یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر د جمهوري نظام د منسوبینو ځورول بې ځایه تبلیغات بللي

مولوي کبیر د جمهوري نظام د منسوبینو ځورول بې ځایه تبلیغات بللي

تاند: ( یکشنبه، د سرطان یوولسمه)   د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او سرپرست مولوي عبدالکبیر نن د پرزول شوي جمهوري نظام له یو شمېر جنرالانو، د قول اردو قومندانانو، افسرانو، رئیسانو او نظامي مسوولینو سره لیدلي.

د هغه دفتر وایي، چې د یادو مسوولینو استازو په مختلفو برخو په ځانګړي ډول متقاعدینو ته د معاشونو ورکړې، بې سرنوشته افسرانو لپاره د احتیاط حاضرۍ ترتیب، د رهبرۍ کمېټې منظوري او هغو ته د امکاناتو برابرولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې.

دغو متقاعدو پوځیانو زیاته کړه، چې چمتو دي، چې په هره برخه کې خپلې تجربې او معلومات له اوسني رژیم سره شریک کړي.

 مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، هېڅوک حق نه لري کوم څوک ازار او زیان ورته ورسوي او د دوی د رژیم دروازه د ټولو پرمخ پرانېستې ده.

نوموړي هغه راپورونه هم په کلکه رد کړې، چې ګواکې د جمهوري کارکوونکي ځورول کېږي او دايې د مغرضو کسانو او رسنیو تبلغات بللي.

د طالبانو منتقدین بیا دوی په دې اړه په سختو دروغ ویلو تورنوي او وایي طالب مشران په داسې خبرو د خلکو سترګو ته خاورې اچوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب