جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپر هندوستان د پرځیدلي افغان جمهوري نظام د سفیر نیوکې

پر هندوستان د پرځیدلي افغان جمهوري نظام د سفیر نیوکې

تاند (شنبه، د قوس ۴مه) د هندوستان لپاره د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د تړل شوي سفارت سفیر فرید ماموندزي په یوه تازه مرکه کې پر دغه هېواد د افغان سفارت د تړل کیدو له امله نیوکې کړي.

نوموړي ویلي چې یادشوی سفارت د هندوستان د فشارونو او نه ملاتړ له امله وتړل شو او اوس به په ډېر ګومان د طالبانو رژیم ته وسپارل شي.

هغه دا کار د یوې «طلایي دورې»پای ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو سره د هندوستان ملګرتیا د ارزښتونو د پالنې پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ښيي.

په هندوستان کې د افغانستان سفارت پرون د یوې اعلامیې له خپرولو سره، په بشپړه توګه د خپلو فعالیتونو د پای ته رسولو خبر ورکړ.

سرچینې وویل، سفارت به د هندوستان حکومت ته سپاري خو ټینګار کوي چې باید هند د افغان سفارت ملکیتونه او شتمنۍ خوندي او پر سفارت د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ رپاند وساتي.

هندوستان د افغان سفارت د بشپړ تړل کیدو تازه اعلان ته غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. دغله زویه ډیری به د خوړلی وی په خاورو موړ شی تاسی دشر او فساد څخه افغانان خلاص شول دغلام زامنو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...