سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهامریکایی رسنۍ: ښایي میلیونونه امریکایان د کمزوري اقتصاد له امله بې کوره...

امریکایی رسنۍ: ښایي میلیونونه امریکایان د کمزوري اقتصاد له امله بې کوره شي

تاند (یک شنبه، د اسد ۱۲) امریکایي رسنۍ وایي، چې ښايي تر راتلونکو میاشتو میلیونونه امریکایان د کمزوري اقتصادي وضعیت او بېکارۍ له امله بېکوره شي.

امریکايي رسنۍ وایي په امریکا کې میلیونونه کسان د کرونا ویروس د پراختیا له امله بېکاره شوي دي، چې له دې سره د کورنیو اقتصاد مخ پر ځوړ دی.

د سرچینې په خبره له همدې امله ښايي هغه کسان چې کورونه یې په کرایه یا اجاره نیولي دي بېکوره شي.

د یوې سروې له مخې تر راتلونکو دوو میاشتو ښایي ۲۳ میلیونه امریکایان بېکوره شي او د کورو خاوندان یې له خپلو کورونو وباسي.

د امریکا حکومت ددغه بحران د مدیریت لپاره پلان نه لري، خو په امریکا کې مدني فعالین وایي، چې باید د حکومت د بې کفایتۍ پر وړاندې میلیوني لاریونونه وشي او خلک دې په خپله خاوره کې د اوسېدو او خپل حق لپاره مخکې له مخکې مبارزه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب