شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهفراه کې د څاړي په نوم سلګونه مرغان طبیعت ته آزاد شول

فراه کې د څاړي په نوم سلګونه مرغان طبیعت ته آزاد شول

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لپاره د طالبانو عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن او ورسره پلاوي فراه کې د الغرافې خیریه بنسټ د څاړي (حبارې) په نوم د مرغانو د روزنې له فارم څخه لیدنه وکړه او ۳۰۰ مرغان یې طبیعت ته آزاد کړل.

يادې ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي، په دې مراسمو کې د فراه سیمه ییزو مسوولینو، د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې مشر شیخ علي بن عبدالله الثاني او خبریالانو هم ګډون کړی وو.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ويلي، د ژوو او نادره مرغانو ساتنه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له اساسي وظایفو او لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي؛ نو په همدې اساس د طالبانو چارواکو په هېواد کې د هر ډول ژوو او نادره مرغانو ښکار بند کړی دی.

سرچینې د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې د فارم جوړیدل ستایلي او دا یې د الوتونکو د نسل د ودې او ډېروالي په برخه کي اغېزمن ګام بللی.

 څاړي هغه ډول مرغان دي چې شمیر یې په هېواد کې کم شوی او نسل یې د ورکېدا له حالت سره مخ دی.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، د الغرافې موسسې په دې وروستیو کې د یادو مرغانو د نسل د ډیروالي په موخه فراه ولایت کې د څاړي په نوم مرغانو د روزنې فارم جوړ کړی؛ ترڅو یې په ټول افغانستان کې نسل زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب