یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله پر ښځینه سینګارتونونو بندیز لګولی

ملا هبت الله پر ښځینه سینګارتونونو بندیز لګولی

تاند: ( یکشنبه، د سرطان یوولسمه)  په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د ښځینه وو پر سینګارتونونو بندیز ولګاوه.

د طالبانو د امر‌ بالمعروف وزارت په یوه مکتوب کې راغلي، چې د دغو سینګارتونونو د بندولو امر، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده کړی دی.

سرچینه زیاتوي: په مرکز او ولایتونو کې ښځینه‌وو سینګارتونو ته د زمري تر ۳مې وخت ورکړل شوی، چې تر هغې وروسته به یې د کار جواز او قراردادونه لغوه شي.

طالبانو او په خاص ډول د دوی له نالیدلي مشر څخه را تاوې ډلې تراوسه افغان نجونې او ښځې له ښوونځیو، پوهنتونونو، کار کولو، ټولنیزو فعالیتونو او عامه حضور څخه په شدت منع کړي او د لباس اغوستو او نورو مسایلو په اړه یې هم قیودات ور باندې لګولي دي.

طالب رژيم د دغو کړنو له امله په نړیواله کچه سختو غبرګونونو سره مخ دی.

4 COMMENTS

  1. د ملا خینزیر خپله ښځه د ای اس ای کرنیلیانو ځان ته ګرو کړی مزی پی کوی او دا بی ناموسه خینزیر د افغان مظلومو ښځو باندی فشار راوړی ټول ملت دی دی ته چمتو وی چی د خینزیر یوه خبره هم و نه منی او کوشش وکړی چی ټوله نړی دی ته اړه کړی چی نور دا د خینزیر ډله بل هیڅ ملک ته سفر ونشی کړی او له بین المللی ټولنی تضمین واخلی چی دوی به د افغانستان نماینده ګی نشی کولی او په رسمیت به نه پیژندل کیږی او ټول به یې په تور لست کښی شاملیږی او بین المللی پولیسو سره باید ارتباط ونیول شی چی هر ملک کی دا لوی خینزیران ولاړل ونیول شی او بین المللی محکمی ته وړاندی شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب