شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد مسکو له غونډې وروسته د روسیې سفیر د امیرخان متقي لیدو...

د مسکو له غونډې وروسته د روسیې سفیر د امیرخان متقي لیدو ته ورغی

تاند(شنبه، د قوس ۴مه) په مسکو کې د طالبانو د مخالفانو له غونډې وروسته، چې د طالبانو عکس العمل یې وپاراوه، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل د دې کتنې په اړه په خپله ایکسپاڼه کې کښلي:« دواړو غاړو د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، او وروستیو سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو ترڅنګ پر ښوونیزو او کلتوري موضوعاتو هم خبرې کړي دي.»

ده د ښاغلیو متقي او ژیرنوف د خبرو نور جزییات نه دي څرګند کړي خو ګومان کېږي چې دا کتنه د مسکو د تېرې اوونۍ له غونډې سره بې ارتباطه نه وي چې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پرې غبرګون وښود.

مجاهد له ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې «د افغانانو په منځ کې فتنه رامنځته نه کړي.»

ده په عین حال کې وویل، ځینې هیوادونه غواړي چې سوځېدلې او تاریخ تېره څېرې بیا راژوندۍ کړي.

د طالبانو د حکومت ویندوی زیاته کړه«دا ښه اقدام نه دی، موږ پر روسیې اعتراض کړی، دوی باید د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

که څه هم په ظاهره د مسکو غونډې ته د طالبانو مخالفان د روسیې د عدالت ګوند مشر بللي وو خو هم طالبان او هم نور پوهیږي چې په روسیه کې دا ډول کارونه د حکومت له مشورې او خوښې پرته نه شي کېدای.

د چارو ځینې شنونکي وايي، روسیه پوهېږي چې په اوسني ډول په افغانستان کې حکومتي چارې دوام نه کوي او بالاخره به یو وار بیا د بون د ۲۰۰۱ کال په شان کنفرانس دایریږي نو سر له اوسه غواړي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې نفوذ ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب