جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهچین ته د طالبانو د دویم سرپرست سفیر رسیدل

چین ته د طالبانو د دویم سرپرست سفیر رسیدل

تاند (یکشنبه، د قوس ۵ مه) راپورونه وایي چې د طالبانو د رژیم له بیا واکمنیدو راهیسې د دغه رژیم دویم سفیر هم چین ته رسیدلی .

په راپورونو کې نوی ټاکل شوی سرپرست سفیر بلال کریمي یاد شوی.

کریمي مخکې د طالبانو د ویاند مرستیال و.

 طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو پرون رسنیو ته ویلی، چې نوموړی د چین پلازمېنې پیکنګ ته رسېدلی او ډېر ژر به خپله دنده رسماً پیل کړي.

که څه هم د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د پاکستان، ترکیې، روسیې او ځینو نورو هېوادونو تر څنګ چین، د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.

چین له لومړنیو هېوادونو څخه و چې په افغانستان کې یې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په خپله خاوره کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو د رژیم معرفي کړي سرپرست ته وسپاره.

له دې سره، د طالبانو پر ګومارنو ځینې نیوکې هم شوي او ویل شوي چې د دغه رژیم ګومارنې نیږدې ټولې غیر مسلکي او پر انډیوالۍ او ډلبازۍ ولاړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...