځنۍ کړنې وپیژنئ چې د وخت په تیریدو سره به اضافه شي او د حرکت رامینځته کولو کې مرسته وکړي. دوی په خپل کیلنڈر کې مهالویش کړئ، هره ورځ د عمل کولو ژمنه وکړئ. خپل کاري پلان په داسې ځای کې ځای په ځای کړئ چې تاسو یې هره ورځ وګورئ. مثال: ستاسو د میز څخه پورته. هو! مه هیروئ چې هر پړاو ولمانځئ او د خپلو لاسته راوړنو لپاره ځان ته انعام ورکړئ.
  • د اړتیا سره سم تنظیم او تغير وکړئ. موږ ټول په یو وخت کې خنډونه تجربه کوو او دا سمه ده. که تاسو یو هدف له لاسه ورکوئ یا هغه ته د رسیدو لپاره د پلان له وخت څخه ډیر وخت نیسئ نو اجازه مه ورکوئ. د خپل ژوند لپاره پلان بیا کتنه او ارزیابي وکړئ. د اړتیا سره سم سمون او تغیرات راوړئ.

  • د ژوند لپاره پلان جوړولو پر مهال اساسي پوښتنې.

لکه څنګه چې تاسو د خپل ژوند پلان لیکئ، له ځانه لاندې پوښتنې وکړئ، او خپل ځوابونه مو په ذهن کې وساتئ:

تاسو کومې پایلې ترلاسه کول غواړئ؟

کوم کړنې به دا پایلې ترلاسه کړي؟

تاسو به څنګه هڅونکی پاتې شئ؟

تاسو به څنګه پرمختګ اندازه کړئ؟

  • تاسو کومې پایلې ترلاسه کول غواړئ؟

لکه څنګه چې تاسو د خپل خوب او ژوند لیدلوری رامینځته کوئ ، هڅه وکړئ د امکان تر حده مشخص اوسي او د هغو پایلو په اړه یې فکر وکړئ چې ستاسو د خوښې پایلو سره مل او یوشان وي. مثال: ستاسو هدف دا دی چې تاسو  په شرکت کې رییس شئ. له ځانه وپوښتئ چې ولې تاسو غواړئ دا هدف ترلاسه کړئ او دا به ستاسو په ژوند کې څه توپیر راولي؟ ځینې ​​​​ممکنه پایلې ممکن پدې کې شامل وي لکه: ستاسو د کورنۍ لپاره لوی مالي ثبات. ستاسو په سکتور یا ساحه کې د ډیر نفوذ درلودل. د ټول عمر ارمان پوره کول. د ډیر ډاډ احساس کول. د شیانو یا تجربو لپاره تادیه کولو توان لرل چې تاسو بل ډول یا له بلې لارې نشي کولی.

  • کوم کړنې به دا پایلې ترلاسه کړي؟

یوځل چې تاسو پایلې وپیژنئ، د اقدام تعریف کولو لپاره شاته کار وکړئ چې تاسو سره به د دې هدف په لور او دوامداره پرمختګ کې مرسته وکړي. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو هر هغه عمل پیژنئ چې ممکن ملاتړ ته اړتیا ولري لکه د باور وړ ملګرو او خپلوانو یا اړونده کسانو لیست جوړ کړئ او له هغوی څخه وغواړئ چې تاسو سره مرسته وکړي.

  • تاسو به څنګه هڅونکی پاتې شئ؟

د ژوند لپاره پلان لیکل کیدی شي یوه ساعتیري او جالبه څه وي. دا کولی شي ستاسو د هڅونې کچه هم لوړه کړي. مګر یوه ورځ ډیر ژر یو څه پېښېدلای شي چې ستاسو انګیزه د زاړه بالون په څیر خرابه کړي. شاید تاسو به د یوې غیر متوقع ننګونې سره مخ شئ. یا به د خپل غوره ملګري سره راوتلي نه یاستئ. یا به تاسو یوازې د لیدلوري او هدف یو اړخ مشاهده کړی وي. خو هرڅه چې وي، تاسو به خپله انګیزه له لاسه ورکړئ او تاسو به په تزلرل کې واچوي. نو له همدې امله تاسو اړتیا لرئ له ځانه وپوښتئ چې تاسو به څنګه هڅول کیږئ او چمتو به پاتې شئ.! کله چې تاسو د لوی هدف په لور کار کوئ، هغه په ​​کوچنیو اهدافو ویشئ. د دې لاسته راوړنو لپاره خپل ځان ولمانځئ. له خپلو باوري ملګرو او عزیزانو څخه وغواړئ چې تاسو سره د هڅونې په وخت کې مرسته وکړي کله چې مخکې تګ او وده سخته شي. بل دا چې یو نه یو احتمالي خنډ او مشکل لپاره سپما ولرئ او همدارنګه د حل لپاره یې ډاډمند ملاتړ څخه ځان مطمين وساتئ.

  • تاسو به څنګه پرمختګ اندازه کړئ؟

د هدفونو ټاکل ستاسو د پرمختګ اندازه کولو لپاره یوه ښه لار ده.مونږه  پخواني مثال ته بیرته ځو، د شرکت رییس کیدل هغه څه نه دي چې احتمال یې د شپې پیښیږي. د پرمختګ اندازه کولو غوره لاره دا ده چې لوی او اساسي هدف په کوچنیو اهدافو وویشل شي. پدې اهدافو کې ممکن د نوي مهارتونو رامینځته کول شامل وي چې د رییس د رول لپاره اړین دي. د مثال په توګه، یو منځنی هدف کیدای شي د روزنې یا تصدیق بشپړول وي. خو د یو هیله مند رییس لپاره د پرمختګ بل هدف کیدی شي په ثابت ډول د رتبو پورته کول وي. مثلا”  که تاسو د یوې پروژې مدیر په توګه پیل کوئ، ستاسو راتلونکی هدف کیدای شي د پروګرام مدیر واوسي. نو د هر پرمختګ، کوچني یا منځني هدف پوره کولو لپاره خپل ځان ته نیټه وټاکئ. دا به د دې ډاډ ترلاسه او درکولو کې مرسته وکړي چې تاسو په ټاکل شوي وخت او چوکاټ کې د خپل ژوند لپاره پلان پلي کوئ.

  • د ژوند لپاره پلان کې 5 اساسی ساحې.

ځینې ​​خلک غواړي د خپل ژوند هر اړخ پلان کړي. تاسو ممکن په ځینو برخو کې د پلان کولو پریکړه وکړئ مګر په نورو کې نه. دا چې دا ستاسو د ژوند لپاره پلان دی. نو تاسو پورې اړه لري چې څه پکې شامل کړئ او څه نه. تاسو ته د الهام درکولو لپاره ستاسو د ژوند پلان کې هغه پنځه خورا عامې ساحې یا حالات در په ګوته او واضح کوو چې باید شامل کړای شي.

(روغتیا او هوساینه. اړیکې. مسلک. مالي. ټولنه)

روغتیا او هوساینه. روغتیا رښتیانۍ، لومړنۍ او اساسي شتمني ده. پرته له دې، بل څه مهم نه دي. که تاسو صحتمند یاست، غیر صحي یاست، یا په منځني حالت کې قرار ولرئ، روغتیا او هوساینه باید ستاسو د ژوند په پلان کې لومړی وي. حتی که تاسو اوس روغ او صحتمند یاست، دا تل عاقلانه ده چې مخکې له مخکې پلان جوړ کړئ،  څنګه صحت مند پاتې شئ. ستاسو راتلونکی او خپل ځان به مو ستاسو څخه منندوې اوسي او تاسو ته به ستاسو هدف ته د رسېدو انرژي او ډاډ درکړي.

ستاسو د ژوند په پلان کې د دې شاملولو لارې:

د صحي خوړو هدف وټاکئ لکه، د ورځې پنځه خوراکي اړتیاوې مو پوره کړئ. په ورځ کې لږترلږه دوه لیټره اوبه وڅښئ. صحي وزن مو په ګوته کړئ. هره ورځ 10,000 ګامونه واخلئ. د فټنس کلب هره ورځ تعقیب کړئ. که ممکن وي یو شخصي روزونکی، تغذیه پوه، یا روغتیایی روزونکی وګمارئ.

  • اړیکې. که تاسو مجرد یاست، له یو چا سره په تړون کې یاستئ یا هم مشترک ژوند لرئ، تل ستاسو ښې اویکې ولرئ او یا د اړیکو ښه کولو لپاره لارې ولري. د ټولو اړیکو تړاوو د هغه اړیکو سره پیل او وصل دی چې تاسو یې له خپل ځان او د ژوند همسفر سره لرئ. که تاسو له ځانه او یا هم د مشترکې اړیکې څخه خفه او یا هم په فاصله کې یاستئ، دا ځانګړتیاوې کولی شي ستاسو د ژوند په عامه او ټولو اړیکو او چارو اغیزه وکړي. له دې هاخوا، د غوره ملګري، ملګرې، مور او پلار، همسفر او یا هم خپلوانو سره د غوره اړیکې لرلو په تړاوو د زده کړې ډېرې لارې شتون لري. شاید تاسو غواړئ یو ښه اوریدونکی شئ. شاید تاسو غواړئ د خپل همسفر، ملګرو، خپلوانو او ټولو سره ډیره حوصله او صبر وکړئ او یا شاید تاسو د دوې سره د ژورې اړیکې لپاره لیوالتیا لرئ.

ستاسو د ژوند په پلان کې د دې شاملولو لارې: که تاسو په اړیکه کې یاست، د خپل ملګري، ملګرې او نورو سره د اړیکې د کیفیت وخت مهالویش کړئ تر څو له سؤتفاهم رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي. د باور جوړونې او اړیکو نږدېوالي فعالیتونه پلان او وڅارئ تر څو ستاسو د ملګرو، ملګرې، خپلوانو او نورو سره ستاسو اړیکې پیاوړې او دوامداره پاتې شي. که تاسو د یو همسفر په لټه کې یاست، هره اونۍ کې ورته وخت ځانګړی کړئ، ترڅو په هغه ځانګړتیاو کار وکړئ چې تاسو فکر کوئ تاسو به په راتلونکي کې یو ښه ملګری/ملګرې یا همسفر ولرې. که تاسو د مینې په لټه کې یاست، خپل ځان ته هدف وټاکئ. چې تاسوخپل په ژوند کې څوک غواړئ، څه خوبیانې باید ولري، چا سره مو ژوند راحته محسوس کوئ او هغه شخص ته باید څومره پاملرنه وکړئ تر څو خپل ژوند ورسره په سکون محسوس کړئ.

  • مسلک. که تاسو د خپلې اوسنۍ دندې څخه ناخوښه یاست، تاسو د هغې د بدلولو لپاره پالنې او توجه ته اړتیا لرئ. مګر که تاسو له هغه ځای څخه خوښ یاست چې اوس پکې یاستئ، نو تاسو لاهم اړتیا لرئ د خپل راتلونکي ودې او پرمختګ لپاره پلان وکړئ او که تاسو یو متشبث یاست، تاسو دمخه پوهیږئ چې پاملرنه کول د سوداګرۍ بریالیتوب لپاره یو شرط دی.

ستاسو د ژوند په پلان کې د مسلک د شاملولو لارې: که تاسو غواړئ خپله اوسنۍ دنده بدله کړئ، هدف وټاکئ چې کوم رقم دنده او مسلک غواړئ. د هغې لپاره په اونۍ کې د کار غوښتنلیکونو یو ټاکلی شمیر واستوئ او که تاسو د خپلې اوسنۍ دندې څخه خوښ یاست، تصور وکړئ چې تاسو به له نن څخه وروسته په راتلونکو پنځو یا لس کلونو کې چیرته اوسئ!. بیا، د دې د پایلو ترلاسه کولو لپاره اړین ګامونه او د وخت چوکاټ او تګلاره تعریف او پلان کړئ. د سوداګرۍ د مالک په توګه، تاسو د سوداګرۍ لپاره کلنۍ موخې وټاکئ. د سوداګرۍ کوچ سره کار کولو ته پام وکړئ ترڅو تاسو سره د دوی سره یوځای د هدف لاسته راوړلو کې مرسته وکړي.

  • مالي: مالي پلان جوړونه ستاسو د مسلک او هدف د هیلو سره نږدې تړاو لري. د هغه مسلک سره سم چې تاسو یې غوره کوئ ریښتیني مالي اهداف وټاکئ. کله چې مالي اهداف وټاکئ، د خپلو لومړیتوبونو او ارزښتونو په اړه فکر وکړئ. د مثال په توګه، که تاسو ته د کورنۍ، ملګرو او یا هم بل څه سره د وخت مصرف مهم وي، تاسو ممکن پریکړه وکړئ چې د ډیرو پیسو په پرتله مو ډیر وړیا وخت ته لومړیتوب ورکړئ دی. که قضیه همداسې وي نو تاسو ممکن د CEO د رول لپاره هدف ونه غواړئ. له همدې امله، تاسو به د اجرایوي رییس معاش لپاره هم هدف ونه لرئ. ځکه ستاسو د دې لومړیتوبونو مطابق تاسو خپل مالي اهدافو پرځای د ‌‌ډېر وخت ضایع کولو ته ورکړی دی چې باید دا تنظیم کړئ او هر یو ته په وخت ورکولو کې له افراط او تفریط ځان وساتئ.

ستاسو د ژوند په پلان کې مالي پلان شاملولو لارې: خپل ځان ته میاشتنۍ بودیجه وټاکئ او هغې ته د څارنې لپاره ولاړ شئ، ستاسو په صنعت کې د عاید احتمال سره آشنا او ځان پرې باخبره کړئ. اوږدمهاله او لنډ مهاله اهداف وټاکئ. د مالي مشاور سره کار کولو ته پام وکړئ. لازمې مشورې وکړئ. که تغیر ته اړتیا وي تغیرات راوړئ او راتلونکي مالي مخکې تګ او شاته تګ ته پلان او ځان اماده ولرئ.

  • ټولنه. د اوږد او سالم ژوند یو راز د یوې ټولنې برخه کیدل دي. د څیړنې له مخې، یوازېتوب ستاسو روغتیا ته دومره زیان رسوي لکه سګرټ څکول.

 ستاسو د ژوند په پلان کې د ټولنې شاملولو لارې: د ملګرو او کورنۍ سره منظمې ناستې مهالویش کړئ. تاسو په ټولنه کې رضاکاره وخت او فکر ولري، لکه په مذهبي یا روحاني کارونو کې برخه اخیستل. د خپل چاپیریال او خلکو سره اړیکه لرل، د دوی په غم او ښادي کې شراکت او لازم اقدامات کول. په عامه خدمت کولو کې ونډه اخیستل. ځان د ټولنې له مثبت اصولو سره عیارول او داسې نور.

  • د ژوند لپاره محاسبوي پلان څنګه جوړ کړو؟

دا چې د حساب ورکولو پلان څنګه جوړ کړئ ستاسو د ژوند لپاره د پلان جوړول اسانه برخه ده. سخت کار یې هغه وخت پیل کیږي کله چې تاسو یې د پلي کولو برخې ته ورسېږئ. ژر یا وروسته، تاسو به د خنډونو سره مخ شئ چې هدف ته د رسېدو لپاره به ستاسو ژمنتیا او پلان وازموي یا وننګوی. دا ممکن یو مسلکي خنډ وي، لکه هغه دنده چې تاسو یې غواړئ تر لاسه کړای شئ یا نه!. یا دا ممکن شخصي ننګونه وي، لکه د وقفې یا روغتیا مسله، چې ستاسو د اهدافو په لور ستاسو پرمختګ ورو کوي.

د حساب ورکولو پلان کولی شي تاسو سره د ژوند په لار ستاسو د ثابت پاتې کیدو کې مرسته وکړي. دلته په دریو مرحلو کې یې څرنګوالی تشریح کوو:

یو حساب ورکوونکی ملګری ومومئ.

خپل پرمختګ اندازه کړئ.

د اړتیا په صورت کې بیاکتنه وکړئ.

  • یو حساب ورکوونکی ملګری ومومئ. خپل د ژوند پلان او هدفونه د یو باوري ملګري، د کورنۍ غړي، یا ښوونکي سره شریک کړئ. له هغوی څخه وغواړئ چې تاسو سره د هڅونې په برخه کې مرسته وکړي ځکه چې تاسو د خپلو اهدافو په لور کار کولو کې دوی تشویقوی. دوی کولی شي دا چارې ستاسو د حساب ورکونې شریک په توګه هم ترسره کړي. د حساب ورکوونکی ملګری، خپل او یا ښوونکې هغه څوک دی چې تاسو سره مرسته کوي هڅوونکی پاتې شي او تاسو ننګونې چې راپورته کیږئ او بریالي شي. که تاسو یو ملګری یا د کورنۍ غړی نلرئ څوک چې مرسته کولی شي، تاسو ممکن د روزونکي سره کار کولو په اړه فکر وکړئ.
  • خپل پرمختګ اندازه کړئ. د خپل حساب ورکونکي ملګري سره په منظمې څارنې موافقه وکړئ. دا کیدای شي اونۍ، میاشتنۍ یا درې میاشتنی څار وي چې ستاسو د اهدافو لیدنې پورې اړه لري. په موافقه شوي نیټه، دوی ته په لیکلي یا شخصي توګه تازه معلومات ورکړئ. خپل اهداف وګورئ او خپل پرمختګ اندازه کړئ. له خپل حساب ورکوونکي ملګري څخه وغواړئ چې تاسو ته ستاسو پرمختګ او شاتګ تخمیني کړي. مشوره درکړي او په راتلونکی درسره وغږیږي. تاسو سره هر ډول بریا مو ولمانځي او په ناکامي کې مو راپورته کړي.
  • د اړتیا په صورت کې بیاکتنه وکړئ. دا د ژوند لپاره پلان یو لارښود دی چې تاسو سره ستاسو د اهدافو په لور حرکت کې مرسته کوي. دا باید په کافي اندازه د انعطاف وړ وي کله چې یو څه کار نه کوي هغه ومنی او تغیر ورکړئ. که تاسو د خپلو اهدافو د پوره کولو لپاره مبارزه کوئ، د خپل حساب ورکوونکي ملګري سره کار وکړئ ترڅو ستاسو د ژوند لپاره د پلان تنظیم برخه کې مرسته وکړي او نور حقیقي اهداف وټاکئ.

  • د ژوند لپاره د پلان خاکه (ټیمپلیټ) چې مونږ سره په پیل کولو کې مرسته کوي.

 د ژوند لپاره د پلان ټیمپلیټ چې تاسو سره د پیل کولو په برخه کې مرسته کوي. د ژوند لپاره  پلان یو شخصي سند دی. هر یو شخص لپاره ځانګړی او مختلف دی، ځکه چې موږ ټول مختلف لومړیتوبونه، اهداف، افکار، غوښتنې او ارزښتونه لرو. تاسو کولی شئ دا د ژوند لپاره پلان کولو ټیمپلیټ د خپلو اهدافو، غوښتنو او اړتیاو سره سم تنظیم کړئ او په بدل کې یې خپل خلاقیت د خپل ځان جوړولو، اهدافو، اړتیاوو او غوښتونو لپاره وکاروئ.

  • د ژوند لپاره پلان کول تاسو سره مرسته کوي چې مثبت ژوند ته دوام ورکړئ.

د ژوند له ننګونو څخه تیریدل اسانه نه دي، مګر دا ممکنه ده. کوچني ورځنۍ کړنې د وخت په تیریدو سره د پام وړ بدلونونو ژوند ته اضافه کوي. د ژوند لپاره پلان کول کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چې یوه مثبت یا منفي پېښه د بل په وړاندې وساتئ او وکاروئ. تر هغه چې تاسو خپلو اهدافو ته ورسیږئ. د روزونکي (ستاسو د اهدافو اړونده مسلکي شخص) سره کار کول ستاسو اهدافو ته د رسیدو او پرمختګ لپاره یوه ثابته لاره ده.

پای.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب