د زندان د نمجنې کوټې بوی یې تر سپږمو شو. لکه په خوب کې چې له خپسکې راپاڅي، سترګې یې رډې رډې راوایستې. نن یې اوومه ده چې له بنده خوشي شوی دی. په تیرو اوو ورځو کې یې هره ورځ خلک پوښتني ته راتلل.
په کړکۍ کې د مچ بڼا شوه. پرده یې جګه کړه، مچ بنګ بنګ بنګ د شیشې له لاندې تر پورته وخوت. لاس یې ورسۍ ته ورتیر کړ چې د کړکۍ پله یې پرانیسته مچ د کوټې منځ ته والوت. پرده یې کش کړه، د کړکۍ دواړه پلې یې پرانیستې، مچ یې نه لید لاس یې په نالیدلي مچ پسې یوې خوا بلې خوا په هوا کې وخوځاوه. مچ چیرته غلی و.
سر یې پرتخت کیښود . د کړکۍ خواته د مچ بڼا شوه، د پرانیستې کړکۍ شاته ښکته پورته ته، وزر یې وهل، لکه میلمه چې څوک کوټې ته راولي دواړه لاسونه ورته نیسي ده مچ ته د وتلو لپاره غبرګې لپې ونیولې، مچ لاره وکړه، د پارک د ونو خواته یې له سترګو پناه شو.
کړکۍ یې بنده کړه، پارک ته روان شو. د پارک په منځ کې ځای پرځای یوځل ښي لور ته بل ځل چپې خواته تاو شو، لکه اټن چې کوي خو دی لږ ورو وڅرخید.
د یوه لاس ټولې ګوتې او د بل لاس دوې ګوټې یې وګڼلې. نن یې اوومه ده چې له زندانه خوشي شوی دی.
پورته یې د لمر ختو له خوا د لمر لویدو لور ته او بیرته د لمر ختو خواته سترګې وغړولې. بیا یې یوه یوه ګوته وشمیرله:
« دا اووه ورځې څرنګه په منډه تیرې شوې!»
د پارک کوز سر ته روان شو. د غټې ونې ډډ ته وینې ورننوتې وې، له ونې سره یې شاته دیوال ته ملا تکیه کړه. ځیږ دیوال له زاړه خیاله وایست بل خیال ته یې وروست، د زندان شپو ته چې پرکلکه مځکه به یې ملا وچه شوه دیوال ته به نیغ دریده او دیوال به یې داسې احساساوه لکه اغزي چې لري…
په ونه کې د مرغۍ چڼا شوه، له دیواله یو دم راپه شوا شو داسې چې سر پرې ټیټ شو، لکه دیوال چې پورې وهلی وي.
همهغه شیبه یې سترګو ته ودریده چې د زندان په دیارلسم سهار په وړه کوټه کې له دریڅې مرغۍ کغیده، ده غړۍ پسې هسکه کړه چې ویې ګوري نه ښکاریده چې بیا یې ټوپ کړل که یې لا سترګې پرې ولګیدې، هغه غږ پسې ورک شو….
د دیوال د پلستر یوه ټوټه یې رابیله کړه ونې ته یې ورواچوله. د ونې یوه شنه پاڼه زانګه وانګه راولویده…د لویدلې پاڼې بیخ یې د وینو غار ته ورننویست:
« که راووځي»
د پاڼې ډکی قات شو، لاسونه یې وڅنډل د پارک د دروازې په لور په زنګیدلي سر چټک شو:
«کاشکي څوک راغلي وي»
پای
ډير عالي!
خوښه مې شوه.