شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+ د سړخونې ژوندون| حیات ژوند

 د سړخونې ژوندون| حیات ژوند

زه به پر دویمه اوونۍ له دې سړخونې وایستل شم، ځکه د رالېږدولو پر وخت دوو نرسانو چې زما د روجايۍ دوې څنډې يې نیولې وې او په خپلو منځو کې سره غږېدل، همدا خبره وکړه؛ خو دوی شکمن هم و او ویل یې چې ښايي تر اوږده وخته همدلته پاتې شي. هغه وخت په روجايي کې زما پښې او سر پورته و، ملا هم کړوپه. دوه درې ځلې مې ملا او کوناټي پر زینو ولګېدل، ځکه زه يې له درېيم پوړه دلته لاندې سړخونې ته چې په هواره اباده شوې، ځانځولۍ راوړم؛ خو زما وجود درد ونه کړ، دوی په خپلو کې وویل، چې سړی مو خوږ کړ، هسې يې هم کوناټي او ملا لګېدلي دي. 

اوس اوس زما په خونه کې دوه څراغه روښانه دي، یو د خونې په بر سر کې چې رڼايي نرمه او زېړه ده، بله هم د خونې په منځ کې چې تکه سپینه رڼا لري. تر دغو رڼاوو لاندې د دې خونې ټول نفوس راټولېږي، شمېر يې څلوردېرشو کسانو ته رسي؛ خو کله چې د وره له بهره ښکالو واوري، سملاسي ځانونه خپلو سړخونو ته ورسوي. پر اوږدې تختي ځانونه واچوي، سپین څادر پر ځان وغوړوي او یو بکس ته ورته کوټنۍ ته ځان وروښویوي. زموږ د سړخونې کوټنۍ د دې لویې خونې څلورو اړخونو ته کتار جوړې شوې دي، یو کتار هم د کوټې په منځ له یوه سره تر بله غځېدلی دی. همدا کتار تل غلی وي، له خپلو خونو نه ډېر کم راوځي او زموږ په شان له دغه دوو شېبو ژونده خوند نه اخلي.

ټیک له نن نه څلور ورځې مخکې چې شپه پخه شوې وه، زه او زما د څنګ ګاونډ د شطرنج پر لوبې دومره بوخت شوي وو، چې د چا ښکالو مو هډو وانه ورېده. کله چې د دروازې کولپ ته کیلي وردننه شوه، زموږ غوږونه څک څک راوختل. په لومړي سر کې مو ګومان وکړ، چې سیدباچا به وي. سیدباچا يې په یوې ترافیکي پېښه کې تر ټپي کېدو وروسته روغتون او بیا هلته له روح بایللو وروسته دغې سړخونې ته له ما او زما له ګاونډه نیمه یوه اوونۍ مخکې راوړی و. د هغه کورنۍ لا درکه ده. نن مو ورته ډېر وویل، چې را دې شي او له موږ سره دې د وروستۍ ورځې شطرنج لوبه وکړي؛ خو د وجود په شان يې روح هم مات مات و، لکه یو هډوکی يې هم چې جوړ نه وي پاتې. هر چا به چې په همدې حالت دلته پر غولي د ګام اخیستلو پر وخت ولیده، ملنډې به يې پرې وهلې؛ خو د ده سینه لکه زموږ دا ستره کوټه دومره ارته او پراخه وه. ما او ګاونډ مې چې غوږونه مو لا د وړاندې څک څک نیولي وو، غږ مو د خونې د دروازې له خوا واورېد، زه بیا د سترګو په رپ کې درېدلی وم، د شطرنج تخته مې په تخرګ کې ټینګه نیولې وه. دانې ګاونډ اوچتې کړې وې او په همدې وخت کې ما په لویو ګامونو د کوټې اته ویشتم نمبر سړخونې ته ځان رسولی و؛ خو د وسپنیزو سړخونو د دروازو له بندولو سره سم چې نرسې ور راپرانیستی و، زما د سپين څادر ټوټه له دراوزې بهر وتلې وه او له ډېرې ترهې يې ور پرانیستی پرېښی او په منډه تللې وه. د کارګرانو په خونه کې نرسې خپلو همکارانو ته ویلي و، چې کوم مړی ژوندی شوی؛ خو خورلڼو او همکارانو يې ډاډه کړې وه، چې هسې وېرېدلې ده. نرسې په بیا بیا ویل، چې مړی ژوندی شوی او د وسپنو ترنګی يې هم اورېدلی.

پر هماغه شپه هېڅوک له خونې ونه ایستل شول، بل هېڅوک را هم نه وړل شول. ما د خپل څادر ټوټه په ځان پورې کش کړه، د ګاونډ دېوال مې چې په اووه ویشتم نمبر سړخونې کې وه، وروټکاوه. خندا مې یې واورېده.

ګاونډ وپسېده، بیا ورو ځان سره وبنګېده، وړه نیمه سلګۍ مې يې واورېده… ما ګومان وکړ، چې ټوکې راسره کوي. خندا څنګه دومره ژر په سلګیو اوښتلی شي. دېوال مې په زوره وروټکاوه، د شطرنج د دانو ټکاری يې له خونې راووت او بیا مې د ټیمي وسپنو زورور دربی تر غوږو شو. ما د شطرنج پر تختې لاس تېر کړ، تخته مې په سینې پورې نیولې وه.

د سترګو د رپ هومره وخت به نه و اوښتی، چې له بهره د ګڼه ګوڼې غږ راغی. ګاډۍ والا یوه ګېدۍ پالکو په پنځو افغانیو خرڅاوه، کباړوالا هم په زړو وسپنو پسې راوتلی و او د موټرو هارنونه هم زما پر غوږونو لکه سره سیخان راننوتل. وپوهېدم، چې شپه مو اړولې ده. ومې غوښتل، چې دواړه لاسونه د کوټنۍ ښي او کيڼ اړخ ته ونیسم او ځان ته زور ورکړم، چې تر ما لاندې وسپنیزه دړه وښوييږې او بهر د کوټې غولي ته ووځم او بیا زه خپل ټول یاران له خونې راویستو ته اړ کړم، په خاص ډول غوښتل مې چې ګاونډ مې راويښ کړم، ځکه پرونۍ لوبه نیمايي پاتې شوې وه؛ خو پښو مې سستي کوله، لاسونه مې د شطرنج په دړه چې پر سینه پورې مې پرون نیولي وو، کلک او بې سېکه پراته وو. له ځان سره مې فکر وکړ، چې ګنې مړ شوی یم؛ خو وروسته مې وویل، چې زه په سړخونه کې یم، د مړو په سړخونه کې او د مړو په سړخونه کې د ژوندانه هیله بې مانا هیله وي، مړ به حتمي يې. خو یوه خیالي هیله مې په زړه کې وټوکېده او فکر مې وکړ، ښايي یو غیبي غږ به وشي او وبه وايي، «د خدای په اراده راپورته شه».

د پښو ګوتې مې ورو ورو وښورولې، د بټې او تر څنګ مې دویمې ګوتې ترمنځ د سپینې ټوټې ژۍ – چې پر ځان مې ویړه کړې وه – ونیوله، ورو ورو مې په دواړو پښو له ځانه سپينه ټوټه کش کړه، پاس مې تندی او سترګو ته نژدې وسپنیز تخته په تته رڼايي کې ولیدله، نری یخ یې نیولی و. مړوند او لاسونو ته مې وکتل، د سینې پر وېښتانو مې سپینه پرخه پرته وه، ځای ځای تور وېښتان راښکارېدل او د سپينې ټوټې د کشولو پر مهال سپینه پرخه ټوکر له ځان سره وړې وه. بیا مې کوښښ وکړ، چې لاسونه مې هم وخوځوم او تر څنګ اووه ویشتم نمبر ګاونډ مې راويښ کړم، چې راپورته شي او د شطرنج پاتې لوبه ختمه کړو چې ګټیالی او ناکام معلوم شي؛ خو زه چې څه په لوبه او څه له دې کوټې ورهاخوا تر ژېړ لمر لاندې تل ناکام او د یوې سوړې او تنهايۍ په لټه وم، ښه مې وګڼله چې هېڅ يې وریاده نه کړم او په پلمه پلمه د پرونۍ لوبې له ادامې تېر شم او ان که وشي، له لوبو او شطرنجه هم.

د شطرنج له دړې مې لاس په زحمت پورته کړ، د څنګ وسپنیزه ټیمي دړه مې وټکوله، د دړې ټنګ ټونګ زما په غوږونو بد ولګېد، چوپه چوپتیا وه، لکه بنده زاد چې په دې لویې خونې او په دې څلوردېرشو کوټنیو کې نه وي. ووېرېدم، ما ګومان وکړ، چې خپل اصلي ټاټوبي ته يې وړی یم، شاوخوا مې نمجنه خټه ده او دا پاس هم چې ما ته وسپنیزه دړه ښکارېږي، درې اوږدې او پلنې ډبرې څنګ تر څنګ اېښوول شوې او ترمنځ چولې يې په خټو بندې شوې دي. لاسونه مې وسپنیزو دېوالونو ته ولګول، ځان مې له کوټنۍ راوباسه. د خونې ګروپونه مړه شوي وو، تر کړکۍ ورهاخوا په اسمان کې ځلنده ستوري ځلېدل، خو دا ستوري زموږ د خونې نه و، د بل وطن او د بل اسمان ستوري و، ما ته يې رڼا نه رارسېده. له حیرانۍ مې خوله پرانیستې پاتې شوه، ځان ته مې سل ځلې بدرد وویل، چې ما بشپړه ورځ یوازې او یوازې همدا کوښښ کړی، چې له خ راووځم او بیا مې سر د خونې په ډبرین دېوال وواهه، چې پرون شپه د یوې سترګې خوب له کبله د خونې ټول نفوس تالاترغۍ او تری تم شوی دی.

د خونې د منځ کوټنیو کوچنۍ ور مې یو یو پرانیسته، په هرې کوټنۍ کې د پخوا په شان چوپه چوپيايي؛ خو هره یوه تشه وه. د هرې یوې کوټنۍ دننه یوه ریتاړه پرته وه، د زنې ریتاړه، تکه سپینه، ښايي په روح لړل شوې ریتاړه به وه، هره ريتاړه ځلېدله، زما د ګوتو له منځه هم چې لاس مې موټی کړی و، رڼايي راوتله.

په مات ورمېږ مخ ترې واړاوه، خپلې کوټنۍ ته مې ګام واخیست، تر خونې بهر د وره له بېخجنو درزونو او چولو د ګڼې ګوڼې غږ په رانژدې کېدو شو، د وره کولپ واوښت، ما په ناارادي توګه تر خپلې کوټنۍ منډه کړه، ګومان مې وکاوه، چې اوس هم زما اووه ویشتم نمبر ملګری راسره دی، یا به زه یا به دی ور راپسې پورې کړي، ښايي د شطرنج دانې چې ورځې مو پرې اړولې، سره راټولې او تر خپلې کوټنۍ يې ورسوو، یا به زه د شطرنج تخته په تخرګ کې کلکه نیسم او له ده یوه پاتې دانه به ورپسې اخلم، کوټنۍ ته به يې وروشړم؛ خو د منډې په درېيم ګام کې مې ذهن ته راغله، چې په دې ستره خونه کې یوازې او یوازې زه پاتې یم… زه خپلې کوټنۍ ته لا نه وم رسېدلی، چې ور په پرانیستېدو شو، زه نېغ ودرېدم؛ هماغه نرسه چې په لومړیو ورځو کې له موږه وېرېدلې وه، له نورو همکارانو سره په وره کې زبون وهلې مېخ شوه، کړیکه يې وکړه. 

خو زه د خونې پر غولې پرېوتی وم، ریتاړه مې د ښي لاس په موټي کې کلکه نیولې وه او ښايي لاسونه یا ټول وجود به مې سوړ شوی او بیا د لرګي په څېر کلک او بې حرکته شوی و او ان وروسته هم ونه پوهېدم، چې ریتاړه زما له موټي وښکل شوه که نه؛ خو په کوټنۍ کې د شطرنج په تختې پسې خپه وم او د اووه ویشتم نمبر کوټنۍ والا د شطرنج په دانو پسې لا هم سرګردانه چې ما تر تري تم کېدو وروسته نه وې موندلې.

کابل

۲۰۲۰/۱۲/۲۴

1 COMMENT

  1. موږ له مرګه ځغلو ته مرګ را پسي ځغلوې، نن شپه به نو په خوب کې هم داریږم، ایسته مې پریښوده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب