یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد مولوي کبیر نادرکي؛ ملا هبت الله یې ځینې مسوولیتونه ملا متقي...

د مولوي کبیر نادرکي؛ ملا هبت الله یې ځینې مسوولیتونه ملا متقي ته سپارلي

تاند (یکشنبه، د قوس ۵ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له شاوخوا ۳ میاشتو راهیسې رسنیز شوی نه دی او د کاري فعالیت څرک یې نه ښکاري.

د هغه مطبوعاتي مسوول قاضي حسن حقیار د مولوي کبیر د نادرکۍ دلیل د نوموړي ناروغي ښودلې، خو زیاته کړې ده چې هغه په رغیدو او دندې ته حاضریدونکی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی مشر ملا هبت الله اخوند زاده په کندهار کې د خپلې کابینې د وروستۍ غونډې پر مهال د مولوي کبیر ځینې صلاحیتونه د بهرنیو چارو وزارت لپاره خپل وزیر ملا امیرخان متقي ته سپارلي دي.

هغه په دې برخه کې د کورنۍ او بهرنۍ پالېسۍ جوړولو ته اشاره کړې ده.

طالب ویاند له کورنۍ او بهرنۍ پالېسۍ جوړولو څخه د ملا هبت الله هدف او د ملا متقي مسوولیت نه دی مشخص کړی.

شنونکي باور لري چې د حکومتونو او رژیمونو لپاره ورته پالېسۍ افراد، هغه هم ملایان نه بلکې د ګڼو مسلکونو د متخصصینو لوی ټیمونه جوړوي او دا پالېسۍ ورځینۍ نه، دوامداره او اساسي وي.

له دې سره، معلومه نه ده چې مولوي کبیر څه ناروغ دی او درملنه یې په کوم ځای کې کیږي.

د هغه نیږدې سرچینو یوازې په یوه بهرني هېواد کې د هغه موجودیت تایید کړی.

په پاکستان کې یو شمېر باوري سرچینو بیا تاند ته ویلي چې له دغه هېواد سره د طالبانو د رژیم له ظاهري ناندریو سره- سره مولوي کبیر له څو میاشتو راهیسې هغلته دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ښاغلی کبیر د پېښور په حیات اباد او د بورډ بازار په تاج اباد کې له پخوا راهیسې څو کورونه لري او د کورنۍ ګڼ غړي یې هغلته د ژوند تر څنګ په سوداګرۍ او کاروبارونو بوخت دي.

مولوي کبیر، د جمهوري نظام خلاف د طالبانو د جګړې پر مهال هم پېښور کې اوسیده او د پېښور شورا په نوم د طالبانو د یوه فرکسیون مشري یې کوله.

3 COMMENTS

  1. د ناروغتيا خو يې موږ هم اورېدلي دي، نور نو خدای ته پته ده چې څنګه دی؟
    پاکستان ته په ژمنتيا کې خو متقي او دې نورو ته ورته دی، ځکه چې ټول له هماغه يوې سوړې خړوبه شوي دي.
    وبه ګورو چې الله تعالی ته څه منظوره ده، خو خونده د ټولو نشته.
    دا هم بايد ومنو چې موږ ټولو له يوې په هر ډګر کې ماتې وخوړله او دا ځکه چې موږ ټولو د پاکستان او د هغوی پء اړوندو ملايانو ډېره زياته اتکاء او باور لرلو او عواقب يې مو نه سنجول، نو ځکه مو اوس دا حال شو.

  2. دی ملا کبیر تاریخ هم تیر شوی اوسی پنجابیان په کوناټی کی یوه وړه پیچکاری کوی او له خیر سره دوزخ ته یې لیږی څوک چی خپل وطن یا مور ته خیانت کوی دا به بې سزا وې چې خپله ناروا پلار به یې وزنی

  3. وایی یوه میاشي د فیل په غوږ کې شپه تېره کړه او سهار یې فیل ته وویل چې مننه ، ښه توده شپه مې ستا په غوږ کې تېره کړه .
    فیل ورته وویل چې نه د په راتګ خبر یم او نه د په تګ . ورځه په مخه د ښه .
    د افغانستان خلک هم د ملا کبیر په راتګ او موجودیت خبر نه دی او نه یې په ناروغتیا او خپل وطن ته په تګ .
    په افغانستان کې یې څه توره وکړه ، کوم خدمت یې وکړ؟
    د بیت المال له بودجې نه مفته معاش ، امتیازات ، باډي ګاردان او موټر ورته ورکول کیږي . شاید تداوي یې هم د همدغو هردم شهیدو . خوارانو ، مظلومانو ، یتیمانو ، کونډو له سهم نه ورکړل شی . اما کار یې معلوم نه دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب