Homeخبرونهد مانش کانال له لارې بریتانیا ته د اوښتو افغان پناه‌غوښتونکو شمېر...

د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د اوښتو افغان پناه‌غوښتونکو شمېر تر ۴ زرو اوښتی

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې، لږ تر لږه ۳۳ زره پناه‌غوښتونکي او کډوال په وړو کښتیو کې د بریتانیا او فرانسې ترمنځ له اوبلارې څخه تېر شوي او بریتانیا ته داخل شوي دي

د بریتانیا او فرانسې ترمنځ اوبلارې ته بریتانیایان بریټش چاینل او فرانسویان مانش کانال وايي

بریتانیا ته په اوښتو کډوالو کې ۴ زره او ۶۵ تنه افغانان دي. د راپور له مخې، په وړو کښتیو کې بریتانیا ته د ټولو اوښتونکو شمېر د تېر کال پرتله ۲۳ سلنه کم شوی، په داسې حال کې چې د افغانانو شمېر بیا ۳۷ سلنه راکم شوی دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان ترڅنګ د اریتریا، سوډان، سومالیا او ایران وګړي هغه پنځه لویې ډلې دي چې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته د اوښتو تر ټولو لوړه کچه لري. د دغو پنځو هېوادونو اتباع په وړو کښتیو کې بریتانیا ته د رسېدلو شاوخوا دوه پر درېیمه برخه جوړوي. په دې منځ کې اریتریایان ۱۸ سلنه، سودانیان ۱۳ سلنه، افغانان ۱۳ سلنه، سومالیایان ۱۲ سلنه او ایرانیان ۱۱ سلنه جوړوي.

راپور ښيي چې په همدې موده کې په بریتانیا کې د پناه غوښتنې ټولټال ۸۶ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي چې د تېر کال پرتله کموالی ښيي. د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه هم ۲۵ سلنه کم شوي او شاوخوا ۵ زره او ۹۵۲ غوښتنلیکونو ته رسېدلي دي. د ۲۰۲۱ کال له وروستیو راهیسې تر ۳۰ زرو ډېر افغانانو په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده. همداراز، د ۲۰۲۱ کال له نیمایي راهیسې نژدې ۳۸ زره افغانان د بشري او بیا مېشتېدنې پروګرامونو له لارې بریتانیا ته انتقال شوي دي.

مانش کانال چې د بریتانیا او فرانسې ترمنځ پروت دی، د هغو کډوالو او پناه‌غوښتونکو لپاره د تېرېدو له مهمو مسیرونو څخه دی چې غواړي بریتانیا ته ځان ورسوي. ډېری کسان له فرانسې څخه په کوچنیو او له ګڼې ګوڼې ډکو کښتیو کې په دې لار تېریږي. د سمندر ناڅاپي بدلون، سختې څپې او د دغو کښتیو د خوندیتوب کمښت د دې سفر خطر زیاتوي او هر کال د مرګ ژوبلې اندېښنې هم ورسره مله وي.

د بریتانیا حکومت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د مانش کانال له لارې د غیرقانوني کډوالۍ مخه ونیسي. د نویو شمېرو له مخې، که څه هم په وړو کښتیو کې د اوښتو شمېر کم شوی، خو د زرګونو کسانو دوامداره راتګ لا هم د بریتانیا لپاره له مهمو سیاسي او بشري ننګونو څخه بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د مشک ادبي بهیر بیا پرانېسته وشوه

راپور: روح الله الفت  د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۳۰مه نېټه، د هېواد د ادب، فرهنګ او هنر د ګڼو مخورو، ادیبانو،...