چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+لیکل او نه لیکل / بحث (۳)

لیکل او نه لیکل / بحث (۳)

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر، پر ادبي مسایلو بحثونه پیل کړې دي. دلته د دې لړۍ درېم بحث لوستلی شئ. 

هیله پسرلی: 

سلامونه، 

لیکل تل نه کېږي. د لیکوالۍ په دنیا کې دا غیر طبیعي خبره نه ده چې یو څوک دې په میاشتو، میاشتو، حتا کلونو لیکل ونکړي. کله چې کلمات مرور او د تخیل ښاپیرۍ لا درکه وي، د را پخلا کولو لارې به یې خپلې طبعې ته په پام پیدا کوو. 

ځینې ممکن د نوو کتابونو لوستو ته کش ورکړي، ځينې نور ښايي پخوانو یارانو ته پناه یوسی. ما په خپل ژوند کې د ډېرو لیکوالو له داستانونو خوند اخیستی دی خو محدود لیکوال دي چې کیسې راکوي. کامو یو له هغو دی چې یو پاراګراف یې هم ولولم زړه مې غواړي کیسه ولیکم. چخوف په ساعتونو لوستی شم خو هېڅ وخت یې کیسه رانکړه. 

ځینې استادانې وايي، د عالي موضوع په انتظار مه کښېنئ، هره ورځ خامخا لیکل کوئ. دوی په دې باور دي چې د بیکاره شي د لیکو ډار بې ځایه دی. لیکل باید وشي بیا وروسته په دې فکر وشي چې په خپرولو ارزي که نه؟ 

یو شمېر، د یاداښت کتابچه ساتي او خپل تیت و پرک  فکرونه پکې خوندي کوي. دا تیت و پرک فکرونه داسې وي لکه د واورې ویلې شوې نرۍ لیکې چې اخر به سره یو ځای شي او وياله به جوړه کړي. هغه محاوره چې نن د یاداښت په کتابچې کې یوازې څو کرښې ښکاري سبا ته ممکن د یوې ښې کیسې برخه شي. هغه تشبیه چې نن  بې مورده غوندې  په ذهن کې تیره شوې ده، سبا ممکن د یو عالي غزل بیت شي. هغه تصویر چې نن یوازې تصویر دی، سبا ته ممکن یو نظم بشپړ کړي. 

داسې لیکوالې هم شته چې د الهام لپاره د نورو هنرونو په کوڅو کې ګرځي. د مجسمو سترګو ته تم کېږي، د انځورونو رنګونو ته ځیر کېږي، موسيقي ته غوږ ږدي او په سندرو کې ناویلي احساسات لټوي. 

د ځینو چې وس وي سفرونه کوي. له نوو ځایونو، نوو خلکو الهام غواړي. د ځینو نورو بیا دا کمال ښه زده دی چې تکراري ځایونو او خلکو ته له نوې نظره وګوري. 

یوه لیکواله ممکن دا پورته ذکر شوي کارونه ټول وکړي، یوه بله به بیخي ځان ته لار لري. خبره مې دا کوله چې نه لیکل عجیبه خلقتنګي لري. کله چې ستاسو د الهام شاپیرۍ نازونه کوي، څه ورسره څه کوئ؟ 

حمیده وزیري: 

له ليکوالي او شاعري سره مې ډېره جوړه ده. له کله مې چې پوهنتون پيل کړ، دا شوق مې دوه چنده شو.

موږ يو استاد درلوده چې  تل به یې راته ويل، خپلې خاطرې مو په کتابچه کې ليکئ. دوه سمسټره یې راباندې دا کار وکړ، خو دا کار زموږ په زړه نه و، لکه په زور چې راباندې کېده،  بيا به یې همغه کتابچه رانه په امتحان کې غوښته، دا يو جبر و د ليکلو.

د پوهنتون له دريم سمسټر نه مې کيسه ليکل پيل کړل، که څه هم کيسه ليکل مې هم هغومره پاخه نه دي. په دې هلکه مې ډېره مطالعه وکړه چې څنګه کولای شم ښه کيسه وليکم. د ځينو كيسه ليکوالو کيسې او د دوې مقالې مې ولوستې، چې څه نا څه ورسره بلده شوم، بیرته مې هماغه د درېيم سمسټر کيسې را واخيستې او له سره مې پکې ايډيټ وکړ.

کيسې مې د ارواښاد احمدي صاحب په مرسته بېرته په پښو را ودرولې، خو کله چې احمدی صاحب له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، ستا په وينا زما د الهام ښاپېرۍ هم مړې شوې. له هغه وخت وروسته مو چې نور هر څه کول نه مې شو کولای چې کيسه وليکم. 

کله چې سیاسي حالات بدل شول، هلته مې هم هر څه وبايلل، يوازې مې د هغو قرباني شويو سرتېرو په نوم يوه ادبي ټوټه وليکله چې، د هېواد د ساتنې په موخه یې حتا خپلې تازه واده شوې ناوې پرېښودې او سنګر ته ترې لاړل او بلاخره انجام دا شو چې ډېر یې په اسانه وپلورل.

البته دا يوازې د تېرو کلونو بدلونونه نه دي، بلکې هغه محدوديتونه دي، چې ورځ تر بلې ورسره په وېره کې ژوند کوو. دا هر څه د دې لامل شوي، چې نه مې زړه غواړي مطالعه وکړم او نه کوم نثر وليکم. زه په داسې حالتو کې که سل زړونه هم سره يو ځای کړم بيا هم نه شم کولای چې، کيسه يا کوم بل نثر وليکم.

سوژې د کيسه ليکلو لپاره لرم، که چېرې زما پر ځای کوم بل څوک واوسي، ښايي بهترینې کیسې ترې جوړې کړي،  خو زما ذهن اوس فلج شوی او په دې هم نه پوهېږم چې کله به ځانته دارو پيدا کوي او څه به یې دارو وي؟ 

هیله پسرلی: 

لطفا دا سوژې ځان سره نوټ‌ کړئ، په کمه سترګه ورته مه ګورئ. داسې لیکوال هم شته چې کلونه کلونه لیکل نه کوي وايي سوژه نه لرم. تجربې یو شی رازده کړل چې په حافظې باور نه وي پکار، ډېر کله یو شی چې څرنګه نن احساسوو سبا ته مو ممکن بیخی ورپام نشي. له ما سره چې داسې موضوع وي چې زړه مې غواړي کیسه یې کړم خو نه کېږي، کوښښ کوم ځان سره یې په یوه پاراګراف کې خوندي کړم.

درخانۍ: 

دوه کاله مخکې به مې لیکل او ژباړل ډېر کول .هره ورځ به مې خپلې لور ته په کتابچه کي خپل بیان لیکه، د هغې خاطرې به مې ورته لیکلې چي لویه شي خپلې خاطرې ولولي، د خپلې مور له فکر او زړه خبره شي. 

له اردو فارسي او ځینې وخت له انګلیسي به مې لنډې ژباړې کولې. د کوچنیانو لپاره به مې کیسې ژباړلې او د ښځو پر ستونزو او ژوند به مې لیکنې کولې. 

دا ډېر وخت کېږي چې لیکل نه شم کولی. په ټولنه کې له ډېرو شیانو ځوریږم، له ډېرو څېرو ځوریږم او خپلې هغه هیلې مي ځوروي چي نیمګړې پاتې شوې دي.  کیدای شي زما دا ګډوډ حالت د دې لامل وي چي زه اوس لیکل نشم کولی. موضوعات راسره شته چي باید لیکل پرې وکړم دا موضوعات ډېر د ښځو له ژوند سره تړلې دي. هیله لرم یوه ورځ ستونزې ختمې شي او زه وکولی شم لیکل وکړم زه له لیکلو سره بې انتها مینه لرم. 

ډاکټره شریفه شریف: 

درخانۍ جانې!

لیکل د ځوریدلو د کمولو یوه لاره ده. د ورځې ځانته یو ساعت وټاکه چې ستا وخت وي، ولوله او ولیکه. مهمه نه ده چې څه ولیکې، هر څه دې چې زړه کې وي. 

زه پخپله چې کله هم لیکل وکړم څو ورځې د ارامښ او خوښۍ احساس کوم. دلته بهرنیان د افغانستان د ښځو په اړه لیکنې کوي. ستاسو خبرې ، سترګو لید او تجربې خو به بلکل اصلي او اساسي وي.

هیله پسرلی: 

يو وخت يو چا راته ويلې ول، ليکواله هغه څوک نه ده چې تل ليکل کوي هغه څوک ده چې تل په ليکلو فکر کوي. 

ناهید منهاج: 

زموږ په ژوند کې پیښې زموږ په لیکلو تر هر څه ډېر اغیز لري یا مو قلم نور هم غښتلی کیږي یا هم د یو څو وختونو لپاره جامیږي یا هم د ټول عمر لپاره. 

له کیسو لیکلو سره مې ډیره مینه وه پوهیدم چې دا شوق  ورځ پر ورځ ډیریږي. 

خو هغه ورځ چې ما د خپلې خور د قبر د سر، تیږې ( شناختې) متن ولیکه. غوږونو کې مې انګازې کیدلې چې زما لیکوالي اخر دې ورځې ته په کار وه.. 

له هغې ورځې زما او لیکوالۍ تر منځ یو غټ دیوال راغلی، چې ماتول یې راته ډېر سخت کار دی. 

هیله پسرلی: 

ناهید جانې، خواشینې یم چې داسې څه مو تجربه کړې دي. زه چې ډېره خفه شم لیکلو ته پناه وړم.. په خپګان کې مې چې کوم څه  لیکلي، ډېر کله هغسې نه راځي چې زړه مې غواړي خو یو ډول مې اراموي…  

تاسو ویل چې له کیسو سره مو مینه ده. په ټوله نړۍ کې یو ډېر مشهور او ستایل شوی کیسه لیکوال د روسیې داستایوفسکي دی. داستایوفسکي ۵۹ کاله عمر وکړ. څوویشت کلن و چې د وخت محکمې پرې د اعدام حکم وخېژاوه، په ورستیو شېبو کې یې ژوند بچ شو. څلور کاله یې د سایبریا په زندان کې په ډېرو سختو شرایطو کې تېر کړل. شپږ کاله محکوم و چې په جلا وطنۍ کې نظامي خدمت وکړي. په خپل ژوند کې یې د خپلو کوچینیو ماشومانو مرګ ولید. له خپل اول واده  خوشحاله نه و. صحي ستونزې یې هم کمې نه وې، له مزمن میرګي په عذاب و. د قمار په بلا اخته و. د خالي جیب فشار یې لیدلی و.. د ځینو په باور له ژور روحي فشاره هم ګریده.. خو، خو، په همدغه سرګردانه ژوند کې یې هم ۱۲ ناوله، ۴ ناولګوټي او ۱۶ لنډې کیسې ولیکلې.. خوشبخته یا ښايي اصلي لیکوال هغوی دی چې د خپلو تورو شپو له سياهي د خپل قلم رنګ جوړوي. 

د رحمان بابا خبره: 

دا دستور دی چې له درده زګېروی خېژي

ګنې څه وو د رحمان له شاعري

زما لپاره د ژوند ضد مرګ نه دی ناامیدي ده، له دې ګناه به ځان ساتو. سمه ده چې داستایوفسکي کیدای نشو، ناهید او هیله خو کیدای شو. 

بیا هم رحمان بابا: 

دوباره دې راتله نشته په دنیا

نن دې وار دی که دروغ کړې که رشتیا

 لیکوالي یوازې کیسه او شعر نه دی. زما په فکر زموږ ټولنه تر کیسې او شعر دا نورې لیکوالۍ ته لا ډېر ضرورت لري.  زما د خاطراتو لیکل خوښ دی. که زه ستاسو پر ځای وای کوښښ مې کاوه خپل احساسات ولیکم. د خاطرو لیکلو یو کمال دا دی چې د ادبي اصولو فشار نه وي. چې څرنګه دې زړه وي هغسې یې لیکلی شې. د خاطراتو لیکل له انسان سره مرسته کوي چې ځان وپیژني او محیط ته دقیق شي. هرې لیکوالې ته د خپل اواز موندل او د چاپیریال په هکله حساسیت او دقت ضرور دي.

حمیده وزیري: 

د انسان ژوند ټول له خاطرو ډک دی، ځينې ترخې او ځينې خوږې وي. زه په دې باور يم چې په اوس په وخت کې په افغانستان کې به د هر نجلۍ ژوند له ناهيليو ډک وي. خاطرې ليکل مې خوښېږي او ډېرې مې ليکلي هم وې. مګر کومې ترخې خاطرې چې موږ نن سبا تجربه کوو شايد په نورو هېوادونو کې ډېرې کمې نجونې ورسره مخ شوې وي. حتا دا ژمی چې تېر شو، زموږ د فراغت د ورځې ترخه خاطره  به مې په ټول ژوند هېره نه شي. زما هم خاطرې ليکل خوښېږي، خو نه پوهېږم دا خاطرې مې له کوم ځای څخه پيل کړم، څنګه یې وليکم!؟ ځکه چې ليکل یې هم غټ زړه غواړي. خاطرې ليکل خوندور او اسانه دي، خو ځينې خاطرې بيا انسان درد وي هم‌.

هیله پسرلی: 

فکر کوم يو شی بايد په ياد وساتو چې ضرور نه ده د نن لپاره ليکل وکړو. همدغه ترخې خاطرې چې نن له منفي احساساتو ډکې دي او ښايي حتا خپرې يې هم نکړو  لس کاله وروسته  به د افغانستان د تاريخ او ادب يو بهترين اثر وي. د ان فرنک خاطرې يې يو ښه مثال دی. دا کتاب صفيه جانې پښتو ته ژباړلی که ممکنه وي پيدا يې کړئ، ممکن ليکلو ته دې وهڅوئ.

میمونه کامران: 

موږ د ښوونځي په اووم ټولګي کې وو چې استادې به مو تل کورنۍ دنده راکوله او یو انځور به یی راته ښوده چې دا وګورﺉ، پدې انځور کې څه دي او د دې اړوند هر څه مو چې فکر کې ګرځي وې لیکﺉ.

نو دا کورنۍ دنده به ما ډېره په شوق ترسره کوله، انځور به مې کتو او اړوند به مې یې صحني انځورولي. دې کورنۍ دندې زما علاقه له لیکوالي سره زیاته کړه، پدې یې وپوهولم چې دا هنر لرم او د هنر غوړولو وړتیا یې راکړه. 

زیاتره وخت به مې خپلې خاطرې لیکلې. خو چې کله مې یوولس ټولګي کې په ستر غم وغمېدم، د لیکنې لپاره سوژې او خاطرې رانه تیت پرک شوې، هيڅ مې ذهن دېته اماده نه وو چې څه دې ولیکم. خو دې حالت ډېر دوام ونکړ، لیکوالي زما د زړه د ارامولو یو علاج وو، لیکلو ته را وګرځېدم خو د پخوا په شان نه، یوازې د خپل حالت بیان مې کاوه، هيڅ مې دې ته ترجیع نه ورکوله چې څه او څنګه لیکم، فقط لیکل مې کول. او دا کار ماته ډېر سکون را باښه.

 زه وایم که چېرته له موږ سره سوژې نه وي کولای شو؛ خپلو  او د نورو خاطرو، تجربو، چاپیریال، انځورونو او ټولنې ته ځير شو. بیا به ډېر داسې څه وي چې پرې ولیکو.

فرزانه تره کې: 

ليکنه څه ده؟ يو دوه د احساس واقعي لفظونه: هغه چې په بېلابېلو تورو ، کلمو ، او معنی ګانو راتاوو شوي.
په خوله تقرير او د کاغذ پر سپين مخ تحريريږي.
هغه واضح کلمات او عبارتونه به لا نور څومره واضحه کړم کوم چې خپله وضاحت کوونکي دي، ليکوالۍ خدايي لورينه ده، تر هغه ځايه چې هر ليکوال خپلو ليکنو ته د مور حيثیت لري، هغه ليکنې چې له ذهن او احساساتو يې زيږي او په ډيره مينه او مهربانۍ یې ساتنه کوي، د زړه په زانګو ، د تصور په ټالو او د احساس په کور کې یې راروزي او پالي.
دا ډير ښکلی ژوند او خوږ احساس دی.

ليکوال او شاعر هم د ټولنې د نورو غړو په څير عادي انسانان دي ، ژوند کوي ، خوښې لري، غم لري، ښه، بد، مينه، ملګري، دوست، دښمن…لري، يوازنی فرق یې له نورو سره دادی چې خپل احساس تر نورو پوري په ليکنه کې رسوي.
د ليکنې هغه ژبه ډيره خوږه وي کوم چې د چا د زړه خبري وکوي. دا هر څه چې ليکل کيږي هسې نه دي ، دا د هغه روح يو حس وي چې قلم په لاس کې بې اختياره ژبه وکړي.
هر شاعر او ليکوال يو معشوق لري چې د هغه په ياد څو لفظونه د کرښو پر مخ راټول کړي او هغه ته د روح وزن او د خيال قافيه ورکړي .

ملاله کلیواله: 

کله چې ستاسې د شعر ښاپيرۍ نازونه کوي څه ورسره کوﺉ؟

الهام د ذهن هغه حالات ته ویل کیږي چې د نورو وختونو په پرتله لیکلو ته اماده وي دا حالات تنها شاعر یا لیکوال نه تجربه کوي  بلکې هر هنرمند دا حالات تجربه کوي. هغه که  انځورګر، وي خطاط وي، سندرغاړی او خټګر وي. ځينې وخت حالات د لیکوالۍ تر منځ فاصله راولي د ځينو په باور لیکوالي یو څه ارام ذهن او چاپيریال ته اړتیا لري،  ځينې بیا وايي چې د انسان ژوند چې څومره هوسا کیږي له لیکوالۍ، شاعرۍ نه لرې کیږي ځکه چې شاعري او لیکوالي د ستونزو ناخوالو کړاونو، دردونو زیږنده ده. زما په اند دا  ناممکنه نده چې د شعر ښاپيرۍ د بیرته جذب نشي. یوازې د دې نازونه ځان ته جذابولو لپاره. طبیعت ، خپل ولس او کلتور او د خدای ښکلی تخلیق ته پناه وړل او ژوره مشاهده یې کول دي چې ښاپیرۍ، لکه ماشوم ته چې خواږه لاس کې نیسې ترې ځې، منډې به درپسې وهي.

سلما بدري: 

کله کله د انسان زړه تنګ وي، خپه وي، هېڅ څه ورته ښه نه ښکاري، ګوښه کیني، لږ غږیږي، دغه حالت عادي نه دی؛ انسان یوه وړه خبره زړه ته اچوي او په سوچونو سوچونو یې دومره ستره کړي چې بلا ترې جوړه شي. یا هم زړه کې داسې درد وي چې نه غواړي چاته یې ووايي یا هم فکر کوي لکه ټول چې ترې خپه وي. داسې وضعیت او دا حالت اوس وخت کې خصوصا افغانستان کې بیخي ډېر شوی، ما خپله هم دا حالت درلود، ښه نو اوس چاره څه ده؟

زه به مې خپله تجربه شریکه کړم؛ ما لیکل وکړل، هره خبر مې له زړه را بهر کړه، قلم او کتابچه مې خپل نږدې ملګري کړل، ما حتا داسې څه هم ولیکل چې له لوستلو وروسته به په ځان شکي شوم چې دا زما لیکنه ده کنه؟

هر حالت، که د خوښۍ وي یا خبګان لیکل پکې پکار دي. که د الهام په تمه کینو داسې ډېرې شپې به سبا شي خو د الهام به درک نه وي. 

ماته ښکلې منظرې، چکر او ښایسته فضا لیکوالي نه راکوي دا زما زړه دی چې راته وایي همدا یې وخت دی ویې لیکه.

فاطمه اعظم: 

د ښوونځي له دورې څخه تر ننه زما له کیسو او لیکوالۍ سره جوړه وه، ډېرې کیسې او لیکوال مې ولوستل او دا لارې چارې چې څنگه کولای شو لیکل وکړو او لیکوالان شو دا ټولې مې و ازمایلې خو یوې پایلې ته ورسېدم هغه دا چې ولوله او ولیکه. 

 ورور به مې تل راته ویل، ورځینۍ خاطرې او یاداښتونه لیکه خیر که ته دې نوې موضوع ونه لرې دا ولیکه نن دې څه وخوړل خوند یې در کړ او که نه…

ښوونځي دورې څخه تر نن زه ډېرې د یاداښتونو کتابچې لرم، او کله چې هغه څه چې ما لیکلي لولم بیخي یو ډول جالب راته ښکاري کله مې وخندوي او کله هم وژړوي…

په هر حال؛ کله چې پوهنتون ته تلم ممکن دویم سمسټر به و چې زموږ څخه استاد د خاطراتو کتابچې وغوښتې او وې ویل چې خپل خاطرات پکې ولیکئ او درنه غواړم یې، دا چاره یې زما خوښه شوه ځکه زه ورسره عادت وم او په ډېر ښه اندازه مې ورته جوړه کړه چې ډېره یې وهڅولم… دا هر څه تر هغه وخته پورې و چې زما د خیال مرغۍ آزاده وه او هر لور ته یې آلوت کولای شو، خو له نویو بدلونونو سره هر څه گډوډ شو بیا ما نشو کولای چې د پخوا په څېر لیکل وکړم!

دا یو داسې حالت و چې په ټولو یې منفي تاثیر کړی وه، له ډېرو نجونو سره په اړیکه کې شوم چې تاسو هم لیکل او لوستل نشي کولای، د دوی ځواب به هم منفي و، ‌دې کار زه ډېره وځورولم خو ما به خپلو ملګرو ته ویل خیر، تر یو څه وخته پورې به دا ستونزې وي موږ به بېرته د پخوا په څېر شو، خو خپل زړه ته مې تسل نشو ورکولی، څو ځلې کتاب ‌پلورځینو ته لاړم خپل د خوښې کتابونه مې واخیستل تر څو بېرته په مطالعې او لیکلو راشم، هر کله به مې چې وغوښتل یو څه ولیکم قلم به مې په ګوتو کې اړو و را اړو خو الفاظ به لکه په ونه کې مرغۍ چې کله د ټوپک غږ واوري وا به لوتې داسې و.

دا حالت امکان لري هر چا تجربه کړی وي چې موضوعات او سوژې به لري خو هغه به ورسره یاري نه کوي، خو کله چې قلم کتابچه را واخلي هر څه به ترې هېر شي.

زه خپله کله چې لیکلو زه موضوع پیدا کړم خو زما دا توقع وي چې داسې نوي سوچه او هنري الفاظ پیدا کړم چې زما دا کیسه دې جذابه کړي، هم دا دلیل کېدلی شي چې زما د لیکلو خنډ ګرځېدلی دی.

پخوا به مې چې لیکل کول ډېره یې کیسه کې نه وم ځکه بې قیده او بنده مې لیکل کول دې ته مې پام نه کاوه چې زما لیکل یا کیسه به څوک لولي او کنه. 

زما سره د هغه وخت لیکنې شته چې څومره د ناهیلۍ  څخه ډک الفاظ مې کارولي حتی چې اوس یې هم لولم یو ډول ژړغونې شم.

حتی دا جمله هم ما څو ځلې لیکې: ډېر څه ویلو لپاره لرم خو ویلی نشم!!

خو زه دا باور لرم چې هر انسان چې څه وغواړي هغه تر لاسه کولای شي، ممکن ترلاسه کول یې ستونزمن کار وي خو ورسره لارې چارې هم شته، کوښښ او هڅونه.

ما د کیسو سره ډېره زیاته مینه شته او باوري یمه چې دا مینه بې دلیله نشي کېدای، تمرین او کوښښ ته اړتیا لري.

لیمه ودان:  

دا خبره سمه ده چې ليکل تل نه کېږي، جامېدل هغه ستونزه ده چې ليکوال او شاعران ورسره مخ کېږي، د شاعرۍ په اصطلاح ورته شاعرانه جمود ويل کېږي، دا داسې حالت دی چې شاعر احساس کوي چې تر میاشتو يا ان تر کلونو کلونو شعر نه شي لیکلی. د دې لپاره به شاعرانو حل لارې پيدا کړې وي؛ خو زه راځم ليکوالۍ ته. 

په ليکوالۍ کې هم دې ته ورته خبره ده، چې جامېدل ورته وايو. په دې حالت کې ليکوال داسې احساسوي چې ليکل نه شي کولی. دا خبره به غلطه وي چې د دې حالت څخه د خلاصون لار نشته. 

کله چې کلمات مرور شي، د پخلا کولو لپاره یې لارې شته، لکه: د هغو کتابونو مطالعه چې زړه ته مو ډېر نږدې دي، د طبيعت ننداره، د همفکره اديبانو دوستانو سره ناسته ولاړه يا هم له لارښود استاد يا باتجربه ليکوال سره مشوره او داسې نور؛ خو زه فکر کوم چې هره ورځ ليکل به د دې لامل شي چې جام نه شو.

ښايي موږ د سوژې په پيدا کولو کې پاتې راشو؛ خو زموږ خپلې خاطرې، ورځنۍ پېښې او احساست داسې څه نه دي چې ویې نه شو لیکلی، همغه ليکنې خپله بيا موږ ته سوژه راکولی شي. د دې تر څنګ د هرې ورځې د خاطرو ليکل نور کمالونه هم لري. يو دا چې ژوند ته د ځیرېدو قدرت مو ډېروي، بله دا چې قلم مو هم روانېږي. 

د دې هرڅه لپاره اړينه دا ده چې ليکلو ته وخت ځانګړی کړو، که وخت ورنکړو کلمات حتمآ مرورېږي. 

په پای کې بايد ووايم چې هره ورځ ليکل به مو له جامېدو وژغوري.

ځلا نور: 

کله چېرې موږ د مشهورو ادیبانو ژوند ته کتنه وکړو نو دوی کله په میاشتو میاشتو هم یوه کرښه نه ده لیکلې، کله یې بيا په اونۍ کې یو کتاب بشپړ کړی دی، يانې هر ادیب په خپل ژوند کې له داسې حالاتو سره مخ کېږې.

 زه هم  په دې وروستیو کې د ډېرو مصروفیتونو له امله له لیکلو لرې وم. دې کار راته ډیر زیان هم رسولی دی، اوس په سختۍ لیکل کوم خو زموږ د دې ادبي بهیر دا یوه ښه ځانګړتیا ده چې زه یې بیا په لیکلو راوستم او د خيال دروازې مې ورو ورو په پرانيستو دي. په دې بهیر کې به د مشرانو له تجربو او نورو لیکوالانو له هنرونو ډیر څه زده کړو او لیکل به مو لا ښه شي، که چیرې موږ هره ورځ لیکل وکړو که پوره کیسه نه شو لیکلی، خاطره ولیکو. که هغه هم نه وي ، بايد سوژه يا موضوع له ځان سره ولیکو. د دې ګټه به دا وي چې له يوې خوا به له ليکلو سره ورو ورو عادت شوي يو او له بلې خوا به موضوع ګانې او سوژې هم راته ياد وي، چې دا د خيال له ويښولو سره ښه مرسته کولی شي.

 موږ بايد په دې ناهيلي وخت کې هيله بښوونکې ليکنې وکړو، له يوې خوا به زموږ له روح روان سره مرسته وکړي او ټولنې ته به هم ګټورې تمامې شي او له بل پلوه به دا د تاريخ يوه برخه هم وګرځي، چې د ټولنې هغه مظلوم قشر چې هيواد ورته زندان او جهنم شوی و، دوی بيا هم د اميد او هيلې سندرې ويلې.

شفیقه خپلواک: 

زه که کله لیکل ونکړم بخصوص شعر ونه لیکم د ګناه احساس کوم. د وجدان عذاب لرم. زما په موډ او روان دومره بد تاثیر کوي چې ماته هر څه بې مانا کېږي. که زه لیکل ونکړم، په خپل ورځني ژوند کې لکه متحرک مړی داسې ګرځم. کله، کله پخوا هم زه له داسې حالت سره مخ کېدلم چې لیکل به مې نشوای کولی. یا به مې داسې څه نشوای لیکلی چې زما په زړه دې وي، یا دې زما زړه ورسره ارام او تش شوی وي. داسې ورځ هم راغلې چې ما شپږ شعرونه په یوه ورځ لیکلي، خو داسې هم راغلې چې په ورځو، ورځو مې څه نه وي لیکلي. پیل کې مې چې څومره ډېر لیکل کول وروسته بیا هغومره نه و، هغه د چا خبره بیا مې چاڼ کاوه چې څه ولیکم څه نه. خو یو څه چې و دا و چې ما تل لیکل کول، که به شعر نشو، کیسه به شوه، که به کیسه نشوه کالم به شو، که به هغه نشو یاداښت به شو… ښايي یو دلیل چې ما بېلابېلو فورمونو کې لیکل کړي وي همدا به وي چې که یو کې به سم نه راتلو بل کې شوني وه چې خوندي او سم شي. ما حداقل په میاشت کې دوه یا یو شعر حتما لیکلو. خو په تېرو دوه کلونو کې زما لیکل بیخي کم شوي. 

ځینې وايي چې د لیکلو لپاره (routine ) یا روال، ورځنی عادت یا روزمرګي مهمه ده. تېرو دوه کلونو کې زما روټین بیخي بې نظمه شوی. له سقوط وړاندې په کابل کې چې و ما به هر سهار شعرونه لوستل. د استاد پسرلي، کاظم خان شیدا، خوشحال خان خټک، خیام، بېدل، اشرف مفتون، او ځینو نورو کتابونه او کلیات به مې د کټ سر ته ایښي و. هغه وخت مې عادت و د شپې به مې موبایل بنداوه، او سهار له دې مخکې چې موبایل پرانیزم ما به د همدې کوم شاعر څو شعرونه لوستل. وروسته به مې موبایل کې ځینې انلاین انګریزي یا د کومې بلې ژبې د شاعرانو شعرونه لوستل. داسې ځانګړی شاعر یا شاعره نه وه چې ماته د شعر الهام راکړي خو حداقل هره ورځ یو څو شعرونه لولې خپله دې خیال پخوي. د فکر او خلاقیت په نمو کې مرسته کوي. او تر ټولو مهم دا چې خوند اخلې. ما خپل ډېر شعرونه سهار وختي خپله کوټه کې لیکلي. ما پرته له هغه ځایه بل چېرې شعر په سختۍ لیکلی شو، یا بیخي نشو. زه تېرو دوه کلونو کې ممکن درې میاشتې هم یو ځای نه یم پاتې شوې. ځایونه بدل شوي، نو زما لپاره سخته شوې چې یو خای سره اموخت وکړم. 

دا خبره مې څه وخت وړاندې ښاغلي اجمل پسرلي ته وکړه، ده د نزار قباني په اړه راته وویل چې کله په بیروت کې اوسېده ویل یې چې د سهار وختي به د سمندر غاړې ته تلم، له هغه لوري چې به بېرته راستنېدم یو جیب ته به مې لاس کړ یو شعر به پکې پروت و چې بل ته به مې لاس کړ هغلته به بل و. پسرلي صاحب ویل چې د نزار موخه له دې وه چې مکان په خپل تاثیر لري. خو مکانونه په یو مخ د هنر مخه نه نیسي. دی شعر د ځمکې لاندې له اوبو سره تشبیه کوي چې کله ډېرې وي کله لږ، نو وايي‌ چې کله څوک ډېر څه لیکلی شي کله لږ.

 زما لپاره یوازې دا روټین نه بلکې دا ټول حالت یو ډول ناڅاپي تغیر شو چې لا تر اوسه هم شاک کې یم. زه ښايي اوس هم وکولی شم ډېر شعرونه ولیکم، یا ډېر لیکل وکړم خو ډېر کله خپله ترې تښتم. نشم کولی له دې درد سره مخ شم. لکه سمندر ډوبوي مې. زه باید لیکلو ته یوازې واوسم، نه یوازې د لیکلو پر وخت بلکې کله، کله د چورت وهلو ته هم. ما ته افغانستان کې هر څه الهام و، په سړک ګرځیدل، کافي شاپ کې کیناستل، کتابپلورنځي ته تګ، ونې، غرونه او اسمان… هغلته ژوند ډېر روان و، ډېر له ځوږه ډک و، ډېر شور و… او نهایت تضاد و. مثلا یو شېبه به ځانمرګی وشو، یو ساعت وروسته به بېرته په هم هغه لار هېر بهیر و… یوه هیله وه، یو هوډ و، یو څه خاص و چې زه به که هر څومره هم ناهیلې شوم بېرته به یې لیکلو ته هڅولم. دا ځایونه ډېر ښایسته دي، ما لومړی ځل سمندر ولید. څپې چې لوڅې پښې مې لمسوي او بېرته درومي. د اوبو پر سر د لمر د لوېدلو وروستۍ وړانګې. ډېر رنګارنګ ګلان چې په خوب مې هم نه و لیدلي، ځنګلونه او جهیلونه. لرغونې ودانۍ او ډېر لوی کتابتونونه خو یو یې هم الهام نه راکوي. زه دلیل نه لرم چې ولې؟ شعر جغرافیه نه پیژني، حتا ټول هنر، دا د انسان د روح غږ دی د زړه غږ دی. دا په قوم او ولس او جغرافیه پورې تړلې خبره نه ده، خو بیا هم ماته دا ونې پردۍ دي. دا ځمکه او دا لارې خپلې نه بولم. زما د خونې اوسنۍ کړکۍ ځنګله ته پرې ده، څومره چې لیدل کېږي ونې دي. کله، کله ګلان راټوکېږي. نارنجي، اسماني، خړې، او سپینې مرغۍ راځي، په کابل کې زما د خونې د کړکۍ مخته شنه پرده راتاو وه. ما یوازې د یوې ونې سر لیدلو نور هېڅ نه ښکارېدل، خو څومره شعرونه چې هغې کړکۍ راکړي زه د هغه صفر فیصد هم دلته نه احساسوم. زه حس کوم لکه نن یا سبا به کور ته ځم او لیکل به هغلته کوم.

  د تولستوی په اړه هم ویل کېږي چې کله، کله به یې په کلونو څه نشوای لیکلی. ورجنیا وولف هم همداسې یادېږي، او ممکن ځینې نور پنځوونکي هم له ورته حالت سره مخ شوي وي. اکثریت یوه موثره حللار دا بولي چې مطالعه وشي. څومره چې کېږي هغومره باید ولوستل شي.

جمپا لاهري بنګالي-وال اصله امریکایۍ لیکواله له تایمز ورځپاڼې سره په خپله یوه مرکه کې وايي، چې دا تقریبا د هر لیکوال/ې لپاره د خلاقیت د پروسې یو طبیعي حالت دی چې یو نیم وخت لیکل ونشي کړلی. د دې په وینا، ( کله، کله انګېزه، سوژه، تمرکز او هر څه چې د لیکلو لپاره اړین دي وي، او کله داسې کېږي چې له دې عناصرو یو نیم نه وي او په پایله کې لیکل سختېږي. زما تجربه دا راته ښيي چې که څوک د مهال ویش په حساب مخته ولاړ شي، او هر ورځ یو څه ولیکي حالت نورمال کېږي. که زه له داسې حالت سره مخ کېږم دمه اخلم او لولم. او دې هر وخت بېرته لیکل راکړي.)

په ادبیاتو کې د نوبل جایزې ګټوونکې ټوني موریسن (۱۹۸۱-۲۰۱۹ز)  په خپله یوه مرکه کې وايي، ( کله چې ما Beloved ناول لیکلو ما درې کاله پرې فکر وکړ. درې کاله یې نور لیکلو ونیول.خو هغه درې کلونه چې ما پرې فکر کاوه، زه پرې لګیا وم، که څه هم ما کلیمه هم لا نه وه لیکلې. ) د موریسن همدې ناول نوبل جایزه وګټله.

 جاپاني لیکوال هاروکي موراکمي په پوهنتون کې خپل سیمینارونه د ټایلند په نوم په لنډه کیسه پای ته ورسول. ده ویل چې دا کیسه ورته ګرانه ده. دلیل یې دا ښودلو چې ده فکر کوم څلور کاله هېڅ نشوای لیکلی. بیا په جاپان کې زلزله وشوه او ناڅاپي د ده همدا کیسه ذهن ته راغله وې لیکله. د دې کیسې ځای بنکاک دی، او ده وویل چې تر اوسه یې هم همدا ځای  له نږدې نه دی لیدلی. هاروکي دا هم ویل چې کله زه کوم ناول لیکم نو سفر کوم، یو ځای نیسم چې له ټولو خلکو او هر څه لیرې یم.

 امریکایۍ شاعرې او لیکوالې مایا اینجلو(۱۹۲۸-۲۰۱۴ز) هم د هوتل یوه خونه کرایه کوله. دا به سهار ۷ بجې ورتلله او تر ۲ بجو به په لیکلو اخته وه. که کله، کله به یې د لیکلو موډ سم نه و نو تر دولسو نیمو به وه. او که به لیکل ښه روان و، تر هغو به ناسته وه تر څو چې یې امکان درلود. امریکایي لیکوال ایرنست هیمنګوې (۱۸۹۹-۱۹۶۱ز) به هم سهار وختي لیکل. د ده دا تخنیک ډېر وړاندیزوي چې سهار وختي تر هغه لیکل وکړئ چې وپوهېږئ سبا بیا له کوم ځایه ادامه ورکړئ. موریسن هم سهار وختي لیکل کول، دا به له سپیده چاود مخکې جګیدله، یو پیاله کافي به یې تیاروله. د لمر راختل به یې څارل او دې به ویل چې همدا کار یا مراسم له دې سره په لیکلو کې مرسته کوي. معنی موریسن په دې باور وه له دې مخکې چې لیکل پیل کړی ځینې تشریفات ورته ونیسئ، یا ځینې کارونه له هغه مخکې وکړئ. ښايي څوک یوه پیاله چای تیار کړي، ښايي څوک شمعه بله کړي، ښايي څوک موسیقي چالانه کړي. زه ډېر کله له دې مخکې چې لیکل پیل کړم موسیقي اورم، هغه باید غوږیو کې وي. تکړه امریکایۍ نقاد هارولد بولم په دې باور چې لیکل لکه د اولمپیک لوبه داسې دي. باید دوامدار تمرین شي. د استاد درویش دراني یوه مرکه کې مې تر واوریدل چې یو څه وخت یې شعر لیکل بند کړل. خبریال وپوښت چې شعر لیکل څرنګ درېږي؟ درویش صاحب وویل چې شعر داسې دی لکه میلمه. که میلمه یو ځل درکره راشي دروازه وټکوي ته یې خلاصه نه کړي، ښايي دوهم ځل بیا راشي او دریم ځل بیا خو څلورم ځل بیا نه راځي. د دراني صاحب دا خبره خورا دقیقه ده، دا میلمه به پخلا کوې. ننواتې به ورولې، فضا به داسې ورته جوړوې چې میلمه خوشحاله شي او تګ راتګ نورمال شي. خدای بخښلي نصیر احمد احمدي د مصور د نویو چاپ شویو کتابونو په پرانیسته کې راته ویل، چې لیکلو ته د وخت او سوژو نه لرل هسې پلمې دي. د ده په وینا هر وخت لیکل کیدلی شي او هر وخت سوژه شته، یوازې چې څوک ورته کیني. 

لیکلو ته ژمنتیا مهمه ده. وخت مهم دی. او دا مهمه ده چې لیکواله یا شاعره دا درک کړي چې کوم حالت او وخت کې یې د خیال مرغۍ الوځي او په کومه ونه کیني. زما په سهار کې الوتله، ښايي د بل چا په شپه کې وي. زما د خیال مرغۍ چې یوازې یم پرواز کولی شي ښايي د بل چا په شور کې وي. خو څو شیان چې ښايي د اکثریتو د سفر مشترک وي هغه لوستل دي او ورځنی روال ساتل دي. هر ورځ که لیکل نه کېږي، حداقل فکر دې پرې وشي. زه دا یوه اوونۍ کېږي په یوه شعر فکر کوم، نپوهېږم څه وخت به ولیکل شي خو دا چې فکر کوم زما لپاره لویه خبره ده. زما یو شعر و یو کال مې پرې فکر کاوه، بیا مې ولیکلو اوس مې په یاد هم نه دی چې کوم یو دی.. شعر د دراني صاحب په خبره میلمه دی، په میلمه به پام کوې، له ښه دسترخوان نیولې تر ورین تندي، که دې کې یو شی هم سم نه و د میلمه زړه بدېږي. پوهنتون کې مې د تاریخ استاد وپوښت چې په روسي ادبیاتو کې داسې کوم کمال دی چې هر چېرې یې بر ځای نیولی. د ده په ګومان د روسیې چاپیریال قید و، او چېرې چې قیودات زیات وي انسان خیال ته پناه وړي. ښايي ځکه دوی بهترین اثار پنځولي وي. د استاد دا خبره به سمه وي یا نه خو د رحمان بابا خبره درنه ده چې که درد نه وي زګیروي به له کومه کېږي؛ درد ښايي بهترینه شاعري راکړي. نو زما په شمول هغه ټولې نجونې چې اوسنیو ناخواله یې قلم لړزولی بېرته دې نوې ساه واخلي، نوی روتین پیل کړي او په دې تیارو کې د خپلو لیکنو ډیوې بلې کړي. د ځان لپاره یې ولیکي، د راتلونکي نسل لپاره یې ولیکي او تاریخ ته یې مستند پرېږدي. د خوشحال بابا د دې بیت په ځواب کې ووايي‌ چې:

 زه یې چا لره وهم، قدر یې چا

په اور وسوځه دا تورې قلمونه

 خوشحال بابا

 زه یې ځان لره وهم، قدر یې ما زده

زما دې ګل شي کتابونه، قلمونه

هیله پسرلی: 

لکه څرنګه چې د کلونو په تیریدا  لیکواله خپله لار پیدا کوي، خپل سبک پخوي همداسې ځان هم پېژني. فکر کوم که لږ څه پر ځان غور وکړو  ښايی په اسانۍ هغه کلیانې پیدا کړو چې لیکلو ته مو هڅوي. زه چې یوازې یم او ګرځم په لیکلو ښه فکر کولی شم. یو وخت مې د حمزه بابا په هکله اوریدلې ول چې د موټر سفر به شاعري ورکوله دا خبره ماته ډېره جالبه وه ځکه ورته تجربه زه هم لرم. زه چې د موټر، بس یا اورګاډي په سفر کې یم او موسیقي اورم په لیکلو ډېر ښه فکر کولی شم. دغو فکرونو ته زه  “داستاني خیال پلو” وایم. فکر کوم موږ ټولې باید ځان ته دا حق ورکړو چې په ذهن کې داسې کیسې جوړې کړو چې بشپړې نه وي. 

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې لیکل په عادت بدل کړو. مثلا، که له ځان سره ژمنه وکړو چې خامخا به هره ورځ دېرش دقیقې د لیکلو کوښښ کوم ښايي ورو ورو مو قلم روان او لیکل مو عادت شي. لازمه نه ده چې دا دېرش دقیقې خامخا لیکل وکړو همدا چې کتابچه را اخلو او په لیکلو فکر کوو لویه خبره ده. 

کله چې لیکل نشو کولی د لیکلو تمرین مو ښايی د نه لیکلو له خلق تنګۍ او ډاره تر یو حده وساتي. 

د کیسه لیکوالو لپاره فکر کوم د مکان او کریکټر تمرین درې کماله لري:  دقت ډېروي،  قلم روانوي او نوي انځورونه درکوي. مثلا، یو مکان خوښ کړئ. ( کور، پوهنتون، پخلنځی، دوکان، هدیره، هوټل، اریشګاه، سلماني …) بیا یو دوه پاراګراف پرې ولیکئ. ( په پیل کې صفتونه کاروئ خو بیا ورو ورو تمرین ځان ته سخته کړئ پرته د صفت له کارولو مکان معرفي کړئ. 

یا مثلا، د خپل ژوند له خلکو یو کریکټر خوښ کړئ. بیا یې په هکله لیکل وکړئ. کوم کریکټر چې تاسو د لیکلو لپاره خوښ کړی څرنګه ښکاري، د قهر په وخت څه کوي، چې خوشحاله وي څه کوي، چې شرمېږي څه کوي، کله چې د تاثیر لاندې راشي څه کوي، تر ځان پورته خلکو سره څرنګه خبرې کوي، هغوی چې د ځان سیال نه ګڼي څرنګه خبرې ورسره کوي… لازمه نه ده دا خبرې دې ټولې رښتیا وي. دا تمرین ممکن رازده کړي چې په کریکټرونو فکر وکړو او روحیاتو ته یې دقیق شو. 

د شاعرانو لپاره مې یو وخت لوستلې ول؛ په خپل ږغ کې د نویو، زړو او خپلو شعرونو جګ لوستل د شعر له موسیقي سره مرسته کولی شي. 

نه ليکل به زړه تنګي لري خو د نه ليکلو وخت، ليکلو ته خام مواد برابرولی شي.

2 COMMENTS

  1. دغه بحث مې ډیر خوښ شو. آفرین. زموږ خویندې اوس دومره پاخه ادبي بحثونه کوي چې زموږ د ادبیاتو د استادانو او مشرانو تر بحثونو کم نه دي او بلکه زیات دی. زیات یې ځکه بولم چې دلته مې یوازې خارجي تجربې ونه لوستې. اکثره تجربې د دوی خپلې وې.هاغه مشهوره لنډۍ به لږ بدله کړم او د دغه بهیر خویندو ته به يې ډالي کړم:
    که له زلمو نه پوره نشوه
    پښتو ادبه جينکۍ به دې ګټینه
    زه په ډاډ سره ویلي شم چې دغه بحث به زمونږه د ادب د تاریخ برخه شي او د ادب مورخان او نقادان به استناد ورباندې وکړي.

    • سلام
      ن والقلم وما یسطرون ما انت بنعمة ربک بمجنون وان لک اجرا غیرممنون.
      الله ج قسم په قلم خوړلی دې ته اشاره کوی لیکونکی که هرڅوک وی خوچې په انصاف لیکل وکړی او دخبلې ټولنی مشروع غوښتنې، اخلاقو فرهنګ دینی مناسک اولید لوری مراعات به کې شوی وی نو سم کاردی بدی نه لری.لیکل اولوستل دواړه دپوهې فضیلت دی نه سیاست لیکل اولوستل لکه input او output دتولنې په ټولو برخوکې اړین دی .دقرآن اعجار به لوستلو اولیکلو باندې پېژندل کیږی. ارزښتمند او ګټور بهیر دی دولس به ګټه دی کور ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب