خلکو به د خیر او ښېګڼې خاوره بلله.
ځمکه یې دومره حاصلخېزه وه، چې د پسرلي له لومړۍ څپې سره به تکه شنه شوه. د اوړي تر پایه به د غلو او مېوو، له بارونو ډکې څانګې ماتېدې راځړېدې. داسې به ښکارېده لکه له اسمانه چې ټول نعمتونه راکوز شوي وي.
د غلو ګودامونه به ډک وو. رمې به په شنو ورشوګانو کې څریدې.
ولس به په مړه خېټه ویده کېده. د ژمي په اوږدو شپو کې به د کورونو له بامونو لوګي پورته کېدل. دننه به یې تودوخه ، د ډاډ احساس او د سبا هیله بلېده.
خدای پرې یو هوښیار واکمن لورولی و. هغه به ویالې جوړولې. لارې به یې هوارولې. خلکو ته به یې د کرلو هنر ورزده کاوه، هر چا ته به یې د کار او روزګار زمینه برابروله.
ټولو داسې ژوند کاوه چې انسان یې ان په خوب کې هم د نعمت په نوم غواړي.
خو د نعمتونو تر سیوري لاندې، د خلکو په زړونو کې یوه پټه دانه هم ورو ورو راټوکېده.
هغه د ناشکرۍ دانه وه.
لومړی دومره کوچنۍ وه چې هېچا نه لیدله. بیا یې ریښې وځغلولې او پسیاله پسیاله(ورو ورو) یې د خلکو رویه بدله کړه.
خلکو به رنګارنګ او خوندورې مېوې لیدې. پریمانه فصلونه به یې راوړل. خو د شکر توری به یې له خولې نه واته.
د خپل کور د ډوډۍ پر ځای به یې د ګاونډي د دسترخوان حساب کاوه.
که د چا د غنمو فصل به تر بل لوړ و، د هغه بل به خوب تښتېدلی و.
که د چا باغ به له انارو ډک و، د بل زړه به له حسده چاودیده.
د یوه خوښي د بل لپاره د غم سبب جوړیده.
دوی د نعمتونو په منځ کې اوسېدل، خو د نعمتونو په لیدلو یې سترګې ړندې شوې وې.
سترګې یې د یو بل پر باغونو وې. ژبې یې د یو بل پر عیبونو .
یوازې یو سپین ږیری و چې هره ورځ به د کلي په منځ کې پر یوې تیږې ناست و.
خلک به پرې تېرېدل، خو هغه به ویل:
— د بل په خونه کې لګېدلی څراغ ستاسې له کوره رڼا نه اخلي. نیتونه مو صفا کړئ چې زړونه مو پاک شي.
د هغه خبرې به د باد په څېر د خلکو له غوږونو تېرېدې.
یوه ورځ یو ځوان د خپل ګاونډي د نوي کور مخې ته ودرېد.
کور ښکلی و.
د انګورو ډکې څانګې، لکه مستې پېغلې، له دېوالونو اوښتې وې. د اوبو نرۍ ویاله د باغ له منځه د نرمې موسیقۍ په څېر تېرېده.
ځوان ډېر وخت ورته وکتل.
بیا یې په زړه کې وویل:
— کاشکې د دې تربور کور وران شي او پر ځمکه راوغورځېږي.
هماغه شپه سخت باران وشو.
د کروندې ورخ مات شو.
اوبه پر پټیو ورماتې شوې او تر سهاره یې ټوله کرونده له منځه یووړه.
سهار چې ځوان خپل فصل ولید، د بې وسۍ پر څنډه کښېناست.
سترګې یې وچې وې. زړه یې رپېده.
د لومړي ځل لپاره یې خپلې خبرې په زړه کې واورېدې.
خو ناروغي لا پاتې وه.
کلونه تېرېدل.
د کینې سیلاب زیاتېده او د شکر چینې وچېدې.
نعمتونه دومره عادي شوي وو لکه هوا. انسان یې تر هغه نه احساسوي چې ساه یې بنده شوې نه وي.
یوه شپه اسمان یو مخ بدل شو.
تورې ورېځې د غرونو له شا راجګې شوې.
توپاني باد په کلیو او کروندو کې غمجنه انګولا پیل کړه.
سپوږمۍ ورکه شوه.
توند باران پیل شو.
د ویالو خولې وشلېدې.
سیند له غاړو واوښت.
اوبه پر کروندو وروختې.
خلک له خپلو کورونو راووتل. چا خپل ماشومان لټول. چا خپل غنم ژغورل. چا د کور دروازه ټینګه نیولې وه او چا یوازې اسمان ته کتل.
هغه ونې چې نسلونو نسلونو یې خلکو ته مېوه ورکړې وه، یوه په بله پسې رالوېدې.
غنم په خټو کې ګډ شول.
کورونه ونړېدل.
سهار چې لمر راوخوت، د خیر او ښېګڼې خاوره له خپل برمه لوېدلې وه.
هلته چې پرون شنه باغونه وو، نن خټه او جبه پرته وه.
هلته چې ماشومان لوبېدل، ماتې دروازې ځړېدلې وې.
چېرته چې کلي آباد وو، یوازې کنډواله دېوالونه ولاړ وو.
کلیوال راټول شول.
هیچا خبرې نه کولې.
لومړی یې خپلو ویجاړو کورونو ته وکتل. بیا یې یو بل ته.
سپین ږیری پر هماغه لویه تیږه ناست و.
له اوږدې چوپتیا وروسته یې وویل:
— موږ کلونه د یو بل پلونه شمېرل. خپل مزل مو هېر کړی و.
هیچا سر پورته نه کړ.
له هغې ورځې وروسته بارانونه بېرته راغلل. خو هغه پخوانی حاصل بېرته راونه ګرځېد.
خلک اړ شول چې له نورو سیمو غله واخلي.
هغه کسان چې پرون به یې د ګاونډي د ډک کدو په لیدلو زړه تنګېده، اوس د هماغه ګاونډي د یوې مړۍ ډوډۍ په تمه وو.
هغه څوک چې پرون به یې ویل:
— ولې د ده کور دومره آباد دی؟
نن به یې ویل:
— کاشکې زموږ د کلي هر کور آباد وای.
د یوه وران باغ پر څنډه یو ماشوم ودرېد.
په خټه کې یې یوه وچه دانه ولیده.
د انار دانه وه.
هغه یې راواخیسته. په لاس کې یې وموښله او مور ته یې وښوده.
— مورې! که دا وکرو، بیا به زموږ باغ شین شي؟
مور یې د ماشوم لاس ته وکتل.
— کېدای شي.
ماشوم بیا وپوښتل:
— بیا به ټول خوشحاله شي؟
مور یې د کلي ړنګو کورونو ته سترګې واړولې.
— که یوازې دا دانه وکرو، شاید یوه ونه راشنه شي. خو که خپل زړونه هم ورسره وکرو، شاید یوه ورځ ټول کلی زرغون شي.
ماشوم د انار دانه په خاوره کې کېښوه.
د خپلو وړو ګوتو په وسیله یې پرې خاوره واړوله.
هماغه ورځ یو سړي وږې پیشو ته خپله ډوډۍ ورکړه.
ګاونډي خپل لږ غنم له بل ګاونډي سره نیم کړل.
درېیم سړي د یوې ورانې لارې پر سر پل وراغاوه.
خلکو د لومړي ځل لپاره د یو بل د نېکمرغۍ لپاره هڅه کوله.
ماښام نری باد راغی.
د وچو ونو پر ښاخونو یې غلی لاس تېر کړ.
په کلي کې چوپتیا وه.
د یوې ویجاړې کوټې له منځه د ماشوم خندا پورته شوه.
له کورونو څخه د شکر دعاوې واورېدل شوې.
یو ځوان د دوو کورونو ترمنځ نوې ویاله پرانیسته.
او هلته چې ماشوم د انار دانه ښخه کړې وه، د خاورې له منځه یوه وړه شنه پاڼه راووته.
چا ونه لیدله.
لا یې څوک په تمه هم نه وو.
خو خاوره پوهېده.
ځکه ځمکه یوازې د تخمونو په وسیله نه شنه کېږي،
خاوره د انسانانو د زړونو اوبهخور هم غواړي.
د شکر له اوښکو.
د پاک نیت له رڼا.
د بل د خیر لپاره له دعا.
د خیر تخم چې څوک یې د بل لپاره کري، لومړی یې په خپل زړه کې راشنه کوي.
او هغه بدمرغي چې څوک یې د بل لپاره غواړي، تر هر چا مخکې د هغه خپل زړه تیاره کوي.
د خیر او ښېګڼې خاوره له اوږدې مودې وروسته بیا شنه شوه.
ویالې روانې شوې.
د ونو له څانګو غوټۍ راوټوکېدې.
خلک د شکرانې پر لمانځه ودرېدل.
دا ځل یې یوازې ځمکه نه وه کرلې، زړونه یې هم کرلي وو.
لیکوال: شاه زلمی
نېته:٢٠٢٦ د اګست ٢٨ مه