تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۷ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې پرېکړهلیک تصویب کړ چې موخه یې د ترهګرۍ له منځه وړل او له افغانانو سره د عادي ژوند د بېرته پیلولو په برخه کې مرسته وه.
لاوروف ویلي، د همدې پرېکړهلیک پر بنسټ د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف جوړ شو او روسیه هم چمتو وه چې له دغه ائتلاف سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي. خو د هغه په وینا، امریکا وروسته د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځای پرېکړه وکړه چې خپل پوځي حضور په افغانستان کې اوږد کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته مسکو د نړیوالې ترهګرۍ ګواښ په جدي توګه درک کړی و، خو د امریکا اوږدمهاله حضور په افغانستان کې په پای کې داسې پېښو ته لاره هواره کړه چې د نوموړي په وینا، پایله یې د عملیاتو له لومړنیو موخو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیک سره توپیر درلود.
د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه په امریکا کې د القاعدې ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. دوې الوتکې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر دوو برجونو ولګېدې، یوه الوتکه د ویرجینیا ایالت پر پنټاګون ولګېده او څلورمه الوتکه په پنسلوانیا کې ولوېده.
په دغو بریدونو کې نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول او د امریکا په بهرني سیاست کې یې پراخ بدلون رامنځته کړ. د هغه وخت د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش القاعده او اسامه بن لادن د بریدونو مسوول وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې بن لادن او د هغه د شبکې غړي امریکا ته وسپاري.
طالبانو چې هغه مهال په افغانستان کې واک درلود، د امریکا غوښتنه ونه منله. له دې وروسته امریکا او متحدانو یې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې د طالبانو حکومت وپرزېد.
کله چې آسامه بن لادن د شوروی خلاف د پخوانیو جنګی ډلو لپاره د امریکا نظامی او مالی امکانات د پاکستان له لاری افغانستان ته لیږدوو نو آسامه بن لادن د امریکا نږدی کس پیژندل کیده مګر پاکستان هم پدې مرسته کې خپله برخه تر لاسه کوله ځکه نن اتمی هیواد ده
نو کله چې پخوانۍ جنګي ډلی بریا ته نږدی شوی نو آسامه بن لادن اود ربانی ، سیاف او حکمتیار سره اړیکی یې پیاوړی شوی
نو آسامه زیاتره وخت په پاکستان کې تیروو نو چې کله جنګي ډلی کابل په کنډواله بدل کړل او طالبان یې پرضد راپورته شول نو افغانستان د دوی له شره او فساد څخه خلاص کړ نو آسامه بن لادن له پآکستان څخه راغی کابل ته چې پدې وخت کې د آسامه بن لادن او امریکایی چارواکو اړیکی هم ترینګلی شوی نو چې یاد برید په امریکا کې وشو هیڅ افغان پکې برخه نلرله نو امریکا چې په افغانستان برید وکړ هدف یې دا وو چې القاعده او آسامه بن لادن له مینځه بیایو ، پدې وخت کې آسامه بن لادن بیرته پاکستان ته ستون شو چې امریکا ددې شخص له هر تګ څخه خبر وو مګر افغانستان کې امریکایان زیات افغانان ووژل مګر کله یې چې آسامه بن لادن په پاکستان کې پیدا او بیا یې وواژه ، پاکستان ته یې تندې هم ګونځی نشو مطلب دا چې دا هرڅه د امریکا او پاکستان شریکه لوبه وو