یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملا متقي د بايډن د خبرو هرکلی وکړ

ملا متقي د بايډن د خبرو هرکلی وکړ

تاند: ( يکشنبه، د سرطان يوولسمه) ‏‏‏‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا اميرخان متقي په افغانستان کې د القاعده ډلې پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو د مرستې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو هرکلی وکړ.

نوموړي الجزیرې ټلویزیون ته وویل، چې اوس د امریکا وار دی څو د طالبانو رژيم سره د اړيکو ښه کيدو او په رسميت پېژندلو لپاره یې اقدام وکړي.

هغه يو ځل بيا په ټول افغانستان کې د امنيت د تامين او مرکزي واکمنۍ د رامنځته کيدو ادعا وکړه او دا ېې د دوی د رژيم د په رسميت پېژندلو لپاره دليل راوړ.

طالبانو دغه راز ويلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته له افغان خاورې خطر نه دی پېښ شوی.

د طالبانو منتقدینو او له هغې ډلې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئيس رحمت الله نبیل د بايډن تازه څرګندونو ته په اشارې، طالبان په افغانستان کې د امریکا واګنر ډله يا امريکايي جنګيالي او ملېشې ګڼ

لي دي.

1 COMMENT

  1. لوی بادار له خپل غلام څخه او غلام له خپل بادار څخه خوشحالی څرګنده کړه، بادار به غلام ته په هفته وار ډالرو کی لږ زیاتوالی راولی او غلام به مزموزو قتلونو او د هیواد دشتمنیو پلورلو کی زیاتوالی راولی دملت او خلکو دی خدای مل شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب