شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهکابل پوهنتون کې د ديني عالمانو د اسنادو د ارزونې لپاره د...

کابل پوهنتون کې د ديني عالمانو د اسنادو د ارزونې لپاره د ازموينې بهير پيل شو

تاند:( پنجشنبه، د دلوې شلمه)‏ ‏د‌ طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ازموينې ملي ادارې، په کابل پوهنتون کې د ديني عالمانو د اسنادو د ارزونې لپاره د ازموينې بهير پيل کړ.

  د ازموینو ملي ادارې ‌لپاره د‌ طالبانو رئیس شیخ عبدالباقي حقاني د یادې ازموینې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د علماء کرامو او دیني جامعاتو فارغانو د اسنادو ارزونې او رسمي کېدو پروسه پیل او په دې سره به د افغانستان علماء کرامو ته نه یوازې په هېواد، بلکې په بهرنیو او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې د لوړو تخصصي علومو زده کړې او کار زمینې برابرې شي.»

نوموړی وايي د علماوو د لويې دورې اسنادو ارزونې ازموینه په څو پړاوونو کې اخیستل کیږي، چې په لومړي پړاو کې یې د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو، پوهنتونونو استادانو او د ماسټرۍ پروګرامونو محصلانو ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدینو د دوی پر دغه کار نیوکې کړي او ويلي، چې د ازموینې په پلمه خپلو جنګیالیو او پلويانو ته تحصيلي اسناد ویشي.

2 COMMENTS

  1. اسناد موهم ندی ، دندی او وظیفی موهمی دی ، که ټول ملت ته اسناد ورکړو ، کومه فایده به ونلری ، ټول به بیکار او بی روزګاره ګرڅو ، او ان په یو نامعلوم خبر به د میدان هوایی په لوری ټول کابل منډی وهی ، چه له هیواد څخه ووځی ، ایا دا د شرم ځای ندی، ایا په کوم بل هیواد کی دو مره ناهیلی ولس شته چه د هیواد پریښودو ته داسی تلوسه ولری ، علت یی دادی چه هیواد کی بی عدالتی ده ، د یوبل حق خوړل کیږی او بی کاری ده ، دبیان او سالم نظر اظهار حق نشته، تر څو چه یو ځوان د یو حرکت ،تنظیم ، جنبش او مافیایی ډلو کی له حظر ډکه مرحله، تیره نکړی په لیاقت ورته کار نشته. او دغه کسان چه اسناد اخلی ایا د یو داسی ورځی فکر نه کوی که خدای مکړه بیا تحول او د ۲۰۰۱ پیښه را منځته شی او دا ټول سندو نه ملغا اعلان شی لکه چه د کرزی صاحب په دورکی وشول او د محاهدینو او طالبانو د دوری تعلیمی اسناد یی بی اعتباره اعلان کړل، ښه دا ده چه ملی پروسی خپل طبعی مسیر طی کولو ته پریښودول شی او له سیاست څخه محفوظی وساتل شی

  2. خلک وایی : په هرشي کې ټوکې ، خو د بابه په ږیره هم ټوکې !
    پوهنتون د علم او زده کړو مرکز دی . علم له تروریزم ، درواغو او جهالت نه پاک شی دی . علیم او حکیم د الله ج نومونه دي او الله تعالی مونږ ته را زده کوي چې : وقل رب زدني علما طه 114 آیت شریف
    د ټالب ، جاهل ، جاسوس او د پنجاب مزدور له پوهنتونه سره څه ؟
    د دوی د وزیر خبره د ژېړو بوشکو ځای نه دی چې څومره یې منفجره کړیدي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب