شنبه, مې 4, 2024
Home+پښتو متون سمېدل غواړي (۸) استاد محمد معصوم هوتک

پښتو متون سمېدل غواړي (۸) استاد محمد معصوم هوتک

د متونو په مسخه کېدلو کي د پیوریزم اغېزه:

له سوچه توب سره مینه د پښتنو د ژوندانه هري برخي ته لار موندلې ده او په دې لړ کي ئې د ژبي د سوچه کولو اشتها خورا زیاته ده. دا اشتها په اولنیو لیکوالو کي هم وه او په اوسنیو کي هم . د ژبي د سوچه توب پر کم و کیف باندي زه په خپل بل کتاب (پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه) کي ښه په پراخه توگه ږغېدلی یم، خو په متونو کي د لغاتو د پښتو کولو پر هڅه باندي دلته په همدې کتاب کي څېړنه کوم. دلته زه په دې باب نه ږغېږم چي دا کار ښه  دئ که بد؟ دلته مي مراد دا دئ چي موږ د اولس له ژبي سره څومره بې باکه یو او ځانته مو څومره د مداخلې حق ورکړی دئ.

په دې بحث کي به خبره د خوشحال خان له کلامه راونښلوم او هغه لغتونه به د الفبې په ترتیب راوړم چي خوشحال خان یو راز کښلي خو ناسخینو او کاتبانو یا کوم بل چا پښتو کړي دي.

د خوشحال خان په کلام کي:

اول – لومړی:

د خوشحال خان د کلام په خطي نسخو کي د (لومړي) لغت د (اول) له پاره نه په سترگه کېږي. دی هر وخت (اول) کلمه کاروي. که په کم ځای کي (لومړی) کلمه راغلې هم وي، په هغه کي به غالباً د کاتبانو او ناسخانو سلیقه او انتخاب شامل وي. د کندهار په لهجه کي هم (لومړۍ) کلمه وارده سوې کلمه ده. اولس د (اول) کلمه وایي.

زه لـــــــــــومړی په اشناییه نازېدلم

واړه غم و،چې پرې ښه وپوهېدلم

(۱۳۳مخ)

“لومړي” ته ئې په حاشیه کي کښلي دي “په لومړۍ، دریمه او څلورمه کې: اول”. دا لغت د چاپي نسخو ترتیبوونکو وراچولی دئ.

د همدې غزل په څلرم بیت کي بیا په خپل اصلي شکل ځني پاته سوی دئ.

سر اول د یار د یاد په بالین کښېږدم

له غه پسه په پالنگ باندې څملم

(۱۳۳مخ)

د خوشحال خان په بل اثر (فراقنامه) کي هم د (اول) کلمه زیاته راغلې ده.

اول هی توبه له خپله

ورپسې تـــوبه له بله

(۵۸ – مخ)

که د خوشحال په لهجه کي (لومړی) تر(اول) زیات مروج وای، په پورتني بیت کي ئې د (اول) پر ځای کارولو هیڅ راز مشکل نه پېښاوه.

د خوشحال خان په عصرکي د (اول) کلمه د ده تر لهجوي اورشو دباندي هم داستعمال پراخ رواج درلود. رحمان باباوایي:

که د ستا د ښکلي مخ عاشقان ډیر دي

زه پـــــه واړو کښي اول یم دویم نه یم

(۷۵مخ)

دلته هم رحمان بابا د (اول) پر ځای (لومړی) راوړلای سوای خو داسي ښکارېږي چي د اول رواج تر لومړي ډېر مسلط وو.

د پښتو په ځینو لهجو کي د (اول = لومړی) له پاره د (ړومبی) کلمه هم رواج لري. حمیدمومندوایي:

چې ئې زه په ړومبي پند پورې خندا کړم

ناصحان پـــه نصیحت کا ریشخندي بیا

(کلیات ۱۰مخ)

خو د اشرف خان هجري په دېوان کي د (اول) له پاره (اوبنړی) کلمه راغلې ده .

چي هلک له نسه پرېوځي بې خبره

په اوبنړی قــــدم ئې تل څکه ژړا ده

(۱۲۴مخ)

د (اوبنړی) کلمه که په ننني لیکدود باندي وکښل سي، (اوبڼی) ځني جوړېږي. دا لغت که د ناسخانو له خوا سم ثبت سوی وي، په شنلو ارزي.

عبدالقادرخان خټک هم د خپل پلار په شان د (اول) کلمه په پراخه توگه راوړې ده چي یو دوه مثاله ئې داسي دي:

اول علم بیا عمل دریم اخلاص دی

دا درې خویه مرد عـــــــالم رباني کا

(۲۸مخ)

یا:

د اتمام سعی کوه چي کار شروع کړې

یا هــــــــــــــرگز اول د چارې آغازمه کړه

(۲۰۳مخ)

میرزاخان انصاري وایي:

روح چي ورغی تر تخته

د زړه تـــــــخت اول اول و

(۳۵مخ)

مولوي بریالی وایي:

د رقیب په خوشگویي به غلط نه سم

پای بسته وي پـــــــــه اول مزله بیهاڼ

(اهاړ – ۹۰مخ)

د (اول) کلمه به له (فارسي) سره مشترکه وي خو په پښتوکي دونه اخښل سوې ده چي نور مشتقات ئې هم زېږولي دي. “اولني”، “اول واریز اولاد”، … په ورځنۍ محاوره کي معمول او مروج کلمات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب