Homeخبرونهد جاپان سفیر: د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره د...

د جاپان سفیر: د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره د یونسکو د هڅو ملاتړ کوو

تاند: ( یکشنبه، د سرطان یوولسمه) په افغانستان کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا د افغانستان په باميان ولايت کې د بودا له ويجاړ شويو مجسمو څخه ليدنه وکړه او ويې ويل چې دغه بډايه فرهنګي ميراث د باميانو د خلکو لپاره يوه شتمني ده.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې جاپان له ۲۰ کلونو راهیسې په بامیان کې د لرغونو اثارو په ځانګړې توګه د بودا د مجسمو د ساتنې لپاره د یونسکو له هڅو ملاتړ کوي.

اوکادا په ټویټر کې لیکلي چې د بودا د مجسمو سیمې څخه د لیدنې په ترڅ کې، هغه د دې تاریخي ساحې د ساتنې لپاره د لرغون پېژندونکو له هڅو مننه وکړه.

د جاپان سفير باميانو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په مالي مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له پروژو هم ليدنه وکړه او د باميانو له يو شمېر مېرمنو سره يې وکتل.

افغانستان چې د زرګونو کلونو راهیسې د یو مهم کلتوري لارې په توګه پیژندل شوی، بډایه میراث لري او د اسلام له ظهور څخه مخکې او وروسته هندوانو ته د بودیزم، زردشت، مسیحیت او یهودیت څخه د مختلفو مذهبونو او تمدنونو کوربه توب کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...