جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهله کابله حکومتي پلاوی د پاکستاني بريدونو د څېړلو په موخه کندهار...

له کابله حکومتي پلاوی د پاکستاني بريدونو د څېړلو په موخه کندهار ته تللی

تاند(یک شنبه، د اسد ۱۲) د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، يو لوړ پوړی حکومتي پلاوی د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د پاکستان له لوري د راکيټي بريدونو او وروستيو لانجو د هر اړخيزې څېړنې په موخه د کندهار سپين بولدک ته رسیدلی دی.

ملي امنيت شورا پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې په دې پلاوي کې د مختلفو ادارو استازي شته، دوی به په کندهار کې د پاکستاني پوځيانو وروستي راکیټي بريدونو موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي.

د پنجشنبې په ورځ د اسد ۹مه پاکستاني پوځيانو په سپين بولدک ولسوالۍ راکېټي بريد وکړ چې په کې ۱۵ ملکي وګړي ووژل شول او تر ۸۰ زيات ټپيان شول.

دې پېښې زيات غبرګونونه را وپارول او د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ملکي وګړو د جګړې ډګر ته ور ودانګل.

له پېښې وروسته دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو ساتنه کولای شي او دداسې بريدونو ځواب ورکولای شي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې دا پېښه بايد نه وای شوې.

نوموړي زیاته کړې ده چې اوس په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره په اړيکه کې دي او د خبرو له لارې به ستونزه حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب