جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته په هندوستان کې د افغان سفارت د ژر سپارلو احتمال

طالبانو ته په هندوستان کې د افغان سفارت د ژر سپارلو احتمال

تاند (پنجشنبه، د قوس ۹ مه) راپورونه ښيي چې د هندوستان حکومت به ژر په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت پر کابل د طالبانو واکمن رژیم ته وسپاري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې د هندوستان په ممبیي او حیدراباد کې د افغانستان کونسلګریو دوی سره اړیکې ټینګې کړي او په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت به هم ژر بیرته فعال شي.

هغه په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

ځینو رسنیو بیا ویلي چې هند به د طالبانو د سفیر له منلو پرته، په افغان سفارت کې د طالبانو یو شمېر دیپلوماتان ژر ومني او په دې ډول به دوی پر سفارت کنټرول ترلاسه کړي.

په هندوستان کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي ویلي چې د جمهوري نظام د دیپلوماتانو له لوري سفارت تړل شوی او له دندو استعفاوې ورکړل شوي.

هغه، یو شمېر نور دیپلوماتان چې لا د کار د دوام په تمه هندوستان کې دي، د طالبانو د رژیم ملاتړي بللي.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د تېرې جمعې پر ورځ د یوې اعلامیې له خپرولو سره په بشپړ ډول د خپل فعالیت د پای ته رسولو او هندوستان ته د سفارت د سپارلو خبر ورکړ.

دوی د دې پرېکړې دلیل، د کار د دوام لپاره د جمهوري نظام له دیپلوماتانو څخه د هندوستان د حکومت نه ملاتړ او برعکس ورباندې د طالبانو د یو شمېر ديپلوماتانو د منلو لپاره فشارونه بللي وو.

یو شمېر خلک بیا په تړل شوي سفارت کې مالي فساد او د دیپلوماتانو خپلمنځي اختلافات هم د نورو عواملو ترڅنګ د جمهوري نظام له پاتې شویو دیپلوماتانو څخه د هندوستان د حکومت د مخ اړولو دلیل بللی و.

د هندوستان حکومت رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر خلکو پر دغه هېواد نیوکې کړي چې له افغانستان سره یې د ادعاوو برخلاف، د ارزښتونو اړیکه نه ده پاللې.

2 COMMENTS

  1. دیپلومات د خپل هېواد رسمي استازی دی او د خپل متبوع دولت استازیتوب له هېواده دباندې کوي .
    کله چې یو نظام ختم شي ، د هغو د استازو دنده هم پای ته رسیږي .
    د جمهوري نظام مامورین بیا چاته کار کوي ، چاته د خپل کار او فعالیت ګ‌ذارش ورکوی او له کومه ځایه خپل معاشونه او مصارفات اخلي ، د هغوی د مقرري او منفکي مرجع به څوک وي ؟

  2. الحمد لله
    د سفارتونو فتحه کولو لړۍ روانه ده يو ورځ به امريکا کې هم سپين محمدي بيرغ رپاند شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب