Homeخبرونهنړیوالې رسنۍ: برېتانوي ځواکونو په قصدي ډول قومي مشران او سپین ږیري...

نړیوالې رسنۍ: برېتانوي ځواکونو په قصدي ډول قومي مشران او سپین ږیري وژل

تاند(یک شنبه، د اسد ۱۲) یو شمیر نړیوالو رسنیو د یوې تازه څیړنې پر بنسټ ویلي،چې په تېرو کلونو کې برېتانوي سرتېرو په قصدي ډول عام وګړي په نښه کړي دي.

دا څېړنه تازه د بي بي سي او سنډې ټایمز رسنیو په ګډه ترسره کړې ده.

سرچینې وایي د څېړنې اسناد ښيي، چې برېتانوي ځواکونه په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل وو.

د اسنادو له مخې د برېتانیا د پوځ غړو پخپله ویلي چې ځينو ملګرو یې قومي مشران او د لوړ عمر لرونکي چې هېڅ ډول خطر به یې برېتانوي ځواکونو ته نه و متوجه په قصدي توګه په نښه کول او وژل.

په ورته مهال د برېتانیا د دفاع وزارت بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي دوی دا ډول کوم سیاست نه درلود.

برېتانوي رسنۍ وایي، چې اوس دغه اسناد او دوسیې ټولې د برېتانیا د عدلي او قضايي ادارو تر څېړنې لاندې دي او په اړه به یې پرېکړې هم دغه ادارې کوي.

د یادولو ده،چې له دې وړاندې هم داسې ادعا شوې وه، چې برېتانوي، امریکايي او استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت په سیمو کې ملکي خلک په قصدي توګه وژلي دي.

دغه راز د جرمونو نړیوالې محکمې هم  د دغه قضیو د څېړلو پرېکړه کړې ده.

1 COMMENT

  1. پکار دئ سى لہ تیرو دوسلویشت 42 کلونو د
    ڈیورنڈ پر دواڑو غاڑو(بشپڑہ اوغانستان- کوٹہ پیشور) کى سى سومرہ پشتون افغان
    وزل سوئ دئ،
    زوبل سوئ دئ،
    مالى زیان وررسیدلئ دئ،
    پرتہ لہ گوند ڈلى،
    پہ رونڑا ورز د وشول سى،
    سى ہر سوک دئ، حساب د وسى،
    د ہر مڑہ د لس میلیون ڈالرہ،
    د خوژمن پنزہ ملین ڈالرہ،
    د کور او کار زیانمن تہ دى دوہ ملیون ڈالر ورکڑل. سى،
    د جرمونو پر نڑیوالى محکمہ او نورو بشرى انسانى ٹولونو دى پرلپسے دوامدارہ ژغونہ او غوشنى دى وسى،
    تر سو سى د نڑئ تر کونج کونج مو ڑغ ورسى،
    او غوشتنى مو ومنل سى،
    پہ واللہ د کار د لر بر زوانان خو پریژدہ،
    سپین سرى ،سپین ڑیرى او ماشومان ہم کولائ سى، ،رازئ ۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...