Homeخبرونهپر ایران د بریدونو شپږ میاشتې؛ د جګړې شپږ مهمې پایلې

پر ایران د بریدونو شپږ میاشتې؛ د جګړې شپږ مهمې پایلې

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۶ مه) د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د بریدونو شپږ میاشتې بشپړې شوې دي، خو هغه جګړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «لنډمهاله عملیات» بللي وو، د تمې خلاف اوږده شوې ده.

ایران تسلیم شوی نه دی، د هرمز تنګي له لارې سمندري تګ راتګ سخت اغېزمن شوی او د جګړې د پای ته رسېدو کوم څرک نه لیدل کېږي. ټرمپ د جګړې په پیل کې اټکل کړی و چې دا به په څلورو اوونیو کې پای ته ورسېږي.

۱ټرمپ ته سیاسي زیان

د راپور له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د امریکا په خلکو کې د ټرمپ محبوبیت کم شوی او د جګړې په دوام سره لا نور هم راټیټ شوی دی. د یوې نظرپوښتنې له مخې، د ټرمپ ملاتړ له ۴۰ سلنې څخه ۳۳ سلنې ته راکم شوی دی.

د جګړې له امله د تېلو بیې لوړې شوې او پر امریکايي کورنیو د انفلاسیون فشار زیات شوی، په داسې حال کې چې ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتي کمپاین کې د لګښتونو د کمولو ژمنه کړې وه.

یوازې ۳۱ سلنه امریکایانو په دغې جګړه کې د خپل هېواد ملاتړ کړی دی. راپور وايي، د نومبر له منځنیو انتخاباتو مخکې د بیو د لوړېدو له امله د خلکو نارضایتي ښايي د جمهوري غوښتونکو لپاره ستونزې رامنځته کړي.

۲پر نړیوال اقتصاد اغېز

پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته په هرمز تنګي کې سمندري تګ راتګ سخت اغېزمن شوی دی. دغه تنګی د ایران او عمان ترمنځ شاوخوا ۳۴ کیلومتره پلن دی او د نړۍ د انرژۍ کابو پنځمه برخه له همدې لارې لېږدول کېږي.

د جګړې له امله د تېلو بیې لوړې شوې او د نړیوال اقتصادي رکود اندېښنې زیاتې شوې دي. د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د نړیوالې اقتصادي ودې وړاندوینه دوه ځله راکمه کړې او اوس اټکل کېږي چې د روان کال نړیواله اقتصادي وده به شاوخوا ۳ سلنه وي.

خو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې په ګډون قوي لګښتونو او پانګونو له نړیوال اقتصاد سره مرسته کړې چې له لا زیاتو زیانونو څخه خوندي پاتې شي.

۳ایران مات شوی نه دی

که څه هم جګړې د ایران پوځ او اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي، خو تهران لا هم د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د برید توان لري او د هرمز تنګي د بندولو وړتیا هم ورسره پاتې ده.

د امریکايي پوځي چارواکو په وینا، امریکايي ځواکونو د ایران ۱۶۱ سمندري بېړۍ له منځه وړي او د دغه هېواد ۸۲ سلنه هوايي دفاعي سیستم یې له کاره غورځولی دی.

سره له دې، ایران لا هم توغندي او ډرونونه لري او په سیمه کې یې پر سمندري بېړیو او امریکايي پوځي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

په جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او په ایران کې انفلاسیون او سوداګریزې ستونزې هم زیاتې شوې دي. د ایران د احصایې مرکز د معلوماتو له مخې، د جولای په میاشت کې د خوراکي توکو کلنی انفلاسیون ۱۲۸ سلنې ته رسېدلی و.

۴په منځني ختیځ کې بې‌ثباتي زیاته شوې

د امریکا او اسرائیل د جګړې هدف دا و چې ایران د منځني ختیځ لپاره له ګواښ جوړېدو څخه راوګرځول شي، خو د راپور له مخې، د جګړې په پایله کې سیمه لا ناامنه شوې ده.

د ایران توغندويي او ډروني بریدونو د خلیج په عربي هېوادونو کې د امریکا پوځي او ډیپلوماتیک تاسیسات په نښه کړي او په سیمه کې یې هوايي سفرونه هم اغېزمن کړي دي.

پر ایراني سمندري بېړیو بریدونو او په سره سمندرګي کې د حوثیانو فعالیتونو د بیمې او ترانسپورټ لګښتونه لوړ کړي، چې له امله یې د توکو د رسولو زنځیرونه او د خلیجي هېوادونو اقتصادونه هم اغېزمن شوي دي.

۵د ایران د اتومي وسلو جوړولو بهیر ځنډېدلی

د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د ایران د یورانیمو د غني کولو درې مهم تاسیسات او د اتومي وسلو اړوند د فعالیتونو لپاره کارېدونکي ځینې نور ځایونه سخت زیانمن شوي دي. په اسرائیلي بریدونو کې یو شمېر مهم اتومي ساینس‌پوهان هم وژل شوي دي.

د امریکا د استخباراتي ارزونو له مخې، ایران ښايي اوس د اتومي بم لپاره د اړینو غني شوو موادو د تولید په برخه کې تر یوه کال پورې وخت ته اړتیا ولري، په داسې حال کې چې له جګړې مخکې دا موده شاوخوا شپږ میاشتې اټکل شوې وه.

خو د ایران د اتومي پروګرام اوسنی وضعیت لا هم روښانه نه دی، ځکه د ملګرو ملتونو پلټونکي بېرته اتومي تاسیساتو ته نه دي تللي. د اتومي انرژۍ نړیواله اداره هم د ایران د شاوخوا ۴۴۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شويو یورانیمو د اوسني ځای پخلی نه شي کولی.

۶د امریکا پر پوځي وړتیا فشار

د جګړې په ترڅ کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او تر ۷۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

امریکايي پوځ یو شمېر ډرونونه او الوتکې هم له لاسه ورکړې دي. د امریکا د کانګرس د څېړنیز خدمت د معلوماتو له مخې، په جګړه کې ۴۲ امریکايي پوځي الوتکې له منځه تللې دي.

امریکا د جګړې په لړ کې د خپلو پرمختللو توغندیو د نړیوالو زېرمو لویه برخه کارولې ده. د جولای تر میاشتې پورې د امریکايي پوځ د «پېټریاټ» توغندیو په زېرمو کې شاوخوا ۶۵ سلنه کموالی او د «تاد» توغندیو په زېرمو کې لږ تر لږه ۳۸ سلنه کموالی اټکل شوی دی.

امریکا له اروپا او اسیا-پسفیک سیمو څخه جنګي الوتکې، جنګي بېړۍ او نور پوځي تجهیزات منځني ختیځ ته لېږدولي دي. د دې کار له امله د نړۍ په نورو سیمو کې د امریکايي ځواکونو د پوځي چمتووالي او تجهیزاتو د شتون په اړه هم پوښتنې راپورته شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شطرنج | لیکواله: نظیفه دفتاڼۍ

تل مې هیله درلوده د شطرنج لوبه زده کړم، نه یوازې دا چې د هغې ظاهر راته زړه راښکونکی وو، غوښتل مې یو څه...