یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندوز: د اختر د ۵ ورځو ترافیکي پېښو ۷ تنه مړه او...

کندوز: د اختر د ۵ ورځو ترافیکي پېښو ۷ تنه مړه او ۱۵۳ ټپیان کړل

تاند: ( یکشنبه، د سرطان یوولسمه)  د کندوز حوزوي روغتون مسوولین د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د اختر په تېرو پنځو ورځو کې د ترافیکي پېښو له کبله د ١٦٠ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د دغه ولایت د حوزوي روغتون آمر ډاکټر محمد نعیم منګل وويل، چې د اختر په تېرو پنځو ورځو کې د ٣٥ مېرمنو په ګډون ۱۵۳ تنه د ترافيکي پېښو له امله ټپيان او ۷ تنه نور مړه شوي دي.

منګل زیاته کړه، چې دغه شمېره نسبت عادي ورځو کې ډېر ستر رقم دی چې کندز کې د اختر په شپو او ورځو کې ثبت شوي دي.

په همدې حال کې د کندز حوزوي روغتون یوه ډاکتر وویل چې دغه ترافیکي پېښې د موټرسايکل او موټر چلوونې له امله رامنځته شوې، چې ټپیان یې هم ډېری ځوانان دي.

هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې په غزني او ننګرهار کې هم د اختر په شپو ورځو کې د ترافیکي پېښو له کبله د ١٠ کسانو د مړینې او نږدې ٤٠٠ کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب