شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهدانش: ډېر ژر به مشورتي لویه جرګه جوړه شي

دانش: ډېر ژر به مشورتي لویه جرګه جوړه شي

تاند (یک شنبه، د اسد ۱۲) د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې د امريکا سفارت له مرستیالې کارن ډیکر سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

سرور دانش په دغه ويډيو کنفرانس کې ویلي، ډېر ژر به کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه د خلکو د استازو، ملي شورا غړو، د ملي مصالحې عالي شورا او نورو اړوندو ارګانونو په حضور کې جوړه شي.

نوموړي دغه راز ويلي، په مشورتي لویه جرګه کې به د طالب بندیانو پر خوشې کېدو، پر اوربند، له طالبانو سره پر مذاکراتو او د خلکو پر غوښتنو بحث او خبرې وشي.

د یادونې ده چې داسې مهال لویه جرګه دیریږي،چې ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ وویلې، له افغان ولس نه به د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خوشې کيدو په اړه نظر اخلي.

ولسمشر غني زیاته کړه،چې د دې بندیانو خوشې کیدل زما صلاحیت نه دی او په اړه به یې مشورتي لویه جرګه پریکړه کوی.

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا وايي، دوی د اوربند د غځېدو پر امکان له بېلا بېلو اړخونو سره خبرې کړي او د اوربند غځېدل د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.

د سرچېنې په خبره د اوربند غځېدل کولی شي د سولې پر پروسې د خلکو باور زیات، اعتماد جوړونه رامنځته او د بین الافغاني خبرو لپاره مهم ګام شي.

3 COMMENTS

  1. لعنت دې وي په تاسو، کوم مصرف چې میلونونه ډالر به وي په دې جرګه کوئ هغه بایدپدې بیچاره، بېروزګاره او فقیر ولس وکړئ. دا ملت خو تاسو د تاریخ کړیدلی او زوریدلی ملت کړ الله مو راروان ۱۰۰ نسله ددې ملت په بد دوعاو اخته او ددې ملت نه بدتر کړه. ولې خبره پټوئ ښکاره ووایاست چې په سوله کې خپله بقا نه ګورئ نو ځکه خنډونه ایجادوئ. کومې غلاوې چې تاسو وکړې دا خو مو د راروانو ۱۰ نسلونوهم بس دی نور خو په ملت رحم وکړئ. ستاسو له امله د افغان نوم په نړۍ کې بدنام شو چاته د شرم نه ځانونه افغان معرفي کولی نشو.

  2. د خطرناکو ډاکوانو او د نورو هېوادونو جاسوسانو او حرفوي وژونکو خوشې کول د افغانستان له موجوده قوانینو او د ولسمشر له صلاحیت نه لوړه موضوع ده . کوم مقام چې د افغانستان د خلکو سرنوشت ټاکي هغه لویه جرګه ده . که څه هم دا لویه جرګه به فرمایشي وي ، خو له هېڅ نه ښه ده ، هلته به د افغانستان د ټولو ولایتونو ، قومونو ، ګوندونو او خلکو استازي تصمیم ونیسي چې نوموړي څلورسوه حرفوي قاتلان او تروریستان آزاد کړي او که بندي پاته شي .
    که مصارفاتو ته وګورو ، هره ورځ جنګ مصرف لري که پورته 400 زندانیان آزاد شي د افغانستان راتلونکې ته به څومره ګټور وي او برعکس څومره به زمونږ په تاوان وي؟ هیله ده زمونږ هېوادوال پدې اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه ولیکي .

  3. زه د ښاغلی سلیمان ورور د تبصری سره په بشپړ ډول موافق یم.

    مونږ افغانان باید د خپلی خاوری، خلکو او په تیره بیا د سولی او جګړی په هکله رښتنی اوسو او هم د هیچا څخه ډار ونلرو.
    وګوری د ولسمشری په انتخاباتو د ۲۰۰ میلونو ډالرو څخه زیات مصرف وشو خو نتیجه یی صفر شوه، عبدالله ۵۰ فیصده وزیران، چوکی یی دپخوا څخه لوړه، دوستم یی مارشال او ښاغلی غنی ورته سوال کوی، چه دخدای لپاره کرام الدین د پنجشیر څخه وباسه.

    د سولی په نوم شورا په سوونو میلونه ډالر مصرف کړل خو نتیجه یی صفر وه.

    انس حقانی او مالی خان چه د دغه ۴۰۰ تروریستانو مشران وه، ولی خوشی شول؟ حتی ښاغلی غنی به ویل چه د دوی خوشی کیدل ځما واک دی، او زه به د خپلو شهیدانو په خاطر دغه لمړی درجه تروریستان چاته نه ورکووم . خو وروسته حقانی او مالی خان د خاصی الوتکی پواسطه، د امریکا یانو په امر طالیبانو ته په ځانګړو مراسمو سره ورکړی شول.
    اوس که د دغه ۴۰۰ ترورستانو خبره د انس حقانی او مالی خان په شان وی، نو ولی د افغانستان خلکو ته د مشورتی جرګی تر نامه لاندی زحمت او ستړیا ورکوی، او هم د دغه بیچاره ولس پیسی په هاغه او دغه ولی مصرفوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب