تاند(شنبه، د قوس ۴ مه) په پکتیا کې یو پړانګ، چې د سیمې د اوسیدونکو په وینا د یوه کلي دوه تنه یې داړلي وو، وژل شوی دی.
دا پېښه پرون (جمعه) د پکتیا ولایت د ډنډوپټان ولسوالۍ په زندو کلي کې وشوه.
ویل شوي چې د پړانګ له لوري داړل شوي کسان په روغتون کې بستر دي.
په پکتیا کې امنیتي مسوولان وايي چې پړانګ وروسته له دې چې دوه تنه کلیوال یې وداړل، په ډزو ووژل شو.
په افغانستان کې د کلاشنیکوف له دودېدو وروسته د ډیرو وحشي ځناورو او رانګارنګ مرغانو نسلونه تقریباً له منځه تللي دي. په ځینو سیمو، لکه د بدخشان په واخان کې د واورین پړانګ د نسل د ختمېدو د مخنیوي لپاره هڅې شوي دي خو اکثرو خلکو ته د دغو ځناورو موجودیت نه یوازې مهم نه ښکاري بلکې که هر وخت په لاس ورشي، وژني یې.
د افغانستان تېر حکومت د وحشي ځناورو او مرغانو ښکار منع کړی و خو عملاً یې خپله پرېکړه نه شوای تطبیق کولی. طالبانو هم ویلي چې د مرغانو، وحشي ځناورو ښکار یې منع کړی او اجازه نه ورکوي چې د بم او برېښنايي شاک په شان په بې رحمانه طریقو څوک کبان ونیسي خو څرګنده نه ده چې د دوی دا پرېکړه تر څه حده عملي کېږي.
افسوس زمونږه د جاهله خلکو په حال.
هیڅ ژوندی موجود زمونږ څخه په امن کی ژوند نشی کولی.