تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د افغانستان په نړیوالو هوايي ډګرونو کې د کارګو خدماتو فیسونه کم کړي دي. د هوايي عملیاتو مرستیال وزیر فتحالله منصور ویلي، دا کار یې بهر ته د افغاني صادراتي محصولاتو د انتقال د لګښتونو د کمولو، د سوداګرو د ملاتړ او د صادراتو د زیاتولو لپاره کړی دی.
د کارګو د هوايي امنیت فیس له هر ټن ۱۰۰ ډالرو څخه ۱۰ ډالرو او د ځمکنيو خدماتو فیس له ۹۶ ډالرو څخه ۴۰ ډالرو ته راکم شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د کارګو منظمو الوتنو ته د خدماتو په فیسونو کې ۲۵ سلنه او ځانګړو کارګو الوتنو ته ۵۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي.
د هوايي چلند وزارت وايي، د فیسونو کموالی به د توکو د لېږد لګښت راکم او نړیوالو بازارونو ته به د افغاني محصولاتو رسېدا اسانه کړي.
هوايي دهلېزونه په ځانګړي ډول د هغو افغان صادراتي توکو لپاره چې لوړ ارزښت یا د خرابېدو لنډه موده لري، د نړیوالو بازارونو پر لور له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. په دې توکو کې تازه مېوې، سبزیجات او نور ژر خرابېدونکي محصولات شامل دي. که څه هم هوايي لېږد د ځمکني او سمندري ترانسپورټ پرتله عموماً ګران تمامېږي، خو د وخت د سپما له امله د ځینو صادراتي توکو لپاره مهمه لاره ده.
افغانستان چې سمندر ته مستقیمه لار نه لري، نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره تر ډېره د پاکستان او ایران له ترانزیټي لارو استفاده کوي. په دې وروستیو کې د سیمې د ترانزیټي ستونزو له امله د افغانستان د سوداګرۍ پر لارو فشار هم زیات شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او محدودیتونو په وروستیو میاشتو کې د سوداګرۍ بهیر اغېزمن کړی دی. له بلې خوا، په منځني ختیځ کې کړکېچونو د هرمز تنګي له لارې د نړیوال سمندري ترانسپورت په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
په دې شرایطو کې د هوايي کارګو د فیسونو کمېدا د افغانستان لپاره د صادراتي لارو د اسانتیا یوه هڅه بلل کېږي. د طالبانو حکومت وايي، دا اقدام د سوداګرۍ د اسانتیا او افغان صادرونکو ته د نړیوالو بازارونو د لاسرسي د ښه کولو د پراخو هڅو یوه برخه ده.