جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا کې د ۲ هغو کسانو محاکمه چې افغانستان ته د تلو...

برېتانیا کې د ۲ هغو کسانو محاکمه چې افغانستان ته د تلو او داعش سره په یو ځای کیدو تورن دي

تاند (شنبه، د قوس ۴مه) برېتانیا دوه وروڼه په دې تور محاکمه کړي چې ګواکې افغانستان ته د تګ او هغلته یې داعش ډلې سره د یو ځای کیدو پلان و.

 ۲۱ کلن محمدعبدالحلیم حیدرخان او ۱۸ کلن ورور یې محمدحمزه حیدرخان په جولای میاشت کې د تروریستي اقدام په تور مجرم پېژندل شوي وو.

د برمنګهم ښار محکمې پرون (د نوامبر ۲۴مه) حلیم په لس کاله بند او حمزه په اته کاله بند محکوم کړل.

دوی دواړه د تېرکال د نوامبر په دویمه نېټه په برمنګهم کې په خپل کور کې نیول شوي وو.

دې وروڼو د تحقیق پرمهال اعتراف کړی و چې غوښتل یې افغانستان ته ولاړ شي او له داعش ډلې سره یوځای شي.

د چارواکو په وینا، له هغوی څخه داسې شواهد هم ترلاسه شوي دي چې جرم یې ثابتوي.

برېتانوي چارواکو نه دي ویلي چې دغه کسان د کوم هېواد اتباع دي؟

ګومان کیږي چې دواړه دا وروڼه به افغانان وي.

هغوی د ور پورې شویو تورونو او اعلان شوې سزا په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب