تاند: ( یکشنبه، د سرطان یوولسمه) د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر علي احمد جلالي په یوه تلویزوني مناظره کې د افغانستان د راتلونکي په اړه څلور موضوعات برخلیک ټاکونکي وګڼل.
د هغه په باور، له دې موضوعاتو یوه دا ده چې طالبان له افغانانو سره تفاهم او خبرو ته چمتو کیږي، که د پوځي فاتحانو په توګه غواړي پاتې شي.
د طالبانو د مخالفانو پاشلي دریځونه او بې پروګرامي د هغه په باور بله مهمه موضوع ده، چې که حل شي، ښایي د افغانستان د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې رول ولري.
د دې ترڅنګ ډاکټر جلالي د طالبانو په اړه د سیمه ییزو هېوادونو پاشلي دریځونه هم د وضعیت د ګونګ والي بل عامل بولي او وایي د ملګرو ملتونو سرمنشي څه موده مخکې په دوحه کې د سیمه ییزو هېوادونو له ځانګړو استازو سره د غونډې پر مهال د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو د دریځ په متحد کولو ونه توانیده.
علي احمد جلالي وروستۍ موضوع د طالبانو د اوسني اتحاد دوام یادوي او شکمن دی، چې د دوی ترمنځ قومي او سمتي اختلافات به طالبان یو موټی ونه شي ساتلی.
د جلالي په خبره، که له دې موضوعاتو څخه په هر یو کې بدلون راشي، د افغانستان د راتلونکي مسیر د بدلیدو اټکل ورسره کیدای شي.
ډاکټر جلالي په خپله تازه مرکه کې، پاکستان تورن کړ چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې د طالبانو په اړه د خوشبینۍ رامنځته کولو لپاره د ده په مشرۍ د موقت حکومت د جوړیدو اوازه ګډه کړې وه.
دی هم عجيبه شی دی، په سم وخت کي ونه توانېد چي په افغانستان کي د داخله وزارت وچلوي، هغه يې بهترین وخت وو، چي دی ترې ناکامه راووت.
اوس جالبه دا وايي چي پاکستان داسي دی او هاسي، هغه به يې له خپله اړخه دا خبره رد کړې وای چي زما په مشرۍ د مؤقت خبره نا سمه ده، اوس يې ویل څه ګټه کا؟