یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمحمود خان اڅکزی د پاکستان د پوځ او طالب رژیم په دفاع...

محمود خان اڅکزی د پاکستان د پوځ او طالب رژیم په دفاع توندو غبرګونونو سره مخ شوی

تاند: ( یکشنبه، د سرطان یوولسمه)  د پاکستان تر واک لاندې جنوبي پښتونخوا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي وروستۍ څرګندونې د افغان ملت پالو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

محمود خان اڅکزي په یوه تازه وینا کې د پاکستان د پوځ پرضد د بلوچانو جوړ شوی ازاد پوځ تر لفظي بریدونو لاندې راوستی او د پاکستان د پوځ له ستاینې سره یې د دغه پوځ خلاف د بلوڅانو جګړه ناشونې او ناکامه ګڼلې ده.

محمود خان دغه راز ویلي، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې دافغانانو په مرسته د نړۍ مختلف زبرځواکونه مات کړي.

هغه د طالبانو اوسني رژیم ته په اشارې ویلي، چې دوی د افغانستان بیرغ پورته کړی او حاکمان شوي دي.

اڅکزي په دې وینا کې د پاکستان د پوځ خلاف د بلوڅانو ځانمرګي بریدونه او نور اقدامات غندلي او ویلي، چې پښتانه به یې د پاکستان خلاف د هڅو پر وړاندې ودریږي.

پښتنو ملتپالو د محمود خان اڅکزي څرګندونې، د پاکستان پوځ ته د نوموړي اطاعت او ماموریت ګڼلی او ویلي، چې هغه په داسې خبرو د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ اړیکې خرابوي او ناوړه پایلې رامنځته کوي.

محمود خان اڅکزی، چې په پښتنو کې له محبوبو سیاستوالو څخه و، په وروستیو کلونو کې په پرله پسې ډول د پاکستان د پوځ او طالبانو په ملاتړ ویناوې کوي.

د هغه د یادو څرګندونو له امله، څه موده مخکې د نوموړي د ګوند یو شمېر مشهورې څېرې له هغه جلا او دی یې د ګوند له مشرۍ ګوښه شوی اعلان کړ.

6 COMMENTS

  1. دا ټول خرڅ سوی په نوم پښتانه دی دا د پنجاب غلامان او دکلدارو سپی دی
    دویې د شهید داکتر صاحب نجیب په وخت کښی هم همداسی کول پیسی یې د کابل له حکومت نه اخستلی او جاسوسی یې ای اس ای ته کوله نو په دی تش په نوم پښتانو باید باور ونه لری دوی هيڅ وخت د افغانستان په ښه نه دی

  2. پشتنو کښی اوس غیروت ختم شوای دو
    هغو پشتنو کښی چه د موشری یی کوی
    دپنجاپیانو سپی سوی دو

  3. دوستانو اوهیوادوالو کچیری تاسې د محمود خان ټولي خبری، مرکی او د دوی سیاسی دریځونه د تاند صفحی کې یا نورو رسانیو کې وګوري یا وڅاری نو پوه به شي چې دوی افغانستان کې پدی ۴۵ کلنه، ۳۵ کلنه او ۲۰ کلنه دوره کې له هر ډول نظام سره ځانونه عیار کړی نو را به شو دیته چې آیا لرپښتانه به د بلوڅو خلاف را پورته شي هغه هم د محمود خان په خبرو ګمان نکوم ځکه اوس هلته د پاکستان تحریک اوس فعالیت لری کیداي شي د بلوڅو سره همغږی ولری نو همدا تحریک کولي شی دا ډول سیاسیون چې پنجاب لپاره لابیګری کوی لکه فضل الرحمن او نور سیاسیون تر برید لاندې راولی ترڅو د پنجاب خوله ګونګه شي ځکه د دوی له خبرو او یا بلوڅو یا TTP ته په سختو خبرو باندی په خطر کې شي. دوی له تر اوسه هغه بلوڅان او پښتانه چې پوځ نیولی د خوشي کولو لپاره په اسلام آباد او لاهور کې پرلت ونه واهه نو لدې معلومیږی چې پنجاب یا د انګریز د پروژی قراردادیان یا لوبغاړی دي

  4. دغه دوه سره خانان دي ددوۍ له برکته افغانستان داسي تباه سو. ددغو خبیثانو له کورو د جګړمارو کمپونه جوړ سول. دغه خبیثان هغه څوک سي تل وائي پاکستان زنداباد. دغه چیرې سي غوړ خورئ وي هلته سخوند وهي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب