شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهاڅکزی: پښتون يو قام خو په دوو هيوادونو کې وېشلی دی

اڅکزی: پښتون يو قام خو په دوو هيوادونو کې وېشلی دی

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د زمري، اسد ۹ مه  ۱۳۹۹

د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخواني غړي محمود خان اڅکزي ويلي، دا د تاريخ جبر دی چې پښتون يو قام خو په دوو هيوادونو کې وېشلي دي. اساسي ستونزه د ډيورنډلاين نه بلکې د اغزن تار د غځولو ده چې غواړي د پښتون افغان د تګ راتګ مخه ډب کړي او پر ډيورنډ کرښه اغزن تار غځول د قامونو د وېش نه بلکې د ملکيت د حق اخيستلو لپاره دی.

نوموړي دغه څرګندونې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

ښاغلي اڅکزي وویل، ستونزه يوازي پر چمن پوله نه بلکې له خيبر تر زاهدانه پوري په ټوله کرښه کې ده. ده ږغ وکړ چې باید د دې ستونزې لپاره سياسي ګوندونه او قامونه يوموټی او يوه سلا شي.

اڅکزي زياته کړې، د پښتانه وينه دومره ارزانه نه ده او ګوند يې هيچا ته هم په مرمیو د افغان بچي د ويشتلو اجازه نه ورکوي.

نوموړي د بلوچستان حکومت د دې دريځ په ځواب کې چې وايي، د چمن او سپين بولدک له لارې ترهګر تګ راتګ راکوي، ويلي؛ هر چاته ته او په تېره بيا ټول افغان ملت ته مالومه ده چې ترهګر څوک او په کومه لار لېږي.

اڅکزي زياته کړې، اساسي ستونزه د ډيورڼد لاين نه ده، ځکه چې د پاکستان او افغانستان ترڅنګ له چين او هندوستان سره هم د کرښې پر سر جګړه دوام لري. پر ډيورڼد کرښه له پېړيوراهيسې قافلو تګ راتګ کړی خو اوس حکومت غواړي په دې کې خنډ رامنځته کړي چې دا د دوی لپاره د زغملو نه ده.

د  ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ټولو پښتون افغانو ته دا ستونزه ورپېښه ده چې لپاره به يې ټول قام يو موټی کېږي.

د صدراعظم عمران خان په مشري د پاکستان د مرکزي حکومت پر ضد د اپوزيسيون ګوندونو تګلارې ته په اشاره ښاغلي اڅکزي ويلي، کوم سياسي رول چې مسلم ليګ نواز ډلې او پيپلز ګوند ته په کار وو، هغه ونه لوبول شو. د مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمن وړاندیز کړی و چې بايد ټول په ټولټاکنو کې درغلي ته په پام سره سوګند وانه خلي، خو ونه منل شو.

د ښاغلي اڅکزي په خبره پاکستان دلته د مېشتو بېلابېلو قامونو ګډ فدراسيون دی، که غواړي يو پرمختللی هيواد شي او له اوسني بحران څخه ووځي، په دې هيواد کې به له اساسي قانون سره سم ټاکل شوی ملي پارلمان برلاسی او د کورني او بهرني سياست مسوول وي. برسېره پر دې په افغانستان کې به هم بشپړ امنيت وي.

په افغانستان کې د سولې بهير ته په پام ښاغلي اڅکزي ويلي، افغان حکومت او ټول جنګي قوتونه به لراوبر افغان ته دا ضمانت ورکوي، چې د هيواد د استقلال په سر به سودا نه کوي. په افغانستان کې به د افغانانو په رايو ټاکل شوی حکومت وي او د ملګروملتونو د امنيت شورا به هم دا ډاډ ورکوي چې په دې هيواد کې به کوم بهرنی هيواد مداخله نه کوي. خو که څوک د افغانستان د استقلال سودا کوي، ټول افغان ملت به يې پرضد سړکونو ته راووځي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د چمن او سپين بولدک ترمنځ د  باب دوستي پر دروازه افغانستان ته د تلونکو مساپرو، د چمن احتجاج  کوونکو تجارانو او سرحدي ملېشې د سرتېرو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی و چې په نتيجه کې يې د يوې افغان مېرمنې په شمول درې تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپيان شوي وو. تېره ورځ د بلوچستان حکومت پلاوی چمن ته تللی او د سياسي ګوندونو له مشرانو او تجارانو سره يې له ليدنې وروسته دا پرېکړه کړې، چې له لوی اختر وورسته به  له افغان سرحدي چارواکو سره غونډه کېږي او پوله به د خلکو پر مخ پرانيستل کېږي.

د پنجشنبې د ماښام له دې اخوډبه وروسته د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ هم د درنو وسلو نښته وشوه چې له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان په سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو د هاوان او توپونو په ګولیو لږترلږه ۱۵ ملکي وکړي ووژل شول او ۸۰ نور ژوبل شول.

3 COMMENTS

  1. دا خلک دا ټول عمر غږیږي او خلک غولوي. دوی ته ای اس ای برید ټاکلی دی او د هغه سره سم خبرې کوي. دا سمه ده چې د ای اس ای زور نلري خو خلک دې هم نه غولوي بلکه په رښتیا سره دې د بلوڅانو په څېر مبارزه وکړي. مننه

  2. ستاسو ظاهرشاه او نورو كمه توره كړۍ ده لرى پختونخوا ده پاره مو صرف ده حجرى ده مجلسونو خدمت كړېدى او ده چارسدى خدمت مو كړېدى.وخت به راشى وسله به هم انشاۀالله راوخلو.اوس ده سرسورۍ هم نشته.كابل په لمبو كى دى مشران ي ډوزماران دى په طالب جان او نورو استخباراتى كړيو مو بيوخته مه وجنه.فكرونه به بدلشې ذهنى بدلون به راش بيابه وسله راخلو.مونګ نه خلقيان نه مجاهدين او نه طالبان يو چه فكر سوچ نه كوو بس ورزو پى چه نتيجه ي ګورو.صبر كوه خداى به دركړى ……..

  3. ستاسو ظاهرشاه او نورو كمه توره كړۍ ده لرى پختونخوا ده پاره مو صرف ده حجرى ده مجلسونو خدمت كړېدى او ده چارسدى خدمت مو كړېدى.وخت به راشى وسله به هم انشاۀالله راوخلو.اوس ده سرسورۍ هم نشته.كابل په لمبو كى دى مشران ي ډوزماران دى په طالب جان او نورو استخباراتى كړيو مو بيوخته مه وجنه.فكرونه به بدلشې ذهنى بدلون به راشى بيابه وسله راخلو.مونګ نه خلقيان نه مجاهدين او نه طالبان يو چه فكر سوچ نه كوو بس ورزو پى چه نتيجه ي ګورو.صبر كوه خداى به مو دركړى …….. ده پى ټى ايم ځوانان دى الله په امن كى وساتى دوى به ده پختون افغان قام اميدونه پوره كوى.**لره پختونخواهه پيخاور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب